سیف بېژن/ خوست
هغه جګړه چې څو څلوېښتو هېوادونه په افغانستان او سیمه کې د خپلو حریفانو د ځپلو او د دې ترڅنګ په ټوله کې د خپلو نورو ستراتېژیکو موخو په پار پېل کړه؛ د ولسمشر ټرمپ له تازه څرګندونو او اظهارتو څخه ښکاري داسې چې ګواکې د جګړې د کنټرول او مدیریت واګي دې امریکا له مدیرته وتلې دي؛ او د جګړې ابعاد ورځ تر بلې په سیمه او افغانستان کې لا پېچلي کیږي نو ټرمپ پدې هڅه کې دی؛ چې په بشپړه معنا د افغانستان جګړه چې د امریکا لپاره ترټولو اوږده جګړه وه اګاهي او پوهوی ترلاسه کړي؛ ترڅو د خپلې نوي ستراتېژۍ په جوړولو کې هغه ابعاد په نظر کې ونیسي چې د خپلې پیل کړې جګړې مراندې پرې راټینګې کړای شي؛ او په سیمه او افغانستان کې خپلو موخو ته درسیدو په پار د ستراتېژۍ او پلان لوری تغيیر کاندې او داسې نورو لارو طریقو څخه استفاده کوي چې هم په افغانستان کې خپلې ستراتېژیکې ګټې خوندي کړي او ترڅنګ یې دا اوږده جګړه چې امریکا په اقتصادي او بشري لحاظ خورا ننګوونکي واقع شوي ده مسیر بدل کړي.
اصلا امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې د جګړه په بشپړ ډول ختمه شي ځکه د دوی ګټې په جګړه کې دي؛ کله چې جنګ اقتصادي شو نو ختم کیدلو شونتیا یې بیا نه لیدل کېږي؛ ټرمپ چې تر ډېره یې د افغانستان غني کانونو ته سترګې پټې کړیدي پدې هڅه کې دی چې د یو نوي لیدلوري څخه د افغانستان غني کانونه تر خپلې ولکې لاندې کړي او په همدې پلمه له یوې خوا غواړې د جګړې اور بل وساتي او له بل پلوه غواړي چې دافغانستان د شتمنو کانونو د استخراج ور هاخوا په سیمه کې خپل زور او پرتم په ځانګړ ډول منځنۍ اسیا کې مستحکم وساتي نو په همدې موخه په زړه نا زړه توب سره سپینه ماڼۍ هره ورځ د هغو امریکايي اشخاصو او افرادو کوربه وي چې د افغانستان له جګړې سره نېږدې پاتې شوي ترڅو ددوی د تجربو څخه په اقتباس په د افغانستان د جګړه لپاره ستراتېژي په ډاګه کړي؛ دلته که په وضاحت سره ووایو چې تر ډېره د امریکا په شان زبر ځواکو هېوادونه اوږدمهاله ستراتېژۍ او موخې جوړې وي چې د ا فرادو په تغییر او تبدیل سره د دوی په ستراتېژیو کې په هېڅ صورت بدلون نه راځي یوازې یې د یوه نوي فرد په اساس تطبیق کوي ستراتېژۍ او تګلاره یې د استخباراتو له لخوا جوړیږي؛ لکه اوس چې ټرمپ ستراتېژۍ ته موږ سترګې په لاره یو دې ته باید دومره خوشبېنه نه شو چې ګواکې ټرمپ به د افغانستان روانه معضله حل کاندې زه وایم چې حل خو څه چې دا روانه جګړه به لا پسې پیاوړې شې او لا ژورې ریښې به وکړي نو د دې لپاره تر ډېره باید په کورني سیاست له سره غور وشي او افغان حکومت که رښتیا هم غواړي چې نور له دې روانو بدختیو څخه خلاصون ومومي لازمه ده چې له امریکا او نورو هغو هېوادونو سره چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي؛ په ډانګ پېلې خبرې وکړي او داسې یو سیاست غوره کړي چې د پردیو په سیاستونو کې خپلې ملي ګټې تائمین کړي.
که وضعیت همداسې دوام وکړي لرې نه ده چې افغانستان به ډېر ژر د یو بل ستر بحران سره مخ شي چې کنټرول او مدیریت به یې بیا له وسه وتلې خبره وي او په لوی لاس به افغانستان د یوې بلې بلا خولې ته ولوو.
وروستي