
ښځه هغه څوک چي په يوه لاس ځانګو په بل لاس نړۍ ځنګوي. ښایسته واعظ د الوتني د تاریخ په رڼا کي هغه لومړني میرمن چی په یوازی توګه یې خپل سفر ته په نړۍ باندي د دوشنبه په ورځ له اقیانوس اطلس څخه پیل کړ. په امریکا کي میشته افغانۍ میرمني ښایسته واعظ په نړۍ باندي د څرخیدو سفر دوه میاشتي مخکي پیل کړ او ټاکل شوې چی د پنځو قارو ۱۸ هیوادو ته سفر وکړي.
ښایسته واعظ ،۲۹ کاله مخکي د مهاجرینو په يوه کمپ کي نړۍ ته راغله.کورنۍ یې د شوروي د جنګ له ختمیدو څخه ورسته په ۱۹۸۷ کال کي د امریکا متحده ایالاتو ته مهاجره شوله .نوموړي په امریکا کي خپله سخته علاقه د پرواز په برخه کي کشف او پرمختګ لپاره یې خپلو هڅو ته دوام ورکړ . اغلي واعظ خپل سفر په فلوریدا کي له دیتونا بیچ څخه پیل کړ او په پام کي لري چی د (بیچ کرفت بونانزا۳۶A) کوچنۍ الوتکي په واسطه ۲۵۸۰۰ کیلو متره لاره ووهي. ښایسته واعظ په یوه مقاله کي لیکلي: هر ځل چي د یوې الوتکي دروازه خلاصوم، له ځانه پوښتم څنګه زما په څیر یوه انجلۍ کولای شي دومره خوشبخته واوسي؟ رښتیا دا دي چي هر څوک کولای شي زما په څیر واوسي.
سید منصور د معارف شهر رییس ویلي:«د ښایسته واعظ راتګ افغانستان ته نوی ځوانانو په خاصه توګو انجونو ته هیله راوړونکی دی.» واعظ خپل سفر ته په دوام له کابل څخه د دوبی په لور روانه شوه او د خپل ځانګړي الوتکي په واسطه هند ته او ورسته ۸ نورو هیوادو ته سفر وکري او خپل پرواز ته به د امریکا په متحده ایالتو کي کوم ځای کي چي یې سفر پیل کړي وو پای ته ورسوي .هر انسان ته خداي ځانګړی استعداد ورکړي که کار پري وشي نه هیریدونکي ستر کارونه به وکړی . محیط د استعدادونواو د وړتیاوو په راویښولو کی لوی رول لري .زموږهیواد چي څلویښت کاله د اور د لمبو خوراک ګرځیدلی له ځانه سره یې د دي خاوري هر څه ایرې کړل .ځوانان چی د یوې ټولني بډایه برخه جوړوي د تیرو جګړو له امله زموږ د هیواد دغه شتمنه برخه بي تعلیمه پاتي شوه چی هیواد ته یې یو لوی معنوی زیان واړوۍ داچي نوي نسل هیواد په پښو ودروي لومړی باید د تعلیم په برخه کي بی ساري هڅي تر سره شی . انجونو او هلکانو ته په کلي او ښارو کي د زده کړي زمینه برابره شي . د هیواد هر نهاد خپله دنده په مکمل غور او بشپړتوب سره تر سره کړي .د ملی تجارانو له لوري ځوانان په مختلفو برخو کي وهڅول شی .تر څو هر ځوان مو د ښایسته واعظ په څیر د نړۍ ځلانده ستوری وګرځي او د هیواد نوم په زرینو تاریخي کرښو کي ولیکي.
لیکونکې :تورپیکۍ مهري