سیاسي چپاولګران!

په سیاست کي هرڅه د خلګو د غوښتنو زیږنده بللی سو. هغه هڅې چې د خلګو دغوښتنو او ضرورتونو په نتیجه کې منځ ته راځی د خلګو په منځ کې د اړیکو سبب کېږې او همدا اړیکي د ګورپونو د جوړیدو سبب کېږې، مګر د ګورپونو غوښتني اوضرورتونه له یو بل څخه فرق کوي. هر ګورپ د مختلقو تګلارو په کار اچولو سره کوشش کوي چې د خپلو غړو ضرورتونو او غوښتنو ته ځواب ووایې هغه تګلاره یا فشار چې یوه ګروپ  یې خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره په بل واردوی ورته سیاست ویلای شو د سیاست د علم ډېر پوهان چې په ډېرو موضوعګانو کي سره مخالف دي خو ګروپونه د اړیکو د واحد پېژندلو په برخه کي سره موافق دي.
راځو دلته د اوسنۍ پیړۍ نوي سیاست او زمونږ داخلي تیر هیر شوي او نوي بڼه سیاسي لیدلوري او په همدې لیدلوري کې د زوړ سیاست له ایډیالوژۍ نه کار اخستنې ته چې مونږ څومره توانیدلي یو په دې اړخ کې پرمختګ وکړو او یا هم بیا د تیر سیاست توره ټوپکي دورې تکرار ته خوشاله یو تر څو بیا سیاست یوازې وژنې او ترور معرفي کړو
تیره څلوریښت کلنه دوره چې د سردار محمد داودخان له وخت نیولي بیا د حامد کرزي تر وخت یوه توره دوره وه چې دې دوري نه یوازې د یو قوم خلک بلکې له امو تر اباسینه د دې هېواد هر اوسیدونکی د وحشت حد ته ورسول او یو انسان وژونکی يې جوړ کړ تر څو له خپل سیوري هم ویره ولري او د هغه د وژنې تکل وکړي خو دا کار چا وکړ؟ بهرنیو استخباراتي کړیو؟ داخلي واک غوښتوونکو؟ که ګاونډي استخباراتي دښمنانو؟
خو بیا هم راځو همدې ته که بهرني استخباراتي کړۍ په یو هېواد کې یو ورانوونکی کار کوي بیدون د هغه هېواد له وګړو نه شي کولای خپل اهداف تر لاسه کړي همدا خبره دا په اثبات رسوي که بهرنیو کړیو دا کار کړی وي نو د افغانانو په لاس يې کړی دی او بیرته د سوزونکو لرګیو په څیر په هماغه اور کې چې د دوي لخوا بل شوی وو دوي وسوزول
داخلي واک غوښتوونکي هماغه د پردیو استخباراتي کړیو خلک وو چې په لاس يې د هېواد تجزيې کوششونه او په همدې ډول د افغان وژنې بنسټ کیښود او بیا يې همدوي په هېواد کې واک ته ورسول چې دا لړۍ تر ننه روانه چې ښکاره مثال يې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا د تیرو انتخاباتو د جنجالونو حلول او په همدې ډول دوه خود سره استخباراتي شریکان يې په یو هېواد کې واکدران کړل تر څو د امریکا ګټې له دوه اړخه خوندي وي
ګاونډی استخباراتي دښمن لکه پنجاب او تهران هیڅکله نه غواړي افغانستان یو سولیز او خپلواک هېواد و اوسي دا دوه منحوث ګاونډیان چې ریښې يې بیخې د اوسنیو اکثره سیاسي چارواکو په افکارو کې ژوري دي تر ټولو بدترین سیاسي چپاولګران دي او د دې دوه سترو دښمنانو فکري او وسلواله جګړه پر مخ وړي او نه پریږدي چې افغانان ساه واخلي تر څو هر افغان د ژوند او پرمختګ په راز پوه شي
دا سیاسي چپاولګران څه غواړي؟ واک؟شخصي ګټې؟ که یوازې ځان ساتنه؟
سیاست یو مفرد او دوه جمع قانون دی چې باید یو له لاسه ورکړې خو دوه سره یو ځای کړې بیا حکومتي سیاست او ولسي سیاست فرق لري،هغه سیاست چې حکومتونه يې کوي ولس يې پرمخ نه شي وړلی او هغه سیاست چې ولس يې لري حکومت يې پر مخ نه شي وړلی،مثلآ
