د کیسې موضوع له کومه کړو؟

بخت جان ملګری
د کیسو د موضوع پېدا کولو لپاره لومړی د نورو کیسو لوستل ښه دي؛ ځکه دلته دوې ګټې کوو: لومړی دا چې په عملي ډول ګورو چې کیسه څنګه جوړېږي او خپله کیسه څه ده او تر څنګ یې په ژوند کې په ارزښت  هم پوهېږو. دوېیمه  دا چې د کیسو لپاره موضوع پیدا کو  او د لیکنې اصل مطلب  هم همدا دی، یعنې د کیسو موضوع له کیسو، خو دا  داسې نده چې موږ نقل کوو  ګواکې خپله فکر نشو کوی، بلکی دلته یوازې موضوع پېدا کوو،خو په ټوله کې مو هدف باید دا نه وي چې موږ موضوع پسې سر یو، بس په نا خبرۍ کې   ډېر  داسې څه راکوي چې کیسې پرې ولیکو او  هغه په دې ډول چې یا د لیکوال موضوع ته له بلې نوې زویې ګورو او یا د کیسې په منځ کې نورې پټې خبرې دي چې په لوستلو یې موهېم او جالب موضوعات راکوي، د مثال په ډول: ایمل پسرلی(ده کیسه کوله د کتاب د پوهه په نوم کيسه) کې لیکي چې: جوړه مرغۍ په ونه کې څنګ پر څنګ کېناستې، لنده کې مې ‌ډبره کېښوده، مرغیو ته مې وکتل یوه نه یوه یې لګېده، د ونې شاته د خونې کړکړۍ وه که مرغۍ خطا شوې وی نو کړکۍ لګېده؛ خو ولې به لګېږي نښه مې پخه او مرعۍ جوړه که یوه نه وي بله خو به ولګېږي، لنده مې ورته ونېوه، دروازه وټکېده، مرغۍ دې دروازې له ټاکه سره والوتې، ما وار وکړ، مرغۍ چې الوتې وې ‌ډبره په کړکۍ ولګېده او دې سره پړنګ شو د شېشې ټوټې پر ځمکه را پرېوتې. نو که تاسو سره داسې شوي وي چې  د دروازې د ټاکه پر ځای  د کړکۍ د خلاصېدو په ټاکه سره الوتې وي او بیا مو کومه زړه ښځه چې ماشومانو پسې یې سر راوېستی وي او ښېرې کوي چې د دې په وینا  شور ماشور یې خوب ته نه پرېږدي وېشتې وي  یا  هعه ماتې شېشې په هغه ماشومانو چې د عرمې د حوب پر مها ل ښایي ټول لویان وېده وي او دوي لوبې کوې راپرېوتې  وي  او    ورو سته خبره یا کو رنیو ته لاړه وي او یا چې دوی سترګې مښې تاسو مخکې پخې سپکې کړې وي. همدې ته ورته په سلګونو نورې پېښې دي چې موږ کولای شو کیسې پرې وليکو.  ما ددې کېسې خبره ځکه وکړه چې همدا کتاب اوس راسره دی لولم یې خو له  دې ښې او د هر ډول مطالبو ډکې کیسې شته چې موږ ته ډېر داسې جالب موضوعات راکوي چې  هيڅ مو ورته پام نه  وي او یا راته موهېم نه ښکاري ؛خو په اصل کې د کیسو زېږنده وي .
دوېیمه خبره ورځینی پيښوې دي چې د کیسو لیکلو موضوعات راکوي، یعنې په هغو پېښو ژور فکر کول دي چې یا خپله ورسره مخامخ کېږو او یا نور زموږ په وړاندې ورسره مخ کېږي؛ چې په دې سره مو په ذهن کې د همعې پېښې دپاره انځور جوړېږي او ورورسته یوازې دې ته انتظار باسې چې په لیکنی بڼه راشي، خو دا مساله کیسه لیکوونکي پورې مربوطیږي چې دی څومره ځېرک دی او هر شي ته یې څنګه پام اوړي.  دې پيښو ته ژوندی پيښې هم وایلی شو، مثلا: له پوهنتون څخه ناوخت رحصت شوې، سخت باران هم اوري او هعه اوبه چې باید په ویالو کې لاړې وای د ډېرو خځلو او ګند له امله په سرکونو لښتې  لښتې راونې دي، د  همدو بلاوو  له  امله په سینما پامير کې د احمد شا بابا مینې موټر نشته او که کله کوم یو راشي هغه بیا  پنجا پنجاد ارزان قیمت  نارې کوي، اوس نو که چا سره یوازې همغه شل پخوانۍ لکه د نورو ورځو کرایه وي څه به کوي او هغه نور  چې ورسره دي، خه که ته د ډېرو روپو ولا وې، بیا د څورلس نفرو پر ځای شل کسانو په ډله کې ورپورته شوې چې وروسته په تلو تلو کې ځینې د ځای تنګښت له امله خپلو منځو کې  بنګېږي او په اخیر کې ټوله پړه پر ډرېور ور اچوي چې ښایې هيڅ مسلماني پکې نشته، نورې ورځې یې سپرلۍ پسې سترکې اوځي، دا چې نن باران دی سرکونه ویجاړ او بې څښتنه دي داسې په جرت وایې که د چا خوښه نه وي کوز دي شي. تر دې ځایه د ناستو خلکو په وینا تش د مسلمانې موضوع تر څنګ د مرکزي سرکونو په منځ کې اوبه چې خړ کاعذونه نیمې تشې او ډکې سپینې او خړې پلاستیکي بوجۍ، د هنډوانو او نورو مېوو او سبېزیجاتو پوټکي  یې په سر اخیستي موضوعګانې او په تلو تلو کې د کالېنډر هغه نارې چې د احمد شا بابا په نوم یې ارزان قیمت وایه او همغه کرایه چې (کرایه یې تان بیتې) به یې ویل خو اوس پاک صاپا پښتون وخوت، ددې ترڅنک ټوله سپرلي چې په بله ژبه به یې شکایت کوه اوس د ډرېور او کالېنډر پشان ستره پښتانه وخښتل او ځینې نورې  خوارې وارې موضوغوې هم درسره پيدا شوې؛  نو که لږ فکر همدلته او څه کور کې  پرې وشي  او بیا د هنري قوت په مرسته کاغذ پرې تور شي  بې له شکه دې ښې کیسې څښتتن به یې او بې له دې چې موضوع پسې حک حېران وې او د نشتون شکایت یې کوې . درېیمه خبره د خلکو سره په ناستې پاستې او دوستانو سره د میلو پر وخت میلو ته تلل دي چې  د پخوانیو خاطرو،  ورځينیو پېښو او راتلونکو پلانون په وایلو سره کولای شو ځینې د کیسو لیکلو موضوعات پېدا کړو  خو بیا هم وایم  چې هر څه په همغه کس پورې ارتباط پېدا کوي چې له زړه غواړي کیسې ولیکي او  هر څه ته یې پام وي. بل دا چې د  ښه لیکوال یوه موهېمه ځانګړنه همدا ده چې هر شي ته ارزښت ورکړي  او د لږ ژور  فکر په کولو څه نتجه ترې واحلي. په اخیر کې دومره وایم چې د ژوند هره خوا کیسه کیسه ده  خو خبره یوازې دومره ده  چې شوک مو له زړه  وي او هر شي په فکر کولو وارزو.