زه څوک یم
زه څوک یم
یو اندیښمند
د اندیښنو له کاروان سره
زما لیدو نور لید لی
دتاریکو سره نا اشنا یم
روح مې روښانه بنیاد مې پاک
د ویرا نې سره نا پخلا یم
که زماوطن کې ظلم زور دی
که هر لور ته د دربیلو څادر خپور دی
خو مقدسه ویښتیا کې ځغلنده رڼا یم
ما په غیږ کې راو ړی نوی نړۍ ده
هغه کې عدل دی،انصاف دی او رڼا
نوی وخت یم نوی نسل
زاړه ټوله پاته شا ته
زه روڼ ستوری د سبا یم
ځغلنده رڼا یم
ځعلنده رڼا یم.
عبدالهادی ( ع )
وروستي