د فتنو، کرکو، او ټوپکو ښوونځي

د امريکا لخوا زېږدلې ډلې له هغه ځايه، سعودي عربستان، قطر او دېخوا پاکستان، ايران تاجکستان او نور هيوادونه پرېښودل ناڅاپه يې پر افغانستان را-ودانګل.
د افغان او پاکستاني طالبانو او نورو سيمه ايزو مخالفو ډلو د شتون لپاره دليل وړاندې کولاى شو. په افغانستان کې د القاعدې حضور ته هم د طالبانو ميلمه پالنه، ساتنه او د پناه نوم ورکولى شو. خو په افغانستان کې د وحشي داعشيانو حضور په داسې حال کې د پراخېدو په حال کې دى چې؛ د طالبانو په ګډون نورې ترهګرې ډلې هم ورسره په مخالفت او جګړه کې دي.
له بده مرغه په افغانستان کې نه د يوې ستونزې مخنيوى کيږي، نه ژر تشخيصيږي او نه هم په اسانۍ سره له منځه وړل کيږي. په هېواد کې د دې وحشي ډلې د جوړښت په برخه کې هم همداسې وشول.
په داسې حال کې چې بدرنګو داعشيانو په رڼا ورځ عام وګړي وژل او سوځول، بېرغونه يې ځوړندول او رپول، د ښارونو او پوهنتونو په ديوالونو يې خپلې چاپې لګولې، د خونړيو بريدونو مسٶليتونه يې منل، له وګړو ډکې موټرې يې برمته کولې او کسان يې وژل؛ خو زمونږ ويښ چارواکي په يوه ساه لګيا وو: «نه، نه! دوى د داعش غړي نه دي، دوى طالبان دي.»
«سