مخکې له دې چې په دې وغږېږو چې کوم نظام غوره ده بايد د سيکولرېزم په تعريف پوه شو : سيکولرېزم د مذهب او حکومت جداوالي ته وايي او يا هېڅ مذهب رسمي نه اعلانول او ټولو مذاهبو ته په احترام قايلېدلو ته سيکولرېزم وايي او خلک د خپلې خوښې مذهب عملي کړي . د سيکولرېزم کلمه لومړى ځل د برطانوي عالم جورج جېکب هالويک ( George jacob holyoake) پواسطه استعمال شوه کوم چې د کليسا او د حکومت تر منځ د جداوالي په معنئ وه نورو غربي ليکوالان هم د سيکولرېزم طرفدار ول لکه جان لاک ، جېفرسن ، ماکياويلي او نور . ماکياويلي وايي زه د مذهب خلاف نه يم مګر د کليسا ( Im not anti religion but anti church ) د نړۍ ډېر هېوادونه نن سيکولر حګومتونه لري که چېرته هغوى اوس هم مذهبي حکومتونه واى نو شايد ضرر يې مسلمانانو ته هم ډېر رسېدلاى لکه هندوستان يو سيکولر هېواد دى چې تقريباً 80% نه ډېر وګړي يې هندو مذهب پيروان دي 14% خلک يې مسلمانان دي چې د نړۍ تر ټولو اسلامي هېوادونو يې تعداد زيات دى او همداسې نور اديان اوس نو که چېرته دا مذهبي حکومت واى نو آيا مسلمانان به دومره راحت ول لکه نن چې دي آيا مسلمانانو به دومره ازادي لرله لکه نن يې چې لري د خپلو مذهبي امورو برخه کې لکه چې د طلاق مسله را پورته شوې وه د هند حکومت لخوا کوم چې د مسلمانانو مذهب کې ښکاره مداخله وه . اوس نو افغانستان غوندې هېواد کې چې 99% وګړي يې مسلمانان دي سيکولرېزم کومه معنئ نلري خو که چېرته دين د سياست سره يو ځاى کوو هم نو کوم يو شيعه مذهب که سني او يا د اهل سنت امامانو تر منځ د نظر اختلاف چې دا خپله مذهبي جګړو ته زمينه برابروي خو له دې حقيقت څخه هم سترګې نشو پټولى چې مذهب د يو ټولنې اساسي ضرورت دى د کوم مطابق چې بايد خپل ژوند عيار کړي بيا په افغانستان غوندې هېواد کې چېرته چې د علماٶ خبره خلکو ته د کاڼي کرښه ده که چېرته د دواړو تر منځ درميانه لار غوره کړو شايد ددې هېواد ډوبېدونکې کښتۍ ساحل ته لار ومومي ځکه مکمل شرعي نظام نافذول په اوس وخت کې ډېر مشکل او ډېر وخت ته اړتيا لري مونږ که د درميانه اسلام څخه کار واخلو چې ترکيه يې بهترين مثال دى نو شايد د دواړو طرفونو ته اعتدال وساتلى شو هم به علماء د هېواد ودانۍ کې مکمل برخه واخلي او هم به مو نړيوال قوانين رعايت کړي وي د نړيوالو قوانينو ذکر ځکه اړين دى څرنګه چې انسان يواځې ژوند نشي کولاى همداسې دولتونه هم پر يو بل متکي دي او يو بل ته اړتيا لري د خپلې بقاء په خاطر نو د نړيوالو قوانينو مراعتول يې هم اساسي شرط دى.
وروستي