ولس غوښتنه داده چې امریکا باید له افغانستان خپل قوتونه وباسي او ولس سره مرسته وکړي امریکا د ولس غوښتنه مني خو بل لوری حکومت د خپلو ضرورتونو په اساس امریکا ته وړاندیز کوي چې خپل قوتونه تر هغې باید دلته پاتې شي چې تر څو حکومت خپل بنسټونه په ښه ډول اداره کړي او ورسره د جنګ په ډګر کې مرسته وکړي،د امریکا ولس هم د افغان ولس په څیر ورته غوښتنه لري خو د امریکا سیاسي پالیسي د امریکا د ولس لس فیصده غوښتنه په نظر کې نیسي او بیا خپله پالیسي پر مخ وړي
دلته د دواړو ولسونو غوښتنې یو ډول دي خو بیا د دواړو هېوادونو د سیاسي غوښتنو پالیسي بل ډول ده دواړه په دې سلا دي چې باید افغانستان کې د امریکا ځواکونه او هډې شتون ولري تر څو دلته خپل استخباراتي قوي ایجنټان وروزي او هغوي واک ته ورسوي او همداسې يې په تیر کې وکړل
نو راځم بیرته سیاسي چپاولګرانو ته!
دا سیاسي چپاولګران د هماغه خارجي او ګاونډي استخباراتي مامورین دي چې یا يې په داخل کې روزلي یا يې په خارج کې روزلي او یا يې هم د پیسو په بدل کې اخستي تر څو پرې خپل اهداف تر لاسه کړي او دوي ولس ته وښايي چې زه یو سیاستمدار یم خو په اصل کې سیاست دې ته نه وايي سیاست د خپلو ملي ګټو ساتل او د خپل ولس ارزښتونو درناوي او ساتنې ته ویل ګیږي چې دا کړنې په اوسنیو سیاسیونو کې شتون نلري
تیر انتخابات د پخواني ولسمشر کرزي دوره او همداسې تر نن حالت د څو محدودو شخصي کړیو او یا هم د پردیو ایجنټانو په لاس کې لویدلي دي چې څه وغواړي د سیاست په مدار کې يې رانغاړي او ورته د سیاسي تګلارې نوم ورکوي چې دا نه سیاست دی او نه هم د سیاسي کرکټر شتون چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ ورته خلک بدبین ګوري او کرکه ترې کوي ځکه دا د یو ولس او بیا د یو ملت سره خیانت ته لمړیتوب ورکولو په معنا دی
سیاسي چپاولګران هغه افراد چې مونږ يې په اوسني نظام کې او همدې ته ورته په تیرو نظامونو کې هم کتلي او لوستلي دي په نوم سیاسي رهبران د پردیو استخباراتو لخوا روزل شوي افراد او د هغوي په مټ واک ته رسول شوي خلک د هېواد او ولس په ګټه نه بلکې د هېواد او ولس په تاوان وي اوسني نظام کې اکثرآ افراد د بهرنیو کړیو لخوا روزل شوي خلک دي چې واک ته هم د هغوي په مټ رسیدلي تر څو خپل اهداف په اسانۍ د همدوي په مټ تر لاسه کړي دلته د سیاست تعریف مطلق غلط دی او د ولس شتون او بیا د ولس پوهه تر پوښتنې لاندې راځي چې ولي په یووشتمه پیړۍ کې لا د پردیو جاسوسانو تر واک لاندې ژوند کوي او خپلې د هېواد او راتلوونکي سپیڅلې هېلې د نورو هېوادونو د ګټو قرباني کوي،نو سیاسي چپاولګران کوم چې پخوا روزل شوي تر کومه چې د پردیو په ګټه وو استعمال يې کړل چې ګټې يې بندې شوي له مینځه يې یوړل او څه يې لا هم پاتې دي ځینې يې په واک کې دي ځینې يې بې واکه او ځینې يې ورو ورو د ختمیدو په حالت کې دي او ځینې يې تازه په تازه د روزنې په حالت کې قرار لري
مونږ که غواړو له چپاولګرو ځان خلاص کړو باید د ولس په بیدارۍ کې پوره منډې او نه ستړي کیدوونکي حالت ته ولاړ شو تر څو ولس د ځان ملګری کړو او په همدې ډول یو قوت ورسیږو او د سیاسي تجارانو یا سیاسي چپاولګرانو مخه ونیسو او ارګ يې له شتون پاک کړو

د یو خپلواک په ځان بسایه له امو تر اباسینه افغانستان په لور......
 
صفت ځواک