ملاريا نړېواله ننګونه

زه دلته نه غواړم چې دملاریاناروغۍ په ګيلو، نښو او درملنه څه ولیکم٠ بلکې دهغه نړیوالې شمېرنې څخه یو لنډ راخلم٠ چې هرکال دغه احصايه دنړېوالو روغتیايي ټولنو لخوا راټوليږي ٠او بيادبېلابېلو مرجعو له لارې خپريږي٠ د ٢٠٠٦ کال دناروغيو احصايه د بېلابېلونړيوالوروغتيايي ویبپاڼوله خوا خپره شوه٠ چې زه دلته یوازې د ملاریا په اړه چې دګران هېواد دروغتيايي خرابې وضعې سره تړاولري٠ یوه لنډه ګنډه ليکنه کوم٠ دامهال په نړۍ کې ايډز، ملاریا او توبرکلوز دژوندتهدیدونکو ناروغیو په یادیږي٠چې دامهال دنوموړو ناروغيو دکنټرول لپاره په نړیواله کچه یو اداره دګلوبل هيلت په نامه یواداره کار کوي٠ چې په افغانستان کې هم یو دفتر لري٠ نوموړې ناروغي یو ژوند تهدیدونکی پرازیتي ناروغي ده چې دانافيل غوماشي پواسطه دملاريا اخته انسان څخه بل روغ انسان ته خپريږي ٠ هغه سيمې چې هلته دملاريا پېښې شته هغه دملاريا داندیميک سيمو په نوم یاديږي٠ چې دملاريا دانديميک سيمو دملاريا دشتون لپاره سترلاملونه غربت،جنګ او دروغتيايي زدهکړو کموالی په ګوته شوی٠ چې دغه درې لاملونه دمثلث په څېر دیوبل پورې تړلي دی٠ یانې دیو دشتون څخه بل راپيداکيږي٠ دنړېوالو ټولنو داحصايې له مخې په اندیميک هېوادونو کې دملاريا ٤٠٨٣٣٨٠٠١ پېښې ثبت شوي دي٠ چې پدې کې ١٢٧٢٣٤٣ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی٠ دملاريا اندیميک هېوادونو په قطار کې لمړی دیوګندا هېواد نوم راځي٠ چې په افریقا کې موقېعت لري٠ په نوموړي هېواد کې ١٢٣٤٣٤١١ دملاریا پېښې ثبت شوې دي٠ چې دهمدغه احصایې له مخې افغانستان پېنځويشتمه درجه هېواددی٠ چې پکې ٥٩١٤٤١ پېښې په یوکال کې ثبت شوې وې٠ چې دهمدې شمېرې په نظر کې نيولو سره په افغانستان کې په هرو زرو تنو کې ٢٤,٧٥ تنه دملاریا ښکار شويدي٠ زه نه غواړم چې سکاله راڅخه اوږده شي٠ یوازې دلوستونکو دلا معلوماتو لپاره دلمړیو لسو هېوادنو دنومونو يادول اړ بولم ٠ شماره دهېواد نوم ثبت شوې پېښې ١ يوګندا ١٢٣٤٣٤١١ ٢ تانزانیا ١٠٧١٢٥٢٦ ٣ موازمبيق ٥٠٨٧٦٨٥ ٤ کانګو ٤٣٨٦٦٣٨ ٥ ګانا ٣٥٥٢٨٦٩ ٦ سوډان ٣٠٨٤٣٢٠ ٧ مالاوي ٢٨٥٣٣١٧ ٨ نيجريا ٢٦٠٨٤٧٩ ٩ مذغاسکر ٢١١٤٤٠٠ ١٠ زامبيا ٢٠١٠١٨٥ چې دملاریا له امله زیاتې مړينې په کانګو کې رامېنځ ته شوې دي٠ چې شمېر يې تر ١٦٤٩٨ تنو ته رسيږي٠ د هر راز روغتيايي معلوماتو لپاره طب مجله ولولئ ٠ که لوستونکی کومه پوښتنه لري ٠ موږ ته بریښناليک په دې پتهراولېږۍ٠
teb.jbd@gmail.com