
محمد انور آڅړ ۱۸/۶/۱۳۹۶،ل،ل
یادونه:
دغه لیکنه (اتلان پېژنی) د لړۍ وروستۍ برخه ده، چې یو ځل پخوا هم خپره شوي ده، د احمد شاه مسعود،(د دغه جعلي اتل) د وژلو د ورځې په مناسبت بیاځلې خپروو، په دې لیکنه کې به ولولی چې، مسعود نه د اضطراري لویې جرګې، نه د اساسي قانون لویې جرګې او نه هم د ولسمشر حامد کرزي لخوا د ځانګړي فرمان پربنسټ د ملي اتلولی ستاینوم(لقب) ورکړل شوی دی، نوموړی یوازې خپل پلویان، بې له دې چې رسمي اسناد وړاندې کړي، ملي اتل بولي.
اتلان پېزنی؟، نولسمه او وروستۍ برخه
د احمد شاه مسعود، د «ملي اتلولۍ» ستاینوم(لقب) په رسمي اسنادو کې نشته
د (اتلان پېژنې) په لومړۍ برخه کې یادونه شوي ده چې د احمدشاه مسعود پلویان، په ځانګړي توګه د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر او د ده ورور احمدولي مسعود، څو، څو ځله، څو ډوله دعوې او غوښتنې کړي دي:«تصویر مقبرۀ احمد شاه مسعود باید در بانک نوت های افغانستان چاپ شود و دیگر امتیازات رسمی «قهرمان ملی» تعریف شود. چاپ آرامگاه قهرمان ملی در بانک نوت یک مصوبه قبلی است. این {پیشنهاد} از طرف دولت قبلی[حامد کرزی] و از طریق شورای وزیران تصویب شده بود اما طی مراحل نشده بود و امیدواری من این است که حکومت وحدت ملی بتواند که این را طی مراحل قانونی کند و بتوانیم که عکس آرامگاه اش را در بانک نوت های افغانی به چاپ برسانیم.
حکومت پیشین و لویه جرگه افغانستان به برادرام، احمد شاه مسعود، لقب قهرمان ملی و امتیازات معنوی را اعطاء کرده بود که هیچ امتیازی در ارتباط به این لقب جامه عمل نپوشیده است.»
احمد ولی مسعود زیاتوي:«باید حکومت وحدت ملی تعریف قهرمان ملی و امتیازات معنوی وی را مشخص سازد.
حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان پس از برگزاری لویه جرگۀ قانون اساسی سال ۱۳۸۲ خورشیدی در فرمانی احمد شاه مسعود را "قهرمان ملی" لقب داد و جاده اصلی منتهی به میدان هوایی کابل را جادهء «مسعود بزرگ» نام گذاشت.در فرمان حامد کرزی، همچنان ذکر شده است که از کشته شدن احمد شاه مسعود باید به گونۀ رسمی تجلیل صورت گیرد و عکس های وی باید در دوایر دولتی گذاشته شود.»http://www.darivoa.com/a/specific-previlages-for-ahmad-shah-masoud/2481381.html
احمدولي مسعود په خپله فیسبوک پاڼه کې بیا، بیا ټینګار کوي:«... همچنان، لقب قهرمان ملی در چارچوب و از مجرای قانون، یکبار با فرمان ریاست جمهوری، بار دوم با فیصلۀ لویه جرگه و بار سوم با مصوبۀ مجلس نماینده گان بار بار تصویب گردید.» https://www.facebook.com/massoudfoundation1
په لومړیو کې موږ هم منلي وه چې احمدشاه مسعود ته به په رښتیا سره د ولسمشر حامد کرزي لخوا په رسمي توګه په یو ځانګړي فرمان کې د ملي اتل ستاینوم ورکړ شوی وي او هم به د لویې جرګې لخوا(لکه څه ډول چې احمدولي مسعود وایي) د ملي اتلولۍ ستاینوم منل شوی وي، خو وروسته مو پام شو چې د احمد ولي مسعود ټولې ادعاګانې هوايي بڼه لري، داسې چې په اړه یې نه د ولسمشر د فرمان شمېره او نیټه وړاندې کوي او نه د لویې جرګې د پریکړې کوم سند ښکاره کولی شي، نو د ده پر خبرو باندې شکمن شوم او ټولې ادعاګانې یې بې بنسټه او دروغ راته ښکاره شوې، ځکه خو اړ شوم چې باید د ولسمشر حامد کرزي ځانګړی فرمان، د اساسې قانون او ملي شورا او نور اسناد ترلاسه او پخپله یې ولولم، لومړۍ مو د عدلیې په محترم وزارت کې د ولسمشر هغه ځانګړی فرمان، چې احمدشاه مسعود ته یې د ملي اتلولۍ ستاینوم ورکړی دی او په رسمي جریده کې خپور شوی د تر لاسه کولو په موخه د نوموړي وزارت د څو تنو ښاغلو کارکوونکو په مرسته پلټنه وکړه، خو هغه ځانګړی فرمان چې احمدولي مسعود یې ادعا کړي ده د عدلیې په وزارت کې موجود نه ؤ، یوازې د شهیدانو د ورځي د رخصتۍ په هکله (۲۷) ګڼه فرمان چې د احمدشاه مسعود له نوم سره د ملی اتل یادونه په کې شوي ده او د ملي اتل پر ستاینوم پورې څه تړاؤ نه لري ترلاسه شو، چې وروسته به پرې وغږیږو.
زموږ د څېړنې او پلټنې بله موخه د بېړنۍ (اضطراري) لویې جرګې او اساسي قانون د لویې جرګې پریکړې دي، چې احمدولي مسعود او د ده پلویان ټینګار کوي چې احمد شاه مسعود ته د ملي اتلولۍ ستاینوم د بېړنې لویې جرګې لخوا منل شوی دی او کله هم د اساسي قانون لویه جرګه یادوي.
اوس به لومړۍ د بېړنۍ لویې جرګې پریکړو ته راشو چې په ۲۱/۳/۱۳۸۱،ل،ل پیل شوه او نهه ورځې دوام یې وکړ. د بېړنې لویې جرګې ټول(۷۰) ساعته جریان ټکي په ټکي د آی، ډبلیو، پي، آر، د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان په ملاتړ د هیواد پر دواړو رسمي ژبو پښتو او دري باندې ثبت او په(۳۳۷) مخونو کې د(لويه جرگه اضطراری افغانستان) په نوم، د پي، ډي، اف په بڼه لیکل شوي او خپور شوی دی. https://iwpr.net/sites/default/files/download/publication/lj_transcripts.pdf
د نوموړي جرګې مشري ښاغلي قاسم یار کوله او د هیواد(۱۶۰۰) وکیلانو ګډون په کې کړی ؤ، جرګه وروسته له هغې راوغوښتل شوه چې د حامد کرزي د شپږمیاشتنی لنډ مهالي حکومت دوره پای ته ورسیده، نو اړینه وه چې د دوو کلونو لپاره د انتقالي حکومت، ولسمشر د وکیلانو د رایو له مخې انتخاب شي، چې په پایله کې ښاغلی حامد کرزی د (۱۲۹۵) رایو په ګټلو سره د انتقالي حکومت مشر وټاکل شو.
ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې جرګې ته وړانديز وکړ چې پخواني پاچا محمدظاهر ته د ملت د بابا د ستاینوم او یو شمېر نور واکونه منظورکړي، چې د جرګې د ګډونوالو لخوا د ښاغلي کزري لاندې وړاندیز په یوه غږ ومنل شو:
حامد کرزی:«... در اينجا ما اداره موقت که امروز روز ما پوره شده است افتخار داريم و نهايت افتخار داريم که بابای ملت خود را المتوکل علي الله محمد ظاهر شاه بابا را زعيم ملي افغانستان خطاب کنيم و برادران ما درکابینه لطف نمودند و گفتند چندي پيش، خيلي دير پيش، در روزهاي اولیكه حضورشان تشريف آوردند در افغانستان، حضور بحيث باباي ملت ياد شوند، ولي چون ما اين صلاحيت را به خود نمي ديديم که همچو کار بزرگي را بكنيم گفتيم که اين فيصله را لويه جرگه ميكند لهذا وظايف المتوکل علي الله محمد ظاهر شاه باباي ملت افغانستان و زعيم ملي از قرار ذيل پيشنهاد ماست.
۱. افتتاح لويه جرگه اضطراري.
۲. افتتاح شوراي ملي.
۳. افتتاح تسويد قانون اساسي و نظارت شخص حضور برامور آن.
۴. شرکت در صدر مناسبت های ملی و مذهبي يعني در روزهای جشن وعيد و تمام روز های که به مناسبت ملي ميباشند اينها در صدر همه ميباشند و پروتوکول دولتي و تشريفات دولتي به
حضور ايشان تقديم ميشود .
۵. حامي صلح و ثبات و حكم منازعات و مناقشات در افغانستان وسمبول وحدت ملی.
۶. تفويض وتعليق نشان ها و مدال ها و القاب.
۷. بعد از لويه جرگه حضور اعليحضرت به ارگ ، به حرمسرای خود، جای که ايشان شصت سال زندگي کردند تشريف ببرند.»(لويه جرگه اضطراری افغانستان: ۸ مخ)
«حامد کزري د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د ملت د بابا ستاینوم د تایید په هکله وویل:«او زه افتخار کوم چې تاسو وړمه ورځ، کله چې ما د افغانستان د پخواني پادشاه اعليحضرت ظاهرشاه لپاره د بابا ی ملت لقب و غوښت تاسو ډېرې پراخې چکې چکې وکړې او تاييد مو کړې کورمو ودان.» (هماغه سند: ۹۷مخ)
ولسمشر د جرګې له ګډونوالو څخه بیا، بیا مننه وکړه زیاته یې کړه:«خواهر ها و برادرهای عزيز ما بسيار خوش هستم که يك بزرگ وطن ما اعلی حضرت پادشاه سابق افغانستان به افغانستان تشريف اوردند و ممد وحدت ملی و صلح افغانستان شدند و ما از شما بسيار تشكر ميكنم، بسيار زياد تشكر می کنم که به آن لقب بابای ملت را داديد . از شما بسيار تشكر می کنم اباد باشيد سر افراز باشيد سلامت باشيد.» (هماغه: ۳۳۲ مخ)
جرګې ته ښاغلي حامد کرزي د خپل شهید پلار د شهادت یادونه هم وکړه، عبدالحق یې د ملت شهید وبللو او جرګې ته یې وړاندیز وکړ چې لوی مقام ورکړي او د ملت شهید یې وبولي، احمد شاه مسعود ته یې پخپله ملي اتل وویل، خو د ملي اتل د ستاینوم د منظورۍ لپاره یې لویې جرګې ته داسې وړاندیز ونه کړ چې د ملت بابا د ستاینوم په شان د جرګې لخوا تایید شوي وي، یوازې په خپلو خبرو کې یې وویل:
«قبله گاه من يگانه کسی بود که در اين راه کوشش کرد. از روزيكه افغانستان را شوروی گرفت او به نام لويه جرگه کار کرد و به همين نام شهيد شد و آرزويم بود که امروز يادش کنم. به همين ترتيب ما شهداي ديگري هم درکشور داريم، احمد شاه مسعود در دفاع از خاك افغانستان و دفاع از نواميس افغانستان جام شهادت نوشيدند و به دست بيگانه ، بيگانگان آمدند ، خود راکشتند تا يك قهرمان ما را به شهادت برسانند خداوند شهادت شانرا قبول کند .
و همچون شهداي ديگر هم داشتيم چون قوماندان عبدالحق شهيد بسيار به مظلوميت شهيد شد مرا گريه ميگيرد وقتي شهادت قوماندان عبدالحق را می شنوم که به دست طالبان به بسيار بيچاره گی به گلوله شهيد شد و افسوس من می آيد، خداوند شهادتش را قبول کند و از شما ميخواهم که براي شان در جات بلند بدهيد و شهيد ملت بخوانيدش.
به همين ترتيبی که امرصاحب شهيد ما قهرمان ملی افغا نستان است.»(هماغه سند:۱۰ مخ)
وروسته له هغې چې د شمال دوو تنو وکیلانو عمرقل او د جوزجان ولایت وکیلې انجنیر حسینه مخلص، جنرال عبدالرشید دوستم ته اتل وویل، ښاغلي حامد کرزي هم جنرال دوستم د سولې اتل وبللو، ده وویل: «من يك چيز بسيار جالب براي تان ميگويم امروز پيشين جنرال صاحب دوستم امده بود ، و در سخنان خود برای من گفت که من ميروم و من ميخواهم که بعد از اين از طريق صلح برای افغانستان از طريق خدمت برای مردم عام کشور از طريق نفرين بر تفنگ از طريق نفرين به داشتن تفنگ از طريق گم کردن تفنگ درسرتاسر افغانستان براي صلح افغانستان کارکنم. ومی فهميد که چه ميخواست؟ گفت خدا کند که روزی که ما از اين جهان ميروم من را مردم بنام قهرمان صلح ياد کنند که من اينقدر صلح را در افغانستان اورده باشم . ما ميخواهم که جنرال صاحب به همين تعهد صلح خود وفا کند و افغانستان را بطرف صلح ببرد انشالله و تعالي، درست است جنرال صاحب قهرمان صلح باشيد» (هماغه: ۳۳۱ مخ)
د جرګې په جریان کې د مزار شریف وکیل عطامحمد نور ګیله وکړه چې احمد شاه مسعود یې هیر کړی دی نو باید د ملي اتلولۍ ستاینوم ورکړل شي، عطامحمد وویل:
«ما لقب بابای ملت را به محترم شاه سابق قبول داريم وبا پيشانی باز استقبال می کنيم ولی متاسفم که از سردار شهيد و قهرمان ملی حرفی برده نشده ما پيشنهاد می کنيم به وکلای محترم نمايند گان نخبه ملت عزيز ما که لقب قهرمان ملی را به مسعود بزرگ اعطا فرمايند. زيرا امروز که همه دريک فضای اتحاد وحدت ومحبت ، همبستگی و اخوت و برادری قرار داريم و احساس مصئونيت می کنيم و هر برادر می تواند بلند شود و حرف خود را آزادانه بگويد و اظهار آرمان بکنند ، مطالب خود را ارائيه بکنند اين همه مصئونيت اين همه فضای دموکراسی و آزادی محصول خون صد ها شهدای عزيز اين وطن در راس شهدای عزيز وطن ما مسعود بزرگ است به اين اساس بازهم پيشنهاد می کنم که لقب قهرمان ملی به اين شهيد بزرگوار و عزيز اعطا شود.» (هماغه:۱۵۶مخ)
د عطامحمد له وینا څخه وروسته یو شمېر وکیلانو دې ټکي ته پام شو چې خپلو خپلوانو او د خپلې خوښې کسانو ته د ملي اتلولۍ او اتلولۍ ستاینومونه وغواړي، چې د وکیلانو، د دا ډول غوښتنو او ګډوډیو له امله د عبدالحق(د ملت شهید) ستاینوم چې د ولسمشر لخوا جرګې ته د منلو په موخه وړاندې شوی ؤ، بې پایلې پاتې شو.
