د لارې سړی

چينې له شګو ډکې
کودي کودي پراته دي  
تر شا او خوا یې د منګېو کردوڼي
له دې شګلنو سغېدلو ډنډو
د مرګ زموللو سپینو سپینو
او
کوشنېو کبانو
د بدن وږم راځي
ویالی له وچو وچو لوټو ډکې
په کې ورستې دي د ګلولو نیلې
اوبه په لارو سر دي
لاروېو ورکه کړه لار
خدایه را پیښ کړې یو د لارې سړی
چې بیا کاروان وتړي
او بیا...
موږ لاره د منزل ونیسو
 
سید منتظرشاه هاشمي