د کال لومړۍ ورځ

له لمر لوېدو سره به سم دوې ډلې ځوانان، یوه د کلي په یوه خوا او بله یې په له خوا کې د یوه خره، پلاستکي بوجیو او له یو څو رختینو کاڅوړو سره پاېڅې را پڼډ واهلې، کور په کور به یې نارې کړې: هلئ خدای مو ثواب وکړه، غنم مو ډېر شه، رزق مو حلال شه، د سبا ډوډۍ لپاره مرسته وکړئ، بیا به له کورونو ډکې ډکې کاسې راوتلې، زړو ښځو به خپلې کړوټي، کړوټي د یوې دوو مېاشتو ټولې کړې روپۍ ورکړې، ټولوونکو به هر شی بېل بېل جمع کړ، په نغدو پیسو به یې نور د اړتیا وړ توکي واخېست، شپه به چې مشران کور ته راغلل، له غوړو ډوډیو خوړلو وروسته به یې ناصېحت پېل کړ: ګورئ چې په دې ورځ کې که چا هر کار وکړ نو د کال تر اخېره به بیا همغه کار کوي، مقصد داسې کار مه کوئ چې سخت وي، رښتیا چې هغه وخت به خلکو ډېر سخت سخت کارونه کول، په خاص ډول  ځوانان چې په نيمه شپه به د ځوانۍله درانه خوبه پاڅېدل، په خرو او کچرو به یې کتې واچولې، بیا به هرې خواته نارې شوې، پلانکیه راوځه ناوخت شو، وروسته به بیا خوړ کې ترپ او تروپ شو غره خواته ته به بلې بجلۍ ښکارېدې، نو ټولو همده ورځ غنېمت ګڼله، هیڅ کار به یې نه کوه، یوازې یو څو ټاکل شویو تکړه ځوانانو به د شپې ډوډۍ پخوله، سهار د لمر ختو سره به بیا ډلې ډلې خلک د کلي بر سر کې، له ګودر پورې غاړې ته، د یوه نومیالي زیارت لاندې تلل چې، ډېرۍ وخت به د ارمانجنو لخوا زانګوګانو پکې ټالۍ وهلې، له لمر په ښه ګرمېدو سره به د کلي یو څو په دود خبرې زاړې ښځې او ځېني سپینږیري د ځوانانو لارښود لپاره راغلل، د ډوډۍ پخېدو وروسته به لوی لوی دسترخوانونه هوار شول، غټ غټ خانک به یې کېښودل، زاړو او وړو به پلترۍ وواهلې، ځوانان به د پښو په سرو کېناستل، سم ځانونه به یې ماړه کړل، زړه د اخلاصه به یې په ماړه ګېډه لاسونه لپه کړل، په خوند به یې دغا وکړه او د راتلونکو ورځو خېر به یې وغوښت، ځېنو به لاسونه پر مېنځل او ځینو نورو به بیا غوړ لاسونه په وېښتانو د ګودر حواته ورکش کړل.