د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کونسلي لخوا د هیواد د خپلواکي د بیرته تر لاسه کولو د جشن راپور

 
متحده عربِي امارات ، دوبۍ ۱/۶/۱۳۹۶: په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جنرال قونسلي د خپلواکي ۹۸یمه کلیزه په شاندارو مراسمو سره ونمانځله. دغه مراسم روان کال د اګست میاشتې په ۲۳ مه نیټه د دوبۍ ښار په ګرند حیات هوټل کې په پراخه کچه، ملي ولولو اوهیوادنۍ مینه تر سره شول.
دغه ملي جشن د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د کوربه هیواد متحده عربي اماراتو او د  ګران هیواد افغانستان ملي سرودونه د تنکیو افغان ماشومانو په ښکلو غږونو کې وغږول شول او ټول حاضرین یی د درناوي لپاره په پښو ودریدل چې ماشومان له بې ساري تشویق سره بدرګه شول.   
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day46.jpgC:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day10.jpg
.په دې ستره نمانځغونډه کې د متحده عربي اماراتو د کابینې وزیرانو، لوړپوړو چارواکو، د کور ډیپلوماتیک غړو، په متحده عربي امارتو کې میشتو افغانانو ، فرهنګیانو، محصلینو ، قومي مشرانو، ملي سوداګرو او له کابل څخه راغلو میلمنو ګډو کړی وو.
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day39.jpgC:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day5.jpg
له هغه وروسته د کندهار په پیښه کې د اماراتو د شهید سفیر او نورو شهیدو ډیپلوماټانو روح ته د درناوي لپاره ۲ دقیقې چوپتیا غوره شوه او ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت هیله وښودله شوه او له اماراتو څخه د قربانیو له امله مننه وشوه او ډاډ ورکړل شو چې افغانان به هیڅکله هم په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو هڅې او قربانۍ هیرې نکړي او د شهیدانو یاد به تل پاته وي.
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day37.jpg
په دې لړ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د خپلواکي د ۹۸یمې کلیزې د بیرته تر لاسه کولو له امله دغې غونډې ته خپل پیغام وړاندې کړ :
ښاغلي ولسشمر په خپل پیغام کې وویل : د افغانستان او اماراتو اړیکې نه شلیدونکې دي او متحده عربي اماراتو د افغانستان له محدینو څخه دی، ولسمشر په افغانستان کې د اماراتو له قربانیو مننه وکړه او تر څنګ یی د کندهار په پیښه کې د شهیدانو لپاره دعا وکړه. ورسره جوخت ولسمشر په دوبۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جنرال قونسل د هڅو ستاینه وکړه او د نورو بریالیتوبونو هیله یی ورته وښوده.
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day20.jpg





ورپسې په دوبۍ او شمالي اماراتو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جنرال کونسل ښاغلی عبدالصمد افغان خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې ټولو راغلو میلمنو ته د هیواد د خپلواکي د بیرته تر لاسه کولو د ۹۸یمې کلیزې مبارکي وویله، ښه راغلاست یی ووایه  او د خپلواکي د سر لارې غازي امان الله خان د سرښندنو او میړانې ستاینه یی وکړه.
ښاغلي افغان وویل " شاه غازي امان الله خان اوس زموږ لپاره د فرد نه بلکې د یو فکر، یو مکتب او نظریې په توګه مطرح دی او د هغه کارنامې او اتلولي په تر ابده زمونږ له یاده نه وځي ".
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day25.jpg
هغه زیاته کړه " کله چې غازي امان الله خپلواکي بیرته تر لاسه کړه، سیمې او نړۍ ته یی دا پیغام ورکړ چې د استعمار په مقابل کې د افغانانو په شان په شهامت ودریږي، دا چې اوس مونږ له نړیوال ترویزم سره په جګړه کې ښکیل یو او تر څنګ ښه په ویاړ او ملي غرور د خپلواکي ورځ نمانخو دا د افغانستان دښمنانو ته ښکاره پیغام دی چې دا هیواد ځلانده تاریخ او هیڅ کله به دښمن ته سر ټیټ نکړي او ولس به تل د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي ".
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day39.jpgC:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day40.jpg
ښاغلي افغان په اخر کې ټول هیوادوال ملي یووالي، ورولۍ او له خپل مشروع نظام څخه کلک ملاتړ ته راوبلل او په څرګنده یی کړه چې دا ځل افغانستان د سولې، ټیکاو، اقتصادي پیاوړتیا، د قانون واکنۍ، ټولنیز عدالت او بشري حقونو پرمختګ ته کلکه اراده ولري او له فساد سره مبارزه یی په لومړيتوب کې ده چې بیلګې ټولو ته ښکاره دي چې ان نړیوالې ټولنې د افغان دولت د دغو هڅو ستاینه هم کړې ده.




ورپسې د هیواد څو تنو تکړه او هنر خوښو ځوانانو چې په ملي جامې یی اغوستې وې  ملي اتڼ تر سره کړ چې د ګډون کوونکو لخوا له تود هرکلي سره مخ شول او د لاسونو په پړکا بدرګه شول.
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day24.jpg
 
ورپسې په دغه پروګرام کې ګډون کوونکو بهرنیو ډیپلوماتانو د ښاغلي عبدلصمد افغان لخوا افغاني تحفې او چپنې ورکړل شوې او ستاینه یی ورته وکړه چې د ټولو حاضرینو لخوا ورڅخه مننه وشوه او د افغانستان د سوکالي او پرمختګ لپاره هیلې څرګندې کړې.
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day21.jpgC:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day23.jpg
له دې وروسته هغه ځوانان، مشران، سوداګر او دیپلومات چې د افغانانو لپاره یی د اسانتیاوو د رامنځته کیدو هڅې کړې وي او په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د ښو او لوړو په نمرو په تر لاسه کولو سره یی د افغانستان نوم یی اوچت کړی وو، د ښاغلي عبدالصمد افغان لخوا ورته ساینلیکونه او تحفې ورکړل شوې.
 
هغه کسانو چې ستاینلیکونه تر لاسه کړل ژمنه یی وکړه چې په دغو ستاینلیکونو سره د افغانانو او ګران افغانستان په مقابل کې د هغوی مسوولیت نور هم لوړ شو له دې وروسته به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کوي.
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day31.jpgC:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day29.jpg
په دغو مراسمو کې ګډون کوونکیو افغانانو د افغان دولت د هڅو ستاینه وکړه او په دوبۍ کې یی د افغانستان د کونسلۍ هڅې بې سارې وبللې.
په شارجه کې میشت قومي مشر حاجي اشرف خان چې په دغو مراسمو کې یی ګډون کړی وو، وویل، نن ډیر د خوشحالي احساس کوي چې له وطن څخه لیرې په دوبۍ  کې د ګران هیواد د خپلواکي د بیرته تر لاسه کولو ۹۸یمه کلیزه لمانځو، نوموړي هم د ټولو افغانانو تر منځ په اخوت او یووالي باندې ټینګار وکړ او هیله یی وښوده چې په هیواد کې تل پاته سوله ټینګه شي او ټول افغانان په یو ټغر سره راټول شي او د غمونو ټغر راڅخه لیرې شي، تر څنګ یی په دوبۍ کې د افغانستان د کونسلي له مشر او نورو اړوندو کسانو څخه مننه وکړه چې په دغه شان مراسمو سره یی دلته په اماراتو کې د افغانانو ولولې او له وطن سره د مینې احساسات ژوندي ساتلي دي.
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day32.jpg
د غازي امان الله خان په مشرۍ  باتورو او زړولو افغانانو وکړای شول چې   وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨ مه نیټه له  انګريزانو د هېواد خپلواکي بيرته ترلاسه کړي او هیواد د پرمختګ، او سوکالۍ لپاره مټې بډ وهي.
په دغو مراسمو کې یو تکړه او پیاوړي افغان موډل  (        )    هم ګډون کړی وو چې په ښکلو او ننداریزو هنرونو یی د خپلواکي دغه مراسم نور هم ښکلي کړل ، تر څو وکړای شو د افغانستان مثبته څیره او سور، تور او زرغون ښکلي بیرغ ارزښت نړیوالو ته ښکاره کړو او په ډاګه کړو چې افغانانو سوله خوښي او میړني خلک دي.  
د پروګرام په بله برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خپلواکي د نمانځنې لپاره ځانګړی کیک برابر شوی وو او دغه کیک چې د افغانستان په ښکلي بیرغ او نښان باندې ډیزاین شوی وو،  په دوبۍ  کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د محترم جنرال کونسل عبدالصمد افغان، په متحده عربي امارتو کې فرهنګي اتشې محمد صدیق امرخیل او په اماراتو کې د قومي مشرانو او ملي سوداګرو غوڅ شو چې د ټولو راغلو میلمنو او حاضرینو له خوا یی د ژوند ژوند افغانستان د نارو په بدرګه کولو سره تود هرکلی وشو.
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day35.jpg
په دغه پروګرام ګڼ شمیر خبریالان هم راغلی وو چې شمشاد ټلویزیون ، خلیج تایمز، نشنل، ګلف نیوز وام خبری اژانس، امریکا غږ هم شامل وو.
د پروګرام په بله برخه کې راغلو قومي مشرانو، ملي سوداګرو او ځوانانو په دوبۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جنرال کونسل ښاغلي عبدالصمد افغان ته د عزت لونګي په سر کړه او د هغه د فعالیتونو ستاینه یی وکړه او په کارونو کې یی ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
C:UsersSediq AmarkhilDesktopDubai-Indep-Day13.jpg
د پروګرام په پای کې افغان سندرغاړو ښکلې ملي سندرې وغږولې او ځوانانو ورته ملي اتڼونه وکړل او په دعایه سره سره دغه محفل پایته ورسید.