د روزګان – کندهار په لويه لار يوه پوليس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي

د روزګان امنيتي چارواکي وايي، چې تيره شپه ۱۱بجي د روزګان-  کندهار پر لويه لار د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چي په نښته کې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټيپان شوي دي.
 په سیمه کې سرچينه بیا وايي، چې د تيرې شپي په نښته کي ۸پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او يوه پوليس وسلوالو برمته نيولي دي.

د روزګان سرپرست امنيه قومندان مل پاسوال رحمت الله صديقي واي: نښته د شپي پر يوه لس بجي رامنځ ته ېوې او يوه نيم ساعت يي دوام کړی دی.
نوموړی وايي، چي د نښتې ځاي ته وروسته نورځواکونه رسيدلي او د وسلوالو طالبانو بريد يي پر شاه تمبولي دی.

صديقي ویلي دي، چي د تيري شپي په نښته کي تر۱۶پوري وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
سرچينې وسلوالو طالبانو ته داوښتي مرګژوبلې په اړه څه نهدي ويلي او نه هم وسلوالو طالبانو تر دا مهال دتېرې شپېدنښتې په اړه څه ويلي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي تيره اووني هم د ترينکوټ پهسرخم سيمه کي داتو برمته پوليسو راپورونه ورکول شوي وو.