خپلواک افغانستان

کله مو د خپلواکۍ په حقيقي معنا فکر کړى ؟ هر شخص په خپله خيالي نړۍ کې د خپلواکۍ او ازادي يو جدا تصور لري . د يو بندي دپاره ازادي د زندان د زولنو څخه د خلاصون په معنئ ده د يوې ښځې دپاره ازادي د ټولنيزو ناانډوليو او مردسالاري څخه د خلاصون په معنئ ده د يو ماشوم دپاره ازادي د اورني څخه د خلاصون په معنئ ده د يو مرغه دپاره ازادي په هوا کې پرواز کولو په معنئ ده .  د هېواد خپلواکي تر دې ازادۍ ډېر توپير لري ځينو خلکو ته د هېواد خپلواکي صرف د خارجي لاسوهنو څخه د مخنيوي په معنئ دى خو زما د خپلواکۍ او ازادي معيار دومره کوچنى ندى زما دپاره ازادي د يو څو خارجي ځواکونو د وتلو په معنئ نده او نه زمونږ ازادي په دوى پورې تړلې ده . زما د خيالي نړۍ آزادي به لږ وخت نيسي شايد 2050, شايد 2060 او يا شايد 2090 ميلادي پورې او يا تر هغې زيات وخت ونيسي خو دا خپلواکي به ډېره خوږه خپلواکي وي . زما افغانستان به بيا يو ستر مدنيت وي زما بلخ به بيا د علم ستر مرکز بخدي وي ،هرات به بيا د فرهنګ او تمدن مرکز وي ،غور او غزني به بيا د تاريخ په زرينو پاڼو کې ياديږي د ميرويس او احمد شاه وطن به بيا د امپراطوريو شاهد وي د لويې پکتيا غرونه به بيا د پښتنو د جرګو او ول ول شملو ننداره کوي ، شمال به بيا قطغن زمين او د مېلمه پالنې کور وي ،کابل او پېښور به بيا يو وي ننګرهار به بيا د امن ټاټوبى وي. هلته به قتلونه نه وي ،زورواکي به نه وي ،فساد به نه وي ،هلته به د خلکو مذهب،عقيده،رنګ،ژبه قوميت معيار نه بلکه انسانيت او افغانيت د ټولو شناخت وي .هلته به مسلمان، هندو ،سيک ، پښتون ،تاجک ،ازبک ،هزاره ،پشه يي ،ترکمن په يو ټغر راټول وي . هلته به ښځه تر نر کمه نه ګڼل کيږي بلکه د نر سره به اوږه په اوږه د هېواد د آبادۍ دپاره لاس په کار وي ، تعليم به عام وي هر شخص به ليک او لوست کولاى شي . هر شخص به د خپل کور او درې وخته ډوډۍ څښتن وي او په ښکلو کاليو به ملبس وي .زمونږ غرونه او سيندونه به زمونږ په اختيار کې وي د افغانستان قيمتي کاڼي به د نړيوال بازار ښکلا وي مونږ به بيا د چا کمکونو ته ضرورت نلرو افغانستان به بيا د سيالانو سيال وي د اسيا په زړه کې د احمد شاه ،ميرويس خان او غازي امان کور به بيا د تمدن پرمختګ سوکالۍ او ازادۍ ستر مرکز وي . راځئ د احمد شاه ابدالي د لوى افغانستان ساتنه وکړو راځئ د شاه امان الله خان نيمګړي ارمانونه پوره کړو راځئ افغانستان بيا ودان کړو . د يو سرلوړي ، خود کفا او له هر لحاظه مکمل او په ځان بسيا او لوى افغانستان په هيله .