
پر ځاى د دې چې د يو انسان تلين بايد په کومه غونډه ولمانځل شې خو لنډغر يې د ټوپکو په ډزو لمانځې ترڅو د خلګو زړونو ته وېره نفاق او تعصب واچوې لکه څنګه چې احمد شاه مسعود او ملګرو يې له ټوپک او وسلې سره مينه درلوده همداسې يې پلويان هر کال تلين د ټوپکو په ډزو د دکابل په سړکونو لمانځې چې ګواکې زمونږ مشر کوم شخصيت نه بلکې ټوپک سالار وو او دغسې يې د کابل سړکونه د جګړې ميدانونه ګرځولې
اخمد شاه مسعود يو سياسي،فرهنګې،علمي او افغان پاله شخصيت نه وو بلکې د نورو جاهلو فرېب کارو ټوپک سالارانو په څېر د پنجشېر يو تکړه ټوپک سالاره وو چې ترمرګه يې ټولې هڅې د افغانستان په ورانۍ تمامېدلې
دا خبره مستنده ده چې احمدشاه مسعود د پنجشېر ګران بايې ډبرې او غميان پر ماسکو،ايران او تايلينډ خرڅولې چې د ماسکو او تايلينډ سوداګرو به دى د (panjsher ston ) په نامه يادولو يعنې د پنجشېر ګرانبايه ډبره خو همدغه دغميانو سوداګر بيا د جهاد په سپېڅلې نوم سوداګري پيل کړه او دغه کاروبار کې قسيم فهيم،رباني،يونس قانوني،عطامحمدنور ،تورن اسماعيل هم ونډې ورسره لرلې چې څه ملګرو د ايران جاسوسي څه ملګرو د جهاد په نامه کاروبار او څه ملګرو د نشه ييزو توکو کاروبار ورته کولو مطلب لوى ټګ يې مسعود خپله وو
د پام وړ خبره دا چې هر کال د مسعود تلين په د ټوپکو په ډزو،غټو غټو موترانو او تعصبي چيغو لمانځل کيږې خو خوتاسو به پام ورته کړى وې چې په دې ټولو موټرانو کښې به د افغانستان بيرغ نه وي بغير د دوى له خپل بيرغونو چې چې په موټرانو کې لګولې وې ځکه له نن څخه دوه کاله مخکې زه خپله د ددې ګواه يم
دوى کوم هيڅ ټولنيز او ملي ارمانونه نلرې يوازې تعصب او ګډوډې جوړوې ترڅو خپلې شومې موخې مخ په وړاندې يوسې.پښتانه وايې( لېوه غواړې دوړې او اوباران)
مونږ افغانان بايد سياست او ګوندونو ته مخ کړو ترڅو له داسې ناواړو تعصبګرو خلګو د دهيواد ډيموکرېسې وژغورو او افغانستان د قدر وړ شخصياتو کور وګرځوو کوم چې له هيواد څخه دباندې د مسافرۍ ژوند کوې