
د افغانستان کرکټ بورډ چي د زیات زیار له امله یې په لنډه موده کي د نړۍ سترګي ځانته راواړولې د هیوادوالو لیوالتیا یې ډیره کړه او د کرکټ د نړیوالي شورا یا ای سي سي غړیتوب یې تر لاسه کړ . د کرکټ لوبه چي په لومړي ځل په ۱۸۳۹ کال کي د بریتانیا د هند شرقي کمپني له خوا چي په قندهار ،جلال اباد او کابل باندي فرمانروایې کوله لوبیدله. ورسته افغان مهاجرینو په پاکستان کي له دې لوبي سره پیژند ګلوی پیدا کړه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په رسمي توګه په ۲۰۰۱ کال کي جوړه شوه او په ۲۰۰۹ کال کي یې په نړیوالو لوبو کي لوبه وکړه او په پرله پسې بریاوو یې په ملي او نړیواله کچه د نړیوالو پام ځانته رواړوه. د پنځم مقام په ګټلو سره د ۲۰۰۹کال په یوه ورځنۍ لوبو کي وکولای شوای د شرکت رسمي اجازه په یو ورځنۍ لوبو یامسابقاتو کي تر لاسه کړي .همدارنګه په ۲۰۱۰کال کي عربي متحده اماراتو ته په ماتي ورکوو سره یې د لومړي ځل لپاره شل اوریز نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د بشپړ غړیتوب خبر په ای سي سي کي چي د يوه خوب په څیر وو اوس نو یو حقیقت دی چي د نړۍ تر غوږو ورسید او په ملي او ڼړیواله کچه د ورزشي خبرونو سر ټکی وګرځید . عاطف مشعل ، د افغانستان د کرکټ بورډ رییس په دې هکله واي چي د دې غړیتوب ارزښت د افغانستان ټیم ته په دې کي دي چي د لومړي ځل لپاره د نړۍ د نورو وتلو ټیمونو په قطار کي دریږي او بل دا چي د مالي نظره به افغانستان ته مرسته کیدونکی وي ځکه ډیري پیسې به دي ټیم ته ځانګړي کړای شي .او همدارنګه هغه واي :« له دې عضویت سره ددې امکانات برابر کیږي تر څو موږ له نورو هیوادونو لکه هند ، سریلاکا، استرالیا او انګلستان سره لوبي یا مسابقې ولرو او د ای سي سي په رسمي لوبو کي ګډون وکړو.» همدارنګه ښاغلی مشعل زیاته کړه چي په دي پرمختګ سره د افغان لوبغاړو مسوولیتونه نور هم زیات شوي تر څو په دې نوي فصل کي ډیره هڅه وکړي . له دې نه مخکي يوازي ۱۰هیوادونو دکرکټ د نړیوالي شورا غړیتوب درلود ولي اوس د افغانستان او ایرلند په اضافه کیدو سره هغه هیوادونه چي په بین المللی کرکټ کي په لوړه سطحه له یو بل سره رقابت کوي ، ۱۲هیواونو ته رسیږي . افغانستان چي کلونه كیږي جګړه یې خوري او نړۍ ته زیات په منفي توګه پیږندل شوی خو په اوس کي ټول افغانان ددې شاهدان دي چي کرکټ ددوی ملي بیرغ د نړۍ په سطحه ورپوۍ او ټولو ته یې په سخته حالاتو کي د مقابله کولو او د هدف لاس ته راوړلو ځواک ورکړ .دکرکټ ټیم په خپل زیار او بریا سره نه یوازي دهیواد ورزشي برخو ته بلکه ټولو ځوانانو ته په هره برخه کي د بریا اولګو وګرځید . کرکټ ته په اکاډمیکو ساحو لکه ښووځۍ ،پوهنتونونه کي برخه ورکول ددې لامل ګرځي چي د ځوانان هغه پټ استعدادونه چي په انجونو او هکلکانو کي دي راویښ کړي او په تلو تلو سره د هلکانو ترڅنګ د انجونو قوي ټیم هم په ملي او نړیواله سطحه ولرو .