میرمن تاجور کاکړ د خپلو خبرو په اوږدو کې د ولسمشر د وړاندیز په تایید وویل:«عبدالحق شهيد که يک قوماندان بود و درسخترين شرايط ظالمانه در راه آزادی وطن به شهادت رسيده بايد برای او لقب قهرمان داده شود.» (هماغه: ۱۵۱ مخ)
علی شاه مظلوميار د هلمند د ولايت وکیل:
د افغانستان د شهيدانو د کاروان پنځه سالار ، لکه قهرمان امير صاحب احمد شاه مسعود، قهرمان شهيد قوماندان عبدالحق منل شوی ملی مشر شهيد عبدالاحد خان کرزی، قهرمان شهيد الحاج محمد نسيم آخند زاده او قهرمان شهيد حاجي عبدالطيف شيرزی دې د افغانستان د ملت د ملی قهرمانانو په نومونو ووياړل شي . (هماغه: ۲۱۴ مخ)
دکنړ ولايت حاجی صاحب روح الله:
«...په اخره کې زه د استاد عطا په نوم يو پيشنهاد کوم چی شهيداحمد شاه مسعود ته بايد د قهر مان لقب ورکړل شي او دا چی دلته يقيناً شهيد احمد شاه مسعود چې څومره قربانيانې ورکړي دي څومره تکاليف برداشت کړي دي څومره چې د دې ملک دفاع کړي ده دا يقيناً د هيرولو وړنه ده او بايد هيره یې نه کړو او د دې په څنگ کې زموږ يوه ورورته چې په دې لاره کې شهيد شوی دی ، شهيد عبدالحق ته پرون کرزي صاحب په خپله خوله باندې د شهيد ملت لقب ورکړ دا بايد ملت ته قبول وي او دا د قبول وړدی موږ د کرزي صاحب نه د دې خبرې شکريه ادا کوو او الله دې هغې ته اجر عظيم ورکړي په اخر کې وروڼو موږ او ستاسو ټول د تروريستانو او د هغه چا ښکار شوي يو چې په دې ملک کې تاسو وليدله موږ خپل مشر شهيد جميل الرحمن چې زه د هغه وراره يم هغه هم د بی گانه وو د لاسه شهيد شوی دی هغه ټولې دنيا ته واضح دی چې د جهاد باني ؤ د جهاد بنسټ ایښودونکی ؤ په دې لاره کې قرباني ورکړي ده تکاليف یې ايستلی دی ».(هماغه: ۲۱۷ مخ)
کمال الدين مودودی وکيل صاحب ولايت غور:
«دادن لقب قهرمان ملی برای سپهسالار شهيد ابرمرد جهاد ومقاومت احمد شاه بزرگ را تائيد می نمائيم.» (هماغه: ۲۲۲ مخ)
سناتور تو خی:
«جناب رئيس! لازم وينم چی دوه کسه مجاهدين قهرمانان چی د افغانستان عبارت له آقای مسعود او عبدالحق قوماندان زموږ او تاسی په قطار که وجود نلري له ټولو وروڼو او د لويی جرگې د وکيلانو څخه زه خواهش کوم چې يو ، يو ورور د[درود] د دوی په ارواح کې ووايی »(هماغه: ۱۷۱ مخ)
عشرتی صاحب از ولايت باستانی غرنه:
«با درود و سلام بروح حضرت محمد مصطفی صلی لله وعليه وسلم و شهدای عزيز جهاد و مقاومت مردم افغانستان مخصوصاً قهرمان ملی کشور شهيد بزرگ احمد شاه مسعود.» (هماغه:۱۸۴ مخ)
محمد علم ايزد[یار] وکيل منتخب ولسوالی حصه سوم پنجشير:
«... در برابر هفت حملهء بزرگ ارتش سرخ مردانه مقاومت کردند[؟!] و درکنار همراه باساير ازاديخواهان و مجاهدين پر افتخار وسربلند دوبار علم آزادی کابل پايتخت تاريخی افغانستان را به قيادت قهرمان ملی افغانستان احمد شاه مسعود بزرگ برافراشتند...[؟!] که پس از شش سال پايداری وپايمردی وفداکاری بی نظير، که ياس ونااميدی همه کشور وجهان را فراگرفته بود پس از تقديم هزاران شهيد، در راس شهيد بزرگ جهاد ومقاومت قهرمان ملی افغانستان احمد شاه مسعود بزرگ جهاد ومقاومت به سرمنزل پيروزی رسيد،... .[؟!]» (هماغه: ۱۷۵ مخ)
نعمت الله زاهد از ولسوالی جرم بدخشان:
«باید ياد اورشد که جماعت و گردهمايی چيز ساده و خود رو نبوده بدون شک اين عطيه خداوندی نتيجه شهامت و فداکاری مردان و زنان افغان و نتيجه خون شهيدای به خون غنوده افغانستان در راس مجاهد شهيا[؟] و قهرمان ملی احمد شاه مسعود شهيد ميباشد و يکی از ارمان والا ی شهدای واقعی راه جهاد و مقاومت بوده» (هماغه: ۲۸۹ مخ)
