
مشتاق رحیم/ د افغانستان د ډپلوماتیکو مطالعاتو مرکزد مشرتابه هیت غړې
د پاکستان صدراعظم نواز شریف د پاکستان د سترې محکمې د قاضیانو څخه جوړې یوې څیړنیزې ډلې په خپلو ټاکنیزو اسنادو کې د ده او دده د کورنۍ اړوند له هېواده دباندې د یو شمېر مالي کاروبارونو په اړه د معلوماتو د نه ورکولو له کبله له دندې لرې کړ.نواز شریف د پاکستان د اساسي قانون ۶۲ او ۶۳ مادې سره سم، چې له لوړ پوړو چارواکو غوښتننه کوي چې صادق او امین و اوسیږي، په رڼا کې د دروغو وېلو او حقایقو د پټولو په تور لرې کړې شوې دې. د ده ترڅنګ د ده د کورنۍ یو شمېر غړي چې دده لور، زوم او د اقتصادي چارو وزیر پکې شتون لري هم له خپلو دندو لرې کړې شوي دي. همدا راز دغه کسان د فساد ضد ادارې ته معرفي شوي ترڅو په دوي باندې د فساد اړونده قضیو کې څېړنې وکړي. د پاکستان ډېرو سیاسي ډلو د دغه پریکړې هرکلې کړې خو بله خوا بېا نواز شریف او د هغه سیاسي ډلې مسلم لیګ دا پریکړه ناسمه او د بې انصافۍ پر بنسټ ولاړه پریکړه ګڼلې ده.
که څه هم د محکمې پریکړه په حقاېقو ولاړه ده خو بنسټ یې بیا تر ډیره بریده سیاسي شالید لري. د پاناما لخوا خپاره شویو اسنادو کې له ۲۰۰ زیات پاکستانیانو نومونه را څرګند شو چې پکې د پاکستان د صدراعظم او د هغه د بچیو نومونه هم وو. د دغه اسنادو د خپریدو سره سم د پاکستان تحریک انصاف ډلې چې پخوانې د کرکټ لوبغاړې عمران خان یې مشري کوي قضېه محکمې ته یوړله او په دې اړه یې د قضاي څېړنو غوښتنه وکړه. د یادونې وړ ده چې د دغه قضیو د را برسېره کیدو څخه ترمخه تحریک انصاف د پاکستان د مې ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې د پراخه درغلېو په اړه پراخه لاریونونه وکړل. د لاریونونو په لړ کې دغه ګوند د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ۱۲۶ ورځو دپاره په سړک، سره د خپلو پلویانو، کیناست ترڅو مسلم لیګ اړ کړي چې حکومت پریږدي. دا هغه مهال وو چې د چين ولسمشر غوښتل پاکستان ته د سي پېک د پروژې (CPEC) د لاسلیک دپاره لاړ شي خو د لاریونونو له کبله هغه ونه توانېد چې دا سفر تر سره کړي. وروسته بېا د یو سیاسي جوړ جاړي په لړ کې عمران خان او دهغه ډلې خپل لاریون پای ته ورسولو.
که څه هم د نواز شریف له دندې لرې کیدنه د سترې محکمې د پریکړې سره سم شوي دي خو دا چې د پاکستان ټولې ادارې د پوځ تر مخامخ او معلوم اغېز لاندې دي نو د محکمې دا پریکړه هم د قضاي غوښتنو پرځای د پوځ د خوښې مطابق وشوه. همدا لامل دې چې د محکمې د پریکړې د نمانځنې پرځای باید د دغه پریکړې اړونده شالید ته نظر واچول شي. نواز شریف د پاکستان سیاست ته د اتیامې لسیزې په اوږدو کې د پاکستان استخباراتو راوست ترڅو د خپل دښمن د خلکو ګوند )پاکستان پیپلز پارټي) مخه پرې ډب کړي. د ۹۰ لسیزې په پېل کې نوازشریف او د ده ګوند مسلم لیګ حکومت ترلاسه کړ خو وروسته د ریس جمهور سره د مخالفتونو له کبله له دندې لاس په سر شو. نوازشریف په دویم وار په ۱۹۹۶ز کال کې په دویم وار د خلکو د پراخ ملاتړ په مرسته بېا د هیواد صدراعظم شو. د پراخه ولسي ملاتړ له کبله نواز شریف د پاکستان په نظام کې د یو لړ پراخه او انقلابي بدلونونو په لټه کې شو. د دغو اصلاحاتو په لړ کې نوازشریف غوښتل چې د هیواد پوځ د ملکي حکومت تابع کړي. د دغه هڅو له کبله په نواز شریف پوځي کودتا وشوه چې په لړ کې یې نوازشریف له حکومته لرې او زندان کې واچول شو او د حکومت واګې د وخت لوې درستیز پروېز مشرف لاس کې واخیستې. نواز شریف وروسته بېا په دې شرط چې د لسو کلونو دپاره به هیواد پریږدي د امریکاي چارواکو او سعودي حکومت (نواز شریف د سعودي شاهي کورنۍ سره شخصي اړیکې لري) په منځګړیتوب سعودي ته لاړو.
