ګو امريکا ګو (Go America Go)

شوروي سقوط وکړ هېواد د جهادي تنظيمونو تر منځ د بزکشۍ په ميدان بدل شو هر طرف ته اورونه ول لمبې وې وژنې وې چېرته رقص مرده کېده چېرته د ښځو سينې پرېکېدې هر طرف ته پاټکونه ول. 
پدې وخت 1996 ميلادي کې ددوى په خوله يو خودجوش حرکت د امارت اسلامي په نامه د افغانستان واک په لاس واخيست چې ټولې جهادي ډلې يې پسې واخيستې او د افغانستان 90% نوي سلنه خاوره يې تر ولکې لاندې راوستله بغير د شمالي ايتلاف د قلمرو څخه.
د طالبانو نظام يو تيوکراتيک ديکتاتوري نظام وو چې د مذهبي افراطيت نه خړوبه کېدلو فردي آزادي ، د بيان ازادي او نورو ديموکراتيک اصولو په کې هېڅ ځاى نه درلود د سواد کچه خورا ټيټه او خلکو په فقر کې ژوند کاوه. 
نړيواله ټولنه او نور اسلامي هېوادونه هم ددې نظام د وسعت څخه په وېره کې ول همدا وخت د 2001 کال د سپتمبر 11 نېټې پېښې امريکا ته د طالبانو د رژيم ختمولو بهانه ورکړه کله چې ملا محمد عمر د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو څخه انکار وکړ نو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې پر اساس امريکا سره د متحدينو يې د ايساف ځواکونه د افغانستان په طرف راولېږل او د شمالي ټلوالې په مرسته يې د طالبانو ټغر ورټول کړ. 
د 2001 کال ددسمبر په مياشت کې د بن غونډه کې حامد کرزى د افغانستان د حکومت مشر وټاکل شو د شپږو مياشو دپاره چې بيا د 2002 کال د لويې جرګې پواسطه د دوه کلونو لپاره ولسمشر شو او په 2004 کې د ازادو ټاکنو له لارې حامد کرزى د افغانستان د خلکو منتخب ولسمشر اعلان شو دا د هېواد په تاريخ کې لومړى ځل وو چې ازاد او سرتاسري انتخاباتو پوسيله د هېواد ولسمشر ټاکل کيږي. 
په 2004 کې د لويې جرګې پوسيله د هېواد اساسي قانون جوړ او د ولسمشر لخوا تصويب شو. 
همدا وخت خارجي کمکونه هم د افغانستان سره شروع شول امريکا او متحدينو يې په ملياردونو ډالر د افغانستان په ملي فوځ او نورو تقياتي کارونو کې مصرف کړې په 2005 کال کې د افغانستان د خلکو نماينده ګان د خلکو په رايه ولسي جرګې ته لار پيدا کړه د تعليم کچه په لوړېدو شوه د افغانستان د خلکو عايد د نفر په سر له څه کم دوه سوو ډالرو څخه تقريباً اووه سوه ډالرو ته ورسېده د ملي پخلاينې پروسه شروع شوه د هېواد د امنيت د تامين په خاطر بې پرې اردو رامنځ ته شوه خلاصه موږ په ډېر کم وخت کې د يو تورې دورې څخه د ترقۍ په لور ګامزن شولو چې پدې کې خارجي کمکونو ستره ونډه درلوده.
خو زمونږ درد لا دوا شوى ندى زمونږ مشکل لا حل شوى ندى زمونږ امنيت ورځ تر بلې په خرابېدو دى فساد اداري ورځ تر بلې په زياتېدو دى د کوکنارو کښت ښه په درز روان دى هره ورځ خودکش هره ورځ وژنې او د مرګ خطرونه موجود دي پداسې وخت کې دا احساساتي شعار د ګو امريکا ګو (Go AMERICA GO ) په ټولنيزو رسنيو کې بدرګه کيږي زه نه پوهېږم دې خلکو تاريخ ندى لوستى او که حافظه يې کمزوره ده دوى د شوروي تر ماتې وروسته هغه د مجاهدينو ښکر په ښکر کېدل له ياده وباستل هغه د کابل په ښار د ړندو راکټونو بارانونه هغه د خلکو په سرونه کې مېخونه ټک وهل هغه رقص مرده هغه سينې پرېکول هغه ګيلم جمان يې ټول له ياده وباستل.
که اوس پداسې وخت کې امزريکا ووځي څوک ددې ضمانت کوي چې هېواد به بيا اتيايمه او نويمې لسيزې ته نه ځي بيا به تاريخ نه تکراريږي بيا به هېواد د حزبونو د جنګ ميدان نه ګرځي پداسې حال کې چې مونږ هره ورځ د نظار د شورا د غړو اخطارونه دولت ته په خپلو سترګو وينو.
او بل زمونږ د هېواد اقتصاد توليدي نه بلکه د پرديو په مرسته متکي اقتصاد دى زمونږ د حکومت تقريباً اته څلوېښت سلنه معاشات د خارجيانو لخوا ورکول کيږي زمونږ د اردو تنظيم او د هغوى روزنه هم د همدوى لخوا کيږي اوس که دوى ووځي نو دا مرستې به هم ورسره پرې کيږي ځينې به وايي روزي رسان خداى دى بې له شکه چې روزي رسان خداى دى امريکا نه خو مونږ خو به يو لار هم ورته لټوو.
زه دا نه وايم چې امريکا دې نه ووځي امريکا اول وي که اخر خپله کډه به باروي هغه متل دى چې پردى کټ تر نيمې شپې وي خو د جنګ د لارې وتل يې هغوى ته تر تاوان موږ ته ډېر تاوان رسوي په دومره جنګونو کې دخوا هم افغان وژل کيږي هغه خوا هم دواړو خواو ته زمونږ کور ورانيږي. 
په ازادۍ هر سړى مئېن دى فقط د ازادي تعريف يې فرق کوي چا ته ازادي صرف د خارجي ځواکونو د وتلو په معنئ ده او چا ته ازادي د فقر او لوږې څخه د ازادي په معنئ ده د جهالت څخه ازادي د تعصب او قومپرستۍ څخه ازادي د افراطيت څخه ازادي د يو بل د وژلو څخه ازادي د اداداري فساد څخه ازادي. 
راځئ د ازادي مفهوم دومره مه کوچنى کوئ ازادي پراخه معنئ لري تر څو چې امريکا په سيمه کې خپبږلې ګټې لټوي مونږ د هغوى د ګټو څخه ګټه واخلو خپل دولت قوي کړو د خلکو اعتماد په دولت جوړ کړو خپل هېواد په پښو ودروو قوي پارلمان ولرو په ديموکراتيکو اصولو برابر حکومت ولرو ازادې ټاکنې ولرو د قوي اقتصاد خاوندان شو خود کفا شو په هر ډګر کې بيا د امريکا وجود ته دلته هېڅ کومه بهانه نه پاتې کيږي کنه داسې وتل يې هېڅ درد ته نه دوا کيږي او مونږ به يو ځل بيا د تاريخ تکرار وينو.