د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي- ممکنه تګلاره

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره جمعه په ډیویډ کمپ کې د خپل حکومت لوړ پوړو چارواکو او سلاکارانو سره د افغانستان پر اړوند ستراتیژۍ وروستي بحثونه وکړل. هیله کیده چې له دغې غونډې وروسته به ټرمپ نوې ستراتیژي د مطبوعاتو له لارې اعلان کړي خو د تفصیل ورکولو پرځای د امریکا ولسمشر په خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې د افغانستان په اړه ستراتیژي وروستۍ شوې او په دې اړوند مو ګڼې پریکړې کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې ستراتیژۍ د نهايي کیدو په خاطر د ټرمپ حکومت شا او خوا اته میاشتې سلا مشورې وکړې، چې په لړ کې یې یو شمیر لوړ پوړو امریکايي چارواکو افغانستان او سیمې ته سفرونه وکړل.
د ټرمپ حکومت د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ په نهايي کولو کې له طمعې زیات وخت مصرف کړ چې آن د امریکا د یو شمیر سیاستوالو د قهر سبب وګرځید. د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ د نهايي کولو په خاطر د زیات وخت نیولو لامل داسې څرګندیږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې د افغانستان د جګړې په ډګر کې محسوس پرمختګ وکړي او نه غواړي د هغې جګړې چې یوه نیمه لسیزه پخوا د امریکا د پخواني ولسمشر بوش له لوري پیل شوې وه   او وروسته  د اوباما په نوم بدله شوه د ټرمپ جګړه وګرځي. ټرمپ غواړي چې له دې سترې شخړې څخه په بریالیتوب ووځي او د امریکا د سیاست اتل شي او دا بریا د خپلو ټولو هغو ژمنو چې د ټاکنو پر مهال  یې له خپل ولس سره کړې وې ځایناستې کړي. نو همدا لامل دی چې ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه په پراخه پیمانه سلا مشورې او  هر اړخیزې ارزونې تر سره کړې. دا چې ټرمپ د ستراتیژۍ په نهايي کولو کې دومره زیات وخت واخیست د امریکا سیاست ټول اړخونه یې د خپلې تګلاري په وروستۍ کولو کې را ګډ کړل او دې کار سره یې وکولای شول چې د ناکامۍ په صورت کې تاوان د ټولو سرته ولیږدوي. بریا تنها د مشر او رهبر وي، د ځنډ بل لامل دا هم کیدای شي چې د یادې تګلارې په اړوند د ټرمپ د ځینو سلاکارانو لکه سټیف بینن او نظامي رهبرۍ ترمنځ د نظر ژور اختلافات موجود وو. بینن غوښتل چې په تګلارې کې دې افراطي بدلون راشي خو پوځي مشران له دغه آند سره مخالف وو.
د عملي تګلارې په اړه که بحث ته مخه وشي نو په ډاګه کیږي چې د افغانستان په اړه په تګلارې کې په بیلابیلو لارو چارو فکر شوې. که له یوه اړخه کلاسیک او تجربه شوې لارې د بحث برخه وي نو له بل اړخه بیا د ولسمشر ټرمپ ستر سلاکار سټیفن بینن غیر عادي او په نوې تګلارې کې د جګړې د مهارولو پخاطر د قرار دادي کمپنیو د ښکیلولو بحثونه هم وړاندې کړې وو. بحثونو ته په کتو داسې بریښي چې د افغانستان په اړه نوې تګلاره به په تیره یوه نیمه  لسیزه کې له شته تجربو تر څنګ د نویو ستراتیژیکو کړنو سره مل وي او دا به له دواړو کړنلارو یوه ګډوله وي.
 
د نوښتونو په برخه کې تر ډیره بریده داسې ښکاري جې نړیواله ټولنه او افغان حکومت به د چریکي مخالفینو پر ضد د مخامخ جګړې پر ځای د چریکي جګړې تګلاره خپله کړي. په تیرو پنځلسو کلونو او تر هغې دمخه د شوروي سره په جګړه کې دا ثابته شوې چې کلاسیکه محاربوي جګړه د چریکي جګړې پر ضد ګټورې پایلې نلري او په دې صورت کې د دښمن په پرتله د میشت نظامي ځواکونو د مرګ ژوبلې اندازه زیاته وي. د امریکایانو دا بحث چې که چیرې نوي عسکر افغانستان ته لیږل کیږي نو هغه به د ځانګړیو ځواکونو له ډلې څخه وي ددې خبرې پخلي کوي چې امریکایان د مخامخ جګړې پر ځای چریکي جګړې ته مخه کوي. همدا راز په افغانستان کې د ځانګړیو ځواکونو د ځواک او شمیر په زیاتولو پانګونه روانه ده چې په لړ کې د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو یو کنډک قل اردو ته لوړ کړای شوې دې. د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو د شمیر زیاتونه هم ددغې تګلارې د خپلولو برخه ګڼل کیدای شي.
 