د ۲۰۰۰ کلونو په اوږدو کې نواز شریف خپلې د تبعید د لس کلن دورې د تکمیل څخه وروسته هیواد ته بېرته ستون شو او په ملي سیاست کې یې بېا منډې ترړې پېل کړې. د دغه هلو ځلو په لړ کې نواز شریف ۲۰۱۳ کال په ټولټاکنو کې بریا ترلاسه کړه. خو دا چې نوازشریف د پوځ سره د نویمې لسیزې عقده په زړه کې درلوده نو پوځ هڅه کوله چې د نواز شریف د بریا مخه ونیسي. وروسته بیا د پوځ سره د پټو خبرو اترو پر مټ، چې نواز شریف کشر ورور او د پاکستان نامتو سیاستوال شهباز شریف مخ ته وړلې، پوځ سره دې موافقې ته ورسېد چې که حکومت لاس ته راوړي نو د پوځ سره به دښمني نه پالي. همدا وو چې پوځ د نوازشریف د مخالفت څخه لاس په سر شو.
خو نوازشریف حکومت لاس ته راوړلو سره سم پخواني لوې درستیز او ریس جمهور پروېز مشرف ته لاس ور واچولو او د هغه د محاکمې هڅه یې وکړه. مشرف چې د تقاعد څخه وروسته هم د پوځ پوره ملاتړ د ځانه سره درلود د نواز شریف له کبله ډیرو سختېو د ګاللو څخه وروسته د پوځ د پټې مداخلې پر مټ له هیواده په وتلو بریالې شو. د دغه کړنې له کبله پوځ یو وار بیا د نوازشریف په مخالفت ودرید خو دا چې د څه کولو موکه یې نه درلوده نو عملي ګام یې پورته نه کړې شو. خو د دې چارې له کبله یې د نواز شریف پر ضد خپلې موضعې پیاوړي کول پیل کړل.
د پوځ سره د نواز شریف دویمه شخړه هغه مهال راغله کله چې د پوځ او ملکي حکومت مشرتابه په سیمه کې روان تاوتریخوالي او د ګاونډیو هیوادونو کې د لاسوهنې له کبله د پاکستان د منزوي کیدو په اړه بحث کولو. په دغه ناسته کې د آې ایس آی د مشر او د نواز شریف د ورور ترمنځ تاوتریخوالې منځ ته راغې. د دغه کړکیچ راپور وروسته بیا د ډان ورځپاڼې د ژورنالست سیریل آل میده لخوا په دغه ورځپاڼه کې خپور شو چې بیا وروسته ډان لیکس ونومول شو. پوځ د خبر مطبوعاتي کېدل د حکومت قصدي هڅه وګڼله او په لړ کې يې د نواز شریف ضد احساسات لا را وپارېدل. نواز شریف هڅه کوله چې پوځ دې ته اړ کړي چې د ګاونډیو هیوادونو په چارو کې د لاسوهنې څخه منع شي ترڅو هیواد یې اقتصادي پرمختګ وکړي. د نواز شریف دغه غوښتنه د پوځ او د استخباراتو د عمومي پالیسۍ ضد یو څه وو او دا پوځ ته د منلو نه وو.
د پوڅ را پاریدنه د دې لامل شوه چې د نواز شریف ضد د پاناما اړوند قضیه محکمې په چټکۍ مخ ته یوړله. محکمې په پای کې نواز شریف د یوې ډیرې وړې موضوع په سر چې ګوندې په اماراتو کې د خپل د زوې د یو شرکت د مامور په توګه یې اخیستې معاش په خپلو ټاکنیزو اسنادو کې نه و ښودلې له دندې لرې کړ. د ېادونې وړ ده چې نوازشریف د خپل زوې په شرکت کې د مامور د دې دپاره ښودل شوې وو ترڅو د اماراتو اقامه ېا دایمي ویزه واخلي. دا چاره د سیمې په هیوداونو کې کوم بې سارې خبره نه دې او د هند، پاکستان، افغانستان، بنګله دیش او داسې نورو هیوادونو ډیرې مشران دا ډول اقامه د ځانه سره لري.
د پوځ سره د ټکر ترڅنګ نواز شریف امریکا او سعودي د چین سره د ۶۰ ملیارده ډالرو د لګښت درلودونکې پروژې د لاسلیکولو له کبله له ځانه خپه کړل. دا چې امریکا د چین په سیمه کې د غزونو مخالف دې نو د نوازشریف د سي پیک لاسلیکول امریکا هم را وپاروله. همدا لامل وو چې د روانې قضیې په اوږدو کې امریکا نوازشریف ته د مرستې لاس ورنکړ. د یادونې وړ ده چې د پاکستان په ادارو امریکا هم پوره اغیز لري او که چېرې دغه هیواد د نوازشریف ملاتړ کړې وای نو شونې وه چې نوازشریف اوسني برخلیک سره نه وای مخامخ شوې.
بله خوا د سي پېک قراردادونو په اړه هم د نواز شریف او پوځ ترمنځ اختلافونو شتون درلود. نیشنل لاجسټک چې د پوځ رغنیزه برخه ده ډیرې وخت ملي پروژې له حکومت څخه اخلي او بېا یې د متقاعدو پوځیانو شخصي کمپنیو ته په دویم لاس قرارداد ورکوي. دا چې نواز شریف د پوځ سره عقده درلوده نو هغه نه غوښتنل چې نیشنل لوجیسټیک دې ډیرې پروژې د سي پیک په لړ کې ترلاسه کړي. همدا راز دا چې نوازشریف خپل یو سوداګر دې نو تر ډیره بریده یې غوښتل چې پروژې په خپله او یا هم دده ملګري ترلاسه کړي. دا هم پوځ د نوازشریف ضد کیدو ته اړ کړ ولې چې پوځ د ځان دپاره نیشنل لاجسټیک کمپنۍ حیاتي اداره ګڼي ولې چې د پوځ مالي پیاوړتیا د دوي د پاکستان په سیاست کې د اغیز یو بنسټیزه سرچینه ده.
یو بل بحث چې تر اوسه تر ډیره بریده د توطیې د مفروضې(Conspiracy Theory) تر حده پورې شتون لري هغه دا ده چې غربیان د دې په تکل کې دي چې د چین د یوې کرښې یو سړک (One Belt One Road) ارمان مخه ونیسي او د دې دپاره باید د سي پیک د پلي کیدو مخه ونیول شي. دا چې پاکستان په نړۍ کې تر ډیره بریده منزوي شوې دې، شونې ده چې د دغه حالت په راتلو کې د سي پیک پروژې تطبیق هم یو لامل وي. دا چې د پاکستان استخبارات غرب او په ځانګړي ډول امریکا خوشاله کړي، کیدې شي پوځ غربیانو ته د دې قناعت ورکولو په موخه چې ګوندې دوي د سي پیک مخه نیسي، د سي پیک طراح یې له حکومته و ویست. تر ډیره بریده شونې ده چې د خپلې عقدې د پاللو ترڅنګ پوځ د غربیانو سره هم لوبه کوي ترڅو د دوي قهر را کم کړي. د پاکستان په مطبوعاتو کې داسې تبصرې هم وشوې چې د اګست او اکتوبر ۲۰۱۴ ترمنځ د عمران خان لاریونونه هم تر ډیره بریده د غرب پروژه وه چې عمران خان پلي کوله او هڅه یې وه چې د سي پیک مخه ونیول شي. خو دا هغه څه دي چې د تحلیل په توګه وړاندې کول به یې دا مهال یو څه ناسم وي او باید د لامل په توګه د لا څیړنې موضوع په توګه واخیستل شي.
دا چې پاکستان د افغانستان ګاونډي دې او د افغانستان په چارو کې د خپلو استختباراتو پرمټ مستقیم دخیل دې نو د د دغه هیواد سیاسي بدلونونه لږ یا ډیر اغیز په افغانستان هم لري. مسلم لیګ د خپل جوړښت څخه تر ننه د اشرافو حزب پاتې شوې او نواز شریف هم یو پانګوال دې. د مسلم لیګ په حکومت کې، او په ځانګړې توګه په تېرو کابو دریو لسیزو په اوږدو کې چې نوازشریف د دغه حزب لخوا د حکومت مشري وخت ناوخت ترلاسه کړې ده تر ډیره بریده هڅه کړې چې اقتصادي پرمختګ دپاره کار وکړي او په دغه لړ کې یې لوې ملي پروژو د پلي کولو هڅه کړې ده. د اقتصادي پرمختګ په لړ کې تېرو دوه لسیزو په اوږدو کې نوازشریف په دې نظر شوې وو چې اقتصادي پرمختګ دپاره باید په سیمه کې پاکستان نظامي مداخلو څخه لاس واخلي. د همدا موضوع په سر د نوازشریف او دده د حکومت د پوځ سره شخړه جوړه شوه چې وروسته بیا د ډان لیکس په توګه را برسېره شوه. همدا راز نوازشریف په پټه د هندوستان سره هم اړیکې پاللې او غوښتل یې چې اوسنې روان د تاوتریخوالي وضیعت سمونې دپاره کار وکړي. په دې لړ کې نواز شریف د هندوستان یو لوې سوداګر سجن جندال سره د ۲۰۱۷ز کال په اپریل کې په مري کې پټه ناسته درلوده چې دې خبرې هم پوځ او هغه ډلې چې په سېمه کې د پاکستان د استخباراتو د لاس وهنې ملاتړي دي را وپارول.