محمد يونس قانونی وزير امور داخله اداره موقت افغانستان : «ما قرباني را از قهرمان ملي افغانستان احمدشاه مسعود بزرگ به ارث گرفتيم.»(هماغه: ۱۴ مخ)
عبد النسيم اسدی نماينده منتخب شهر کهنه کابل:
«من القابی را شنيدم از زبان جناب کرزی صاحب که به جناب محترم اعليحضرت محمد ظاهر شاه سابق کشور ما اعطا فرمودند تبريک می گويم، برای شان لقبی را شنيديم به جناب مسعود بزرگ قهرمان ملی[؟] تبريک ميگوئيم ،برای شان، لقبی را شنيديم به برادر بزرگ و مجاهد ما شهيد عبدالحق (شهيد ملت) قبول داريم تبريک ميگوئيم برای شان، اما شهرکابل استعداد آفريدن حماسه های را داشت ولايق لقب آن را نديديد . آيا دختر کابل که به عزتش تجاوز شد ( چک چک ) به حيثيتش تجاوز شد شايسته هيچ لقب را ندارد . آيا دختری که از منزل چهارم مکروريان به فرق زده شد (چک چک ) به او چه لقب را خواهد داديد؟ آيا مادری که بعد از بی عفت شدن دخترش دست به خودکشی زد به او چه لقب را خواهيد داد.»(هماغه: ۲۰۱ مخ)
دا چې هر وکیل کولی شول د خپلې خوښې کسانو ته ستاینوم وغواړي، نو په پای کې سناتور توخي له هیواد څخه د باندې پسې ووت او د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي لخضر براهیمي ته د سولې د اتلانو ستاینومونو غوښتنه وکړه، خو د غوښتل شوي ستاینوم پر ځای ولسمشر کرزي ښاغلي لخضر براهیمي ته د افغانستان یو ټوګ پاسپورټ ورکړ، سناتور تو خي وویل:
«... جلالتماب کوفي عنان او جلالتماب لخضر براهيمي چې په افغانستان کې صلح [سوله] پياده کړه ، دا موږ او تاسې چې نن پدې تالار کې ناست يو دا د لخضر براهيمي او د کوفي عنان لوی ارمغان ده چې افغانستان ته يې را وړ او افغانستان ته يې تقديم کی، موږ د دوی څخه ډير ممنون يو او د دوی څخه ډير تشکر کوو او د جناب رئيس صاحب مجلس او د دې لويې جرگې څخه يو خواهش کوم چې کوفي عنان او لخضر براهيمي د صلحی[سولې] قهرمانۍ يو افتخار بايد ورکړي .»(هماغه: ۱۷۲مخ)
ولسمشرحامد کرزی:
«... من ميخواهم اغاي براهيمي را ما يك پاسپورت افغاني بده يم که بعد ازاين همراي[همراه] ما افغان شود. تشكر.» (لويه جرگه اضطراری افغانستان: ۳۳۰ مخ)
دا وو د بېړنۍ لویې جرګې هغه ټکي چې د احمد شاه مسعود د ستاینوم په اړه یادونه په کې شوي وه، اوس به راشو د اساسي قانون لویې جرګې پریکړو ته چې د مسعود پلویان ادعا کوي چې نوموړي ته د ملي اتل ستاینوم ورکړل شوی دی:
لکه له نوم څخه یې څرګندیږي، د اساسي قانون لویه جرګه، د افغانستان د اساسي قانون د تصویب په موخه جوړه شوي وه، د هیواد اساسي قانون د ۱۳۸۲،ل،ل کال د لیندۍ له ۲۲نېټې څخه د مرغومي تر ۱۴نېټې پورې دوام درلود، د هیواد اساسي قانون یې په ۱۲ فصلونو ۱۶۲ مادو کې د رایو په اتفاق منظور کړ او د ولسمشر حامد کرزي لخوا توشیح شو.
دا چې احمد ولي مسعود دعوه کړي چې احمد شاه مسعود ته د اساسي قانون لویې جرګې لخوا د ملي اتلولۍ ستاینوم ورکړ شوی دی، په نوموړي قانون کې د احمد شاه مسعود، د ستاینوم او یا د ده په اړه، هېڅ ډول یادونه، نه ده شوي، یوازې د قانون په سریزه کې، چې د لویې جرګې د ګډونوالو لخوا لیکل شوي ده، د شمالي ټلوالې په غوښتنه او ټینګار د (مقاومت) د نوم یادونه په دې توګه ورزیاته شوي ده:«... د افغانستان د ټولو خلكو د سرښندنو، تاريخي مبارزو، جهاد او بر حق مقاومت د ستايلو او د وطن د آزاد ۍ د لارې د شهيدانو لوړ مقام ته په ارزښت وركولو... .»