د چریکی جګړې پر ضد د چریکي جګړې تګلاره هغه وخت بریالیتوب ته رسیدای شي چې د مخالفینو اصلی پټنځایونه چې د افغانستان له پولو وتلې دي له مینځه یوړل شي. که چیرې د مخالفینو اصلي پټنځایونه له مینځه لاړ شي نو دا به په مخالفینو د فشار یوه آله وګرځی او هغوي به د سولې مذاکراتو  په شمول په نورو لارو چارو فکر هم وکړي که نه نو دا تګلاره پرته له دې چې جګړه به له زماني لحاظه ګړندۍ کړي ډیرې مثبتې پایلې به ونه لري.
 
داسې بریښي چې د پټڼځایونو موضوع هم د تګلارې غوښنه برخه جوړوي، په دې لړ کې د امریکا د دفاع وزیر جمیزماتیس اردن ته د خپل سفر څخه تر مخه خبریالانو ته ویلي چې دا تګلاره به د سویلي آسیا لپاره وي. دا هغه څه دي چې شنونکو په وار وار پرې ټینګار کړي چې د افغانستان د جګړې د پایته رسولو لپاره اړینه ده چې دغې قضیې ته د سیمه ایزو عینکو وکتل شي. او یوازې د افغانستان په کور دننه اړخونو باندې تمرکز ونه شي. دا چې اوس ماټيس ویلې چې یاده ستراتیژي سمیه ایزه بڼه لري نو دا د افغانستان لپاره د امریکا نوی ستراتیژیک نوښت دي. خو هیله ده چې د سویلي آسیا څخه مطلب یوازې پاکستان نه وي، که څه هم پاکستان ددغه بحث مرکزي ټکی دی. په پاکستان د فشار راوړلو څخه تر مخه د چین سره د افغانستان په سر تفاهم ډیر اړین دي. مهمه ده چې چین او امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو په سره یو تفاهم ته ورسیږي که نه په پاکستان د فشار راوړل به ډیرې اغیزناکې پایلې ونلري ولې په دې صورت کې به  پاکستان د چین په ملاتړ د دغه  فشارونو اغیز راکم کړي. همدا راز په سمیه ایز بحث کې باید ایران هم له نظره ونه غورځول شي او د هغه هیوادونو په مرسته چې ایران سره ددغه هیواد د اتومي پروګرام په اړه یې تړون کړی فشار راوړل شي. تر څو دغه هیواد په افغانستان کې خپلې استخباراتي لاسوهنې ودروي، د یادونې وړ ده چې د اتومي تړون کوؤنکي هیوادونه د ناټو غړي هم دي.
په ستراتیژي کې یو شمیر پخوانۍ تګلارې هم کیدای شي چې پر ځای پاتې شي. په دې لړ کې په افغان حکومت باندې دیو شمیر شرطونو ایښودل دي. امریکا به د افغانستان له حکومت څخه د فساد سره د مبارزې، د حکومتولۍ اصلاحات او امنیتي سکتور کې د ظرفیتونو د لوړونې په اړه یو شمیر جدي ګامونو د  پورته کولو غوښتنه وکړي. په ځانګړي ډول په امنیتي سکتور کې مالي او کدري فساد کیدې شي یو تر ټولو مهم شرط وي. همدا راز هغه کړنلاره چې د افغانستان امیني ځواکونه به مخامخ په جګړه کې ښکیل وي او نړیوال ځواکونو به د دوي په روزنه او د اړتیا په وخت کې د مرستې د رسولو دنده ترسره کوي هم پرځای پاتې شي.
 
