په افغانستان کې انارشیسزم څه جوړ کړي؟

انارشیستان د ټولنې هغه قشر دی، چې په انفرادي ازادۍ باور لري؛ او په خلکو کې د ځان ځانۍ او بې اتفاقۍ اچولو هڅه کوي. له بدمرغه یاده انارشیستي طبقې پدې وروستیو کې په افغانستان باندې هم د راج څادر غوړولی دی؛ ورځ تربلې دا منفور انارشیستان پدې هڅه او تلاش کې دي، چې د دولت ضد عناصرو ته په تبارز په ورکولو سره د یو مترقي دولت ضد واقع او او په وړاندې یې د خنډونو د ایجادولو کوشش کوي افغانستان یو د هغو هېوادونو څخه دی چې افراط ګرايان او انارشیستان یې د پردیو په لمسون سره د اوسني نظام دې تحقیر او منزوي کیدو پلوي دي ځکه په یو مترقي نظام په خپلو پښو ولاړ دولت په شتون کې د انارشیستانو ګټې نه تضمینږي.
 نو همدې خاطر خپلو موخو ته د رسیدو لپاره موقت ائیتلافي ګوندیز انارشیستي ډلو، ټپلو سره یو ځای کیږي او کوشش کوي چې د حاکمې مستحکمې طبقې، نظام او دولت په وړاندې د ټولنې څخه نور اشخاص او فراد له ځان سره ملګري کړي ترڅو ورڅخه په انارشیستي فعالیتونو کې ترې ګټه پورته کړي خو دغې ډلې له څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه هیڅکله هم پدې نه دي توانیدلي چې دایمي او منظم تشکیلات رامنځته کړي.
 نو لحاظ په اوسني پېر کې لکه څنګه چې موږ له یو پلوه  د یوې پرادۍ استخبارتي او نیابتي جګړې سره مخ یو له بله پلوه په کور دننه یو لړ پردیپال د افغاني ګډو ارزښتونو په وړاندې سره په جنګ دي چې دا ډول وضعیت په لوی لاس د شته هر ډول امکاناتو په ډاګ ویشتل دي؛ او پرادیو ته په لوی لاس ددې زمینه سازي کوي چې په اسانۍ سره د پاک افغان خاورې څخه په استفادې خپلو کرغېړنو موخو ته ورسیږي نو پدې اساس هغه کړۍ چې په اوسني نازک وضعیت کې اوبه خړوي خپله په لوی لاس د ځان د بربادۍ طرحه جوړوي.
 ددې په ځای چې په خپلو موقتو ګټه سره سلا شي ښه داده چې د یو ملي قیام له لارې په ملي مسئایلو کې سره یو شي؛ او د فردي ګټو په ځای په ملي ګټو سره متمرکز شي او د اوسني نظاک په وړاندې د هرډول ننګونې په صورت کې په ټولیز ډول د نظام ننګه وکړي؛ ځکه په انارشیستي عقیده سره بدون له دې چې څه په لاس ورشي یوازې او یوازې به ځانونه په تاریخ ته مخ توري کړي او خپل اوسنی پرتم به له خاورو سره خاورې کړي نو هیله ده چې اوسنی نظام هم په ځان کې دومره تومنه پیدا کړي چې حداقل هغو اشخاصو او افرادو یو لېست ملت ته دې دوی دې پټو طوطیو یو لاسوند خپر کړي تر څو را روان نسلونه ددوی له شره خوندي شي.