پام

هرڅه ته په دقت ګوره .
حواس دی بیداره ساته .
اسباب ، عوامل او مناشی په پام کښی نیسه .
پل دی غلط لیاره مه ږده .
پوره خوښیار او بیداره اوسه ، بد بیني بده ده .
خوښبیني هم اندازه لری .
نو پام کوه چی د بدبیني او خوشبیني مفیده اندازه پیدا کړی .
خطائی بده ده او تکرارئی شنیع دی، نو اول کوښښ کوه چی خطا نه شی او که خطا شی باید د شناعت سره مواجه نشی .
پام کوه چه ونه ښوئیږی ؛ او که د ښوئیدو احتمال وي، نو امسا د ځان سره ملګری ساته .
بیا هم وایم :
پام کوه چی خطا نشی ؛ او که خطا شوی، د خپلی خطائي څخه باید عبرت واخلی تر څو بیا خطا نشی ... ځکه چی دغه شان عادت د انسان منزلت ټیټوی.
خلک ډیر هوسیږی چی د خپلو شخصي منافعو د لاس ته راوړلو لپاره خلک تیر باسی ، که څه هم د شخصي منافعو لپاره تیرویستل ګناه ده .
تیرویستل کمزوری ده ! تیرویستل اخلاقي ضعف دی او دا دهغو کسانو کار دی کوم چی په میړانی نشی کولی مطلب لاس ته راولی . تیرویستل اعتماد او اطمینان له مینځه وړي ، او په جامعه کښی تیرویستونکی کسان آخر د رسوائی سره مخامخ کیږی . تیروتل سادګی او تیرویستل نا ځوان مردی ده، نو پام کوه چی نه ساده او نه نا ځوان مرد اوسی .
ننی عصر ډیر ایجابات لری ؛ او په ننی عصر کښی زرنګی زیاته شـوی ده . نو پام کـوه چی تـل د شرایطو، ایجاباتو او د زرنګیــو خیـال د ځـان سره قـوي وساتی .
احتیاط ښـه دی؛ خو چی د احتیاط څخه مضر احتیاط جـوړ نشي او د جمود او خمود موجب و نه ګرځي .
شکاکي بده ده ؛ هغه دا چی هر څه ته په شک وکتل شي او په شک کښی بیاهم شک پیدا شي، او که نه ډیر کرته شک د تصفیی ، یقـین او باور موجب ګرځي . نو پام کـوه چی څو مره شک څخه باید کار واخستل شي؛ همدا وجه ده چی شک د علمــاو او اهــل دل خاونـدانو په نزد ، د علم او معرفت لپاره یو ضروري پړاو ګڼل کیږی.
اعتـدال ښه شی دی ؛ خو د اعتـدال پیژندل ګران کار دی او د اعتدال مدعیان ډیر دي ، مګر ؛ په عملي صحنه کښی د اعتدال پیدا کـول اکثر د خبطونو سره مواجه کیږی او د عامه منافعو د تامین د اټکل په اساس زیات غور او دقت ایجا بوي. نو پدی اساس د اعتدال معلومول باید د ټکولو پوهانو یوه پیاوړی کمیټه او یا کمیټی تخمیني کړی.
مونږ ټول غواړو چی په سمه لیاره روان اوسوو، او دلیاری د پاسه خڼد او خار نوي . خو دا چی سمه لیاره کومه او ورڅخه څنګه خنډونه او خار لری شي ، دا مطلب موندل ګران کار دی چی پوره بحث او پا ملرنی ته ضرورت لري .
ژوند سراسر لوبه ، یا حرکت ، فعالیت ، هڅه ، کار او عمل دی ؛ خو دا چی دا لوبه او یا دا حرکت، فعالیت ، هڅه ، کار او عمل د ښی نتیجی موجب شي . پوره پام لرنی ته ضرورت لري .
راتلونکی حالات مرموز دی ؛ خو د علائمو او قرائنو په حساب او تخیل کښی کیدی شی چی ورته ښه پلان او نقشه ترتیب کړی شي . نو باید مونږ را تلونکی حساب هم پوره په پام او نظر کښی ونیسوو.
د خیر مفکوره د خیر او خیرونو مولــد ګرځی او زیات دوام او حسن عاقبت به پیدا کوی ، د شر مفکوره که څه د شر او شرونو مولد ګرځی ؛ خو زیات دوام او حسن عاقبت نه لری.
نو په دی اساس : باید په جوامعو کښی په عاملانه ډول د خیر احساس قوي وساتل شي ، او پام و ساتو چی د شر په مقابل کښی عالمانه مجادلی ته دوام ورکړی شي .
***
سعید افغاني
د سنبله میاشت ، د ۱۳۶۱ هجري شمسي کال ــ کابل
 ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »