ټرمپ که د بوش او اوباما تيروتنې اصلاح کړی بریالۍ دی!

وړاندې له هغه چی ټرمپ د افغانستان په هکله نوی ستراتیژي یا تګلاره اعلان کړی پکار ده چی د افغانستان تاریخ ولولي او یا حد اقل له هغه اامریکایانو څخه چی  افغانستان، افغانان او د افغانستان له تاریخ څخه اګاه وی مشوری واخلي.
که ټرمپ دا کار ونه کړی او د افغانستان لپاره نوی تګلاره جوړه کړی بدون له شکه چی سل په سلو کی به  د بوش او اوبامه په ډول  هغه هم ناکام وی. دا ځکه چی:
افغان ملت د نړۍ پر مخ داسی یو ولس دی چی کله یی هم چاته سر نه دی ټیټ کړی، هر زورور چی دغه خاوری ته قدم را د ننه کړی دی، سر ټیټی  او د ماتې سره  وتلی  دی. چی څرګند مثالونه یی  تاریخ د ځانه سره ساتلي دي.
کله چی شپاړس کاله وړاندې امریکا سره د پنځه څلويښتو هیوادونو یو ځای پر افغانستان حمله وکړه افغانستان یی اشغال کړ د یو لک او پنځوسو زرو عسکرو په لرولو  سره چی په عصری وسله سمبال وو خپل ټول زور وازمویه خو نتجه صفر ده، له دوه زره زیات عسکر یی ووژل شول  او په زرهاوو یی زخمیان شول  خو یو انچ  پرمختګ یی هم ونه کړ او برعکس  له ورځی بلی ته د حکومت ساحه کوچنۍ کیږی په مقابل کی یی مخالیفین له ورځی بلی ته قوی کیږی.
په خوا کی یی په لسهاو زره بی ګناه او بی دفاع افغانان په شهادت ورسول،  په کلیوو کورونو، جوماتونو، ودونو، جنازو یی بمونه وغورځول، د خلکو کورنه یی تلاشی کړل، افغانان یی په سپیو وداړل خو نتجه نوره هم خرابه  شوه دا ځکه چی همدغه د امریکایانو هر عمل په زرګونو طالبان وزیږول یا به بله وینا هغوی چی خپل خپلوان یی د امریکایانو لخوا شهیدان شول، هغوی چی کورونه او جوماتونه، کلی او بانډې یی امریکایانو بمبارد کړی،  هغوی چی کورونه یی تلاشی شول او هغوی چی په سپيو یی وداړل که ټول د طالبانو سره په سنګر کی ونه دریدل نو د حکومت او امریکایانو ضد روحیه خو یی طبعاً چی واخیسته.
د امریکایانو بله تیروتنه دا وه چی حکومت یی داسی افرادو او اشخاصو ته په لاس کی ورکړ چی دا څلویښت کاله یی بی له ورانۍ، افغان وژنې چور، غله  او وینې توینی بل کار نه وو کړی، امریکا یی تر شا ودریده دوی یی لا زورور کړل چی اوس خپله دامریکا زور هم نه ورباندې رسیږي، په خوا کی یی فساد هم زموږ په ټولنه کی رواج کړ چی تر ډیره وخته به افغانان د دغه مرض څخه رنج وړي هغه څه دي چی د  کابل حکومت یی له ورځی بلی ته لا پسی کموزوری کړی دی او د مخالیفینو ليکې یی محکمې کړی دی.
همدارنګه د امریکا بله تیروتنه دا وه چی  پاکستان ته یی ازاد پړی په لاس کی ورکړ ښه یی لیدل او امریکا ښه پوهیدله چی د حکومت مخالیفین هغه که طالبان دی او لا نور څوک دی په پاکستان کی یی مرکزونه جوړ کړی دی، روزل کیږی، وسله ورکول کیږی او نیغ افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږل کیږی.
د امریکا پورته ټولو اعمالو ته په کتو موږ داسی نتجه  تر لاسه کوو چی دا ټول پلان شوی پلانونه وو چی امریکا قصداً په کار اچولی وو تر څو افغانان  په مرګ ونیسي او تبې ته یی رضا کړی یعني امریکا قصداً غوښتل چی داسې شرایط په افغانستان کی ځانته جوړ کړی تر څو افغانان خپله ورته زارۍ وکړی چی په افغانستان کی پاتې شي بلاخره ستراتیژیکي تړون ورسره لاسلیک شی.
که ټرمپ په رښتیا غواړی چی نوی ستراتیژي چی تر اوسه یی نه ده اعلان کړی اعلان کړی او کاميابه شی لومړۍ د همدغه پورته تيروتنې چی یادونه یی وشوه اصلاح کړی، زورواکان، جنګسلاران د له واک لری کړی، د یوه قوي مرکزي حکومت په جوړولو کی د مرسته وکړی او پاکستان ته د په ډانګ پيلي ووایی چی نور د افغانستان په کورنیو چارو کی لاس وهنه ونه کړی.
تر ټولو مهمه دا چی د طالبانو سره د د خبرو کولو زمینه برابره کړی چی هر څنګه کیږی باید سوله ورسره وشی او یو محال ویش د مالوم کړی تر څو په وخت د زمان سره خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي، نه د افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږلو فکر کوی او نه د په افغانستان کی د جګړې په اوږدولو فکر کوی، خکه دا ازمویل شوی تجروبې دی نتجه  یی صفر وه او صفر به وي دا داسی خاوره نه ده چی امریکا به  یی په جګړه تر خپل واک لاندې راوړي.
ومن الله توفیق
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۱۱/۰۸/۲۰۱۷