ارزګان: د نا امنیو اصلي لامل بیکاري ده

په ارزګان ولایت کي دولایتي شورا غړي وايي چي په دغه ولایت کي ۵۰سلنه ځوانان بيکاره دي چي له امله يي نا امني هم ورسره ډیره سوي.
یوشمیر جګړه ځپلي چي کورونه او دعامه ګټو ځایونه يي له منځه تللي له دولت څخه غوښتنه کوي چي په سیمه کي يي دبیا رغوني کارونه ترسره کړي.
خو چارواکي بیا نا امني دبیا رغوني دکارونو پر وړاندي خنډ بولي.
ارزګان کي له تیرو ۱۱میاشتو راهیسي لا اوس هم هره ورځ دجګړي ډګر ګرم وي.
ارزګان کي دولایتي شورا غړی عبدالکریم خادمزوی وايي چي په دغه ولایت کي ۵۰سلنه ځوانان بيکاره دي چي پر امنیت يي منفي اغیز کړی او نا امنۍ ورسره ډیري سوي دي.
نموړی وايي که دولت په جګړه ځپلو سیمو کي خلګو ته دبیا رغوني کارونه پیل کړي او ځوانان په کار وګمارل سي نو پر امنیت به هم مثبت اغیز وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي له دي وړاندي دکار ټولنیزو چارو ریاست ویلي وه چي په ارزګان کي ۸۰ سلنه ځوانان له بیکاریه رنځ وړي.
په مرکز ترینکوټ کي دجګړه ځپلو سیمو خلګ وايي چي ورستیو جګړو يي دخپلو شخصي شتمنیو په ګډون سړکونه او ښوونځۍ هم وران کړي او خلګ يي له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
یوشمیر ماشومان چي ښوونځۍ يي د اور لمبو سوزلي له دولت څخه غواړي چي ښوونځۍ يي بیا ورغوي او دوی ته د زده کړي زمینه برابره کړي.
دارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټی وايي چي پروژي يي منظور کړي خو لا اوس هم په سیمه کي دنا امنیو او ښخ کړل سوو مایونونو ګواښ موجود دی او نسي کولای چي پلي يي کړي.
دیادوني وړ ده چي په تیرو دریو اونیو کي امنیتي ځواکونو په ارزګان کي دخنجر۷ عملیات پیل کړي چي پرمهال يي یوشمیر کلي هم له وسله والو طالبانو تصفیه کړي دي خو دبیا رغوني کارونو څرک پکښي نه تر سترګو کیږي.