زموږ د څېړنې پایله ښیي چې:
۱ــ د بېړنۍ لویې جرګې لخوا، احمد شاه مسعود ته د ملي اتلولۍ ستاینوم نه دی ورکړل شوی، تر دې چې د مسعود، د ملي اتل ستاینوم، د پخواني پاچا د (ملت بابا)، د شهیدعبدالحق(د ملت شهید) ستاینومونو په شان، د ولسمشر حامد کرزي لخوا، لویې جرګې ته، د منظورولو په موخه هم نه دې وړاندې شوی، سره له دې چې ولسمشر د شهید عبدالحق د ستاینوم وړاندیز جرګې ته وړاندې کړ،«و از شما ميخواهم که براي شان در جات بلند بدهيد و شهيد ملت بخوانيدش.» خو په اړه یې د ملت د بابا د ستاینوم غوندې پریکړه ونه شوه، ولسمشر د مسعود د ملي اتلولۍ ستاینوم، د جنرال دوستم(د سولې اتل) ستاینوم په شان یوازې په خپلو خبرو کې یاد کړ:«به همين ترتيبی که امرصاحب شهيد ما قهرمان ملي افغا نستان است.»
۲ــ په بیړنۍ لویه جرګه کې د ګوتو په شمېر لاندې وکیلانو، د مسعود په اړه ډول، ډول نظرونه ورکړل:
ــ عطامحمد د جمعیت غړي او د مزارشریف وکیل وړاندیز وکړ، چې مسعود ته دې د ملي اتلولۍ ستاینوم ورکړل شي.
ــ علي شاه مظلومیار د هلمند ولایت وکیل وړاندیز وکړ چې مسعود او نورو څلورو کسانو ته دې د ملي اتلولۍ ستاینومونه ورکړل شي.
ــ د کنړ ولایت وکیل حاجې روح الله د عبدالحق او خپل کاکا، جمیل الرحمن تر څنګ وړاندیز وکړ چې مسعود ته دې د ملي اتلولۍ ستاینوم ورکړل شي.
ــ کمال الدین مودودي د غور ولایت وکیل وویل چې د مسعود لپاره د ملي اتلولۍ ستاینوم تاییدوم.
ــ سناتور توخي پر مسعود او عبدالحق باندې د درود، د ویلو وړاندیز وکړ.
ــ عشرتي د غزني ولایت وکیل هم په مسعود باندې د درود وویلو او نوموړي ته د ملي اتل خطاب وکړ.
ــ محمد علم ایزد د پنجشېر ولسوالۍ وکیل پخپلو خبرو کې د احمدشاه مسعود له نوم سره د ملي اتل ستاینوم یو ځای کړ.
ــ نعمت الله زاهد د بدخشان د جرم له ولسوالۍ څخه، مسعود، د ملي اتل په ستاینوم باندې یاد کړ.
ــ محمدیونس قانوني هم د نورو څو تنو وکیلانو په شان مسعود ملي اتل وبللو.
ــ عبد النسيم اسدیي د کابل د زاړه ښار استازي مسعود ته(بې له دې چې د جرګې لخوا د ملي اتلولۍ ستاینوم ومنل شي) د ملي اتلولۍ ستاینوم مبارکي وویله، چې په حقیقت کې د ستاینوم د رد مانا او پیغور ورکول وو.
ومو ولوستل چې د بېړنۍ لویې جرګې له (۱۶۰۰) وکیلانو څخه یوازې(۱۰) تنو د احمدشاه مسعود، د ملي اتلولۍ په هکله په بېلابېلو ډولونو سره یادونه کړي ده، ټول پوهیږو تر څو د جرګې د هرې پریکړې په اړه اکثریت رایې ورنه کړل شي، د لسو او شلو کسانو په رایو باندې څوک ملي اتل، د سولې اتل او یا د نورو ستاینومونو جوګه (مستحق) نه شي کیدلی او کومه قانوني بڼه نه لري.
۳ــ که چېرې بېړنې لویې جرګې مسعود ته د ملي اتلولۍ ستاینوم ورکړی وای، نو د پخواني پاچا ښاغلي محمد ظاهر شاه، د(ملت بابا) د ستاینوم، ملي زعیم او نورو امتیازاتو او واکونو په هکله به په اساسي قانون کې، په دې ترتیب راغلي وای:
دولسم فصل
انتقالي حكمونه
يوسلو اته پنځوسمه ماده:
د ملت د بابا لقب او هغه امتيازونه چې د ١٣٨١ هجري شمسي كا ل د اضطراري لويې جرگې له خوا د افغانستان پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهر شاه ته وركړل شوي دي، د دې اساسي قانون د حكمونو له رعايت سره سم د ژوند تر پايه د دوى لپاره محفوظ دي.
۴ــ احمد ولي مسعود پخپله خوله اقرار کوي چې:«... و دیگر امتیازات رسمی «قهرمان ملی» تعریف شود ... باید حکومت وحدت ملی تعریف قهرمان ملی و امتیازات معنوی وی را مشخص سازد.» کله چې د حکومت لخوا د ملي اتل ستاینوم،(لکه د ملت بابا لقب او امتیازونه) نه وي تعریف شوی، دا مانا لري چې مسعود ته د ملي اتلولۍ ستاینوم هېڅ کومه مانا نه لري.
۵ــ ولسمشر ته د اساسي قانون په څلور شپيتمه ماده: ۱۹ فقره کې، د قانون له حكمونو سره سم د مډالونو، نښانونو او افتخاري لقبونو وركولو واک ورکړ شوی دی، خو لکه څه ډول چې ده پخپله د بېړنۍ لویې جرګې وکیلانو ته ویلي وو:«په هغو ورځو کې چې اعلی حضرت محمدظاهرشاه هیواد ته تشریف راوړ، په کابینه کې وروڼو وویل چې د ملت بابا په توګه دې یاد شي، خو دا چې موږ دا واک په ځان کې نه لیده، چې داسې لوی کار وکړم، ومې ویل چې دغه پریکړه لویه جرګه کوي... .» په دې بنسټ، د ملي اتلولۍ ستاینوم د ملت بابا، د ستاینوم په شان د ولسمشر له واک څخه لوړ دی، ځکه چې د ملي اتل ستاینوم د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لري، نه په ولسمشر پورې.
۶ــ د ولسمشر حامد کرزی لخوا د مسعود، د ملي اتلولۍد ستاینوم، کوم ځانګړی فرمان نه دی لاسلیک شوی، خو د مسعود خواخوږي، د دې لپاره چې نوموړي ته د اتلولۍ ستاینوم ته رسمي بڼه ورکړي، بې بنسټه ادعاګانې کوي چې:«... همچنان، لقب قهرمان ملی در چارچوب و از مجرای قانون، یکبار با فرمان ریاست جمهوری، بار دوم با فیصلۀ لویه جرگه و بار سوم با مصوبۀ مجلس نماینده گان بار بار تصویب گردید.»
د مسعود د ملاتړو موخه د ولسمشر(۲۷) ګڼه فرمان دی، چې د وږي میاشتې اتلسمه نېټه، د احمدشاه مسعود د وژلو ورځ د شهیدانو د ورځې د عمومي رخصتۍ په تړاؤ توشیح شوی دی، د نوموړي فرمان متن داسې دی:
د کار د قانون په(۴۱) ماده کې د (۱۱) جزء د ایزاد د توشیح په هکله، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رئیس فرمان
ګڼه:(۲۷)
نېټه:۱۷/۳/۱۳۹۳
لومړۍ ماده:
د افغانستان د اساسي قانون د(۶۴) مادې د(۱۶) فقرې د حکم له مخې، د کار د قانون په(۴۱) ماده کې د(۱۱) جزء ایزاد چې د ملي شوری د ولسي جرګې د ۳۱/۲/۱۳۹۱ نېټې د(۳۶) ګڼې او د مشرانو جرګې د ۷/۳/۱۳۹۱ نېټې د(۳۲) ګڼې مصوبو پر بنسټ (د وږي ۱۸د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت ورځ او د افغانستان د شهیدانو ورځ عمومي رخصتي) تصویب شوي، توشیح کوم.
دویمه ماده:
دغه فرمان له ایزاد او د ملي شوری له مصوبو سره یو ځای دې په رسمي جریده کې خپور او خپریدو له نېټې څخه دې نافذ شي.
حامد کرزی د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس
دغه فرمان وړاندې له هغې چې د ولسمشر لخوا توشیح شي، د وزیرانو شورا مصوبه وه چې ولسي جرګې ته د تایید لپاره لېږل شوي وه، د وزیرانو شورا مصوبه، د غویي په ۲۷/۱۳۹۱،ل،ل کال په لومړۍ پریګړه کې د ولسي جرګې لخوا د(ملي اتل احمد شاه مسعود نوم او ستاینوم)، د رایو په اکثریت سره رد او له مصوبې څخه وایستل شو او یوازې د وږي میاشتې اتلسمه نېټه یې د(شهیدانو د ورځې) په نوم عمومي رخصتي تصویب کړه، (خو له بده مرغه، لکه چې ټول پوهیږو، د ملي شورا ډېری وکیلان، فاسد، رشوت خواره، ډارن او د یو ټینګ دریځ لرونکي کسان نه دي) دغه وکیلان، درې ورځې وروسته له خپلې کړي پریکړې څخه په شا شول او د وزیرانو د شورا هغه مصوبه یې تایید کړه./ http://www.pajhwok.com/dr/2012/05/19
د یادولو ده چې د ولسي جرګې په وکیلانو کې، څلورو کسانو په دویمه پریکړه کې خپل سره کارتونه پورته کړل، چې له هغو څلورو کسانو څخه دوه تنه زموږ رښتني اتلي وکیلانې، آغلي آرین یون او آغلي شکریه بارکزۍ وه. (د نورو دوه تنو وکیلانو نومونه ونه موندل شول.) دا د همدغو وکیلانو د دویم ځل ناوړه پریکړې برکت دی چې د وږي میاشتې اتلسمه د هیواد په کلیزه(جنترۍ) کې د مسعود د شهادت او شهیدانو د ورځې په نوم، هر کال د نظار شورا لنډغړ د کابل ښار ته د مسعود د ورځې د لمانځلو په پلمه وسله وال لایونونه کوي، خلک وژنې او د خلکو په کورونو باندې ډزې کوي، چې تېر کال د ولسي جرګې وکیلانو، نذیز احمدزي او آغا لالي پر دفترونو باندې یې ډزې وکړې.
زما ښه په یاد دي چې کله خلک د ولسي جرګې له دویم ځل پریکړې څخه خبر شول، ډېرو خلکو د سپکو سپور تر څنګ دا خبره کوله چې ټول هغه وکیلان چې پخپله ژبه نه دي ولاړ، د دغو میرمنو، (آرین یون او شکریې بارکزۍ) بلا دې ورشي، د دوی ټکري دې په سرکړي خپلې لنګۍ او پټکي دې دوی ته ورکړي.
چې دستار تړي هزار دي/ د دستار سړي په شمار دي
***
د مردۍ په کارو بار کې/ تر زنانو شه قربان
په هر ځای چې په جنګ پېښ شي/ تل یې تېښته په میدان
خوشال بابا
ومو لوستل چې نوموړی فرمان د ولسي جرګې د وکیلانو د خیانت په نتیجه کې تصویب شوی دی، ځکه خو د باور وړ نه دی او په فرمان کې چې د احمد شاه مسعود له نوم سره د ملي اتل جعلي ستاینوم، یو ځای شوی، په رسمي او رښتيني ستاینوم پورې هېڅ تړاؤ نه لري، داسې لکه د یو فقیر سړي له اصلي نوم سره د خان کلمه مل شي، چې د خان په تش نوم سره فقیر سړی خان نه دی، بلکه همغه فقیر، فقیر دی. لکه وړندې مو چې ویلي دي(۲۷) ګڼه فرمان د شهیدانو د ورځې د عمومي رخصتۍ په اړه د کار د قانون په(۴۱) ماده کې د (۱۱) جزء د ایزاد په هکله توشیح شوی دی، په دې بنسټ د مسعود د ملي اتلولۍ له ستاینوم سره کومه اړیکه نه لري، موږ ته د دې څېړنې په پایله کې دا روښانه شوه چې احمد شاه مسعود د افغانستان په رسمي او قانوني اسنادو کې ملي اتل نه دی او باید ملي اتل ونه بلل شي.
۷ــ د احمد شاه مسعود له ملاتړو څخه غوښتنه کوم، که چېرې د مسعود د ملي اتلولۍ په هکله رښتني قانوني رسمي اسناد لری وړاندې یې کړئ، که نه نو، چا ته چې الله تعالَی عزت نه وي ورکړی څوک عزت نه شي ورکولی، عزت او ذلت د لوی څښتن په لاس کې دی:
﴿وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾
«چا ته چې دې خوښه شي عزت ورکوې او څوک چې وغواړې ذلیله کوې یې. ښیګڼه ستا په واک کې ده، بېشکه ته په هر څه قادر یې.» (د آلعمران سورت: ۲۶ آیت)
په پای کې د مرحوم مولوي محمد یونس خالص شعر:
کوڅه ډب
شيـطـان ترينه جـوړيـږي چې انسـان شـي کوڅه ډب / يـاران شي تـرې بـيـزاره، چې يـاران شي کوڅه ډب
نـن دلـتـه، سـبـا هـلـتـه، کـلـه سـم او کـلـه کـوږ شــي / سـم جـوړ شـي منـافـق، چې مسلـمان شـي کوڅه ډب
نوکـر د استعـمار شـي، خپـل ملـت په نـورو پـلـوري / د کوم هـيـواد چی پـوه مـلي ځوانـان شـي کـوڅه ډب
وبـا شـي قام کې ګـډه، د ژونـدون بـيــړۍ چـپـه شـي / د چـا چـې مـلايــا ن او واعــظـا ن شـي کــوڅـه ډب
وطـن سـا تلـی نشـي پـه چـوکۍ چـې کـړي جـنګـونه / ګيـدړې ترينـه ښې دي، چې زمـريان شي کوڅه ډب
د هـرې کوڅې سـپی شي، د هـرچا ډول ته به ناڅـي / ځان پـلوري په پـيسـو، چې مامـوران شي کوڅه ډب
پرون یـې د خـلـقـيـانـو، نن زمـونـږه مـداحي کړي / چـې کـلــه شــرمـيــدلــي شـاعـران شـي کـوڅــه ډب
وجـدان تـرې کـډه واخـلـي، لـيـاقـت یـې رزالـت شي / کم سيالو نه کم سيال شي، چې سيالان شي کوڅه ډب
خالصه خيردې غواړه چې شپې ورځې دې ترخيږي
که غـلـه شـي مـجـاهـد، او رهـبـران شـي کوڅـه ډب
پای