د خپلو هلو ځلو په لړ کې نوازشریف هڅه کوله چې پوځ اړ کړي ترڅو د سیمې په هیوادونو کې د نظامي مداخلې لاس واخلي او د دغه منډو ترړو په سر کې افغانستان سره د اړیکو ښه کول د نواز شریف کاري لومړیتوب وو. په دې موخه هغه د تیر یو کال په اوږدو کې د بیلا بیلو ملکي او مدني پلایو د را لیږلو په مرسته غوښتل چې د افغانستان حکومت سره ډپلوماتیکو چینلونو خلاصون دپاره کار وکړي. په بل عبارت، نواز شریف هڅه کوله چې په سیمه کې پاکستان ته جوړې دښمنۍ را کمې کړي. خو دا چې نواز شریف د امریکا او چین ترمنځ د خپلو اړیکو کې یو توازن ونه شو ساتلې او بله خوا یې پوځ سره دښمني بې ساري برید پورې ورسوله نو هغه ونکړې شو چې خپل موخې وپالي.
دا چې پوځ اوس د یوې وړې مالي ستونزې له کبله د سترې محکمې په مرسته نوازشریف له دندې لرې کړ نو اوس ټول سیاستوال به په ځان ډاریږي. د اساسي قانونو د ۶۲ او ۶۳ مادې په کارولو سره هر هغه څوک چې د پوځ او استخباراتو نه وي خوښ له صحنې په اسانۍ سره لرې کېدې شي. همدا لامل دې چې پوځ د پاکستان په سیاست کې د خپل شته ځواک د څو چنده کېدو په درشل کې دې. بله خوا به دغه اداره د سي پیک د چارو د سستوالي پر مټ په دغه هیواد جوړ نړیوال فشار څخه هم ځان خلاص کړي چې دا به هم پوځ لا پسې پیاوړې کړي. دا چې د افغانستان په چارو کې مداخلې د پوځ لخوا ترسره کیږي، د پوځ او استخباراتو دومره پیاوړتیا به د پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه لا زیاته کړي چې له کبله به یې د افغانستان د جګړې اوسنې اور لا پسې د ګرمیدو لور ته لاړ شي.
د دې دپاره چې د پاکستان دا لوبه نړیوالو ته روښانه شي، افغانستان باید فعاله ډپلوماسي په کار واچوي ترڅو نړیوال په دې لوبه پوه کړي. همدا راز، افغانستان باید په سیمه کې خپله ډپلوماسي، په ځانګړي توګه چین سره، باید لا پسې فعاله کړي ترڅو د هغوي ملاتړ وګټي. بله خوا ته افغانستان باېد هڅه وکړي ترڅو د پاکستان مدني ټولنو له لارې، که څه هم د دغه چارې اغیزمنتوب دومره ډیر نه دې پاتې شوې، په پاکستان کې دننه مدني او سیاسي هلې ځلې وکړي ترڅو پر پوځ فشار جوړ وساتي. او په پای کې د نړیوالو ملګرو په مرسته د افغانستان حکومت باید د پاکستان استخباراتو سره د خبرو اترو پرمټ د اړیکو په پراخوالي کاروکړي. خو دا وروستې کار به دومره اسانه نه وي ولې چې د پاکستاني پوځ غوښتنې د تل دپاره د افغانستان د ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا ضد پاتې شوي دي. د پاکستان اوسنې وضیعت د افغانستان او د افغانستان د ملاتړو هیوداونو دپاره نوې ننګونه ده او اړینه به وي چې افغانستان د خپلو نړیوالو ملاتړو سره یو پیاوړي کاري پلان پر مټ د پاکستان اوسني وضیعت په مقابل کې کار وکړي.