بله خوا د افغانستان په جګړه کې د قراردادیانو د ښکیلولو بحث که څه هم اوس غلې شوې خو دا کیسه لا هم پرځای پاتې ده. توپیر همدومره دې چې د پخواني بلیک واټر او د اوسني اکاډمي شرکت د مشر وړاندیز به په هغه بڼه چې ایرک پرنس وړاندې کړې وو نه پلي کیږي. د هغې اساسي لامل دا دې چې د امریکا پوځي چارواکي نه غواړي چې د جګړې واک دې له دوي څخه بل چاته ولیږدول شي او بیا دا یو تاریخ شي چې امریکاي پوځ د ناکامۍ له ویرې خپله جګړه په بل چا خرڅه کړه. په دې لړ کې د سټیف بینن چې د ولسمشر ټرمپ پخوانې ملګرې او د هغه د ادارې د ستراتیژیو د جوړلو سر لارې وو د پوځي او حکومتي مشرانو سره د افغانستان او په نړۍ کې د امریکا په نورو موضوعاتو کې د مخالف نظر درلودلو چې له کبله یې دندې لیرې کړاې شوې دې. دا راز هغه نظر نور له پلي کیدو پاتې دې چې قراردادیان دې د جګړې مشري په غاړه واخلي. خو دا په دې معنا نه ده چې د افغانستان په جګړه کې به شخصي امنیتي شرکتونه ونډه نه لري. د افغانستان د جګړې کې له پخوا څخه تر ننه پورې د امریکاي قراردادي امنیتي شرکتونه ګډون لري او همدا مهال کابو ۲۶۰۰۰ قراردادي جنګیالي په افغانستان کې فعالیت کوي.
 
د تګلارې په بحثونو کې چې یو څه نه لیدل کیږي هغه د سولې د بهیر ملاتړ دې. امریکاي چارواکو لخوا د نوې تګلارې په اړه په خبرو کې د مخالفینو سره د خبرو اترو هیڅ څرک نه لګیږي. د امریکایانو اوسنې تمرکز تر ډیره بریده په جګړه باندې ښکاري او دا لیدل کیږي چې دوي غواړي د پوځي فشارونو په مرسته مخالفین دې ته اړ کړي چې سولې ته غاړه کیږدي. د سولې او خبرو اترو د بحث له تګلارې ناسوبتیا به دا تګلاره په ټوله معنا سره نیمګړې او د پخوانیو هغو غوندې د مثبته پایلو څخه په واټن کې کړي. د افغانستان په جګړه کې که هر څومره د زور او ځواک خبره کیږي، باید د سولې او خبرو اترو دروازه بنده نه شي ولې چې د شخړو پایداره حل په سوله کې دې؛ نه ده جګړې د میدان په ګټلو کې.
 
بل اړخ ته د افغانستان حکومت د ستراتیژۍ په اړه چوپتیا او له بحثونو څخه دباندې پاتې کیدل ډیرې پوښتنې را ولاړوي. که څه هم د امریکاي چارواکو سره په مشورو کې افغانستان خپل نظر او اند په زغرده وړاندې کړی خو دا چې افغانستان د وروستیو بحثونو څخه دباندې پاتې شوې نو ویره شته چې د افغانستان حکومت کېداې شي د افغان کړکیچ سره د مبارزې په دې پړاو کې یوازې سیل کونکې واوسي چې دا به د ستراتیژۍ بریا ته ستر ګواښ وي. د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دوا خان مینه پال په خپلې یوې وروستۍ مرکې کې دا خبره کړې چې که امریکا د افغانستان دپاره هر ډول ستراتیژي جوړه کړي هغه به د افغانستان په ګټه وي. دا خبره دې ګمان ته لا پیاوړتیا ورکوي چې افغانستان په سترایژیکو بحثونو کې شتون نه لري.
په ټوله کې  امریکا د افغانستان د پاره نوې ستراتیژي تر ډیره بریده هغه تشې ډکوي چې په تیرو ستراتیژیانو کې یې شتون درلود چې په هغې لړ کې د کړکیچ د سیمه ایز اړخ ته کتنه تر ټولو مهمه ده. د افغانستان کړکیچ په اړه په سیمه کې د چین سره اجماع، په ایران او پاکستان باندې فشار به وکړاې شي چې د افغانستان د کشالې لورې بدل کړي. خو د سولې په اړه د وضاحت نه شتون د تشویش وړ خبره ده. بل اړخ ته د افغانستان په دغه ستراتیژیک پلان جوړونه کې غیر فعاله ونډه هم تر ډیره بریده د دغه تګلارې د ضعف ټکې دې. که چیرې افغانستان د پردې تر شا د بحثونو فعاله غړې اوسیدلې وي خو ښه ده که نه نو یو وار بیا به وارد شوې تګلاره تر ډیره حده نیمګړې وي.