اې د سپرلي ښاپېرۍ

اې د سپرلي ښاپېرۍ
نن دې زما په زړګي
دسرو ګلونو وزر وغوړوه
نن دې د پرخو باران زما د زړګي په لمبو ووروه
اې د سپرلي ښاپېرۍ
ستا د جنت پر لمن
زه غوړېدلې سره ګلونه وېنم
هلته په څنډه کې
د شنو نکرېزو شنو پاڼو کې
لمبې د مېنې وېنم
زه د حرم پېغلټو
په خورو زلفو کې رېدي وينمه
د چا په لاس کې سرې غونچې د محبت وېنمه
په کې حوا وېنمه
چې د آدم مېنې ته
د سرو ګلابو په تنکېو څانګو د محبت له سما
رڼې قطرې وروي
زه ېې درشل کې د ياغي پتنګ په سوي وزر
رڼې رڼې پرخې د اوښکو وېنم
چې ېې آدم ورته په وير کې د تېر شوي هجران
په سرو لمبو بهوي
هر خواته مېنه وېنم
څوک سوځېدلې رټل شوي په خوږې مېنې دي
څوک هم دې ورک د خپل ارمان
په لاهوتي مېنه کې
هر خوا وږمې دې وږمې
د لاهوتي مېنې د پاکو هېلو
خو..........زما د جنت پر لمن
اې د سپرلي ښاپېرۍ
زما د جنت پر لمن
د سرو ګلونو پر ځای
د اور لمبې ټوکېږي
څه د راکت څه د ماېنونو په نوم
تور ښاماران غورېږي
هلته پتنګ نېشته دی
هلته ګولۍ الوزي
زما پېغلټو سرو نکرېزو پر ځای
د ورور او پلار وېنې په لاس تپلي
چاېې د يار په وېنو سره دستمالونه په تندي تړلي
څوک هم زما په شانې
د خپل زړګي له غېږې
چېرته کې لېرې په پردو ملکونو د خوارۍ شپې تېروې
اې د سپرلي ښاپېرۍ
زما جانان په سرو لمبو کې سوزي
ژوند مې ارمان دی ارمان
ښکلې ځواني مې په پردي وطن کې خاورې شوله
نه د وطن شوخو بادونو مې اوربل راخور کړ
نه خوېې خړې خاورې
زما پر لېمو پرېوتې
نه ېې د ېخ باران مهېنې پېغلې رانه تندی راښکل کړ
زما ژوندون د ارمانونو ژوندون
ډک له سلګېو اسوېلېو ژوندون
زه د ګلونو لېرې
د خپل وطنه لېرې د خپل زړګي نه لېرې
افغانستان نه لېرې
اې د سپرلي ښاپېرۍ
نن دې زما پر زړګي
د سرو ګلونو وزر وغوړوه
نن دې د پرخو باران زما د زړګي پر لمبو ووروه
اې د سپرلي ښاپېرۍ
اې د سپرلي ښاپېرۍ 
 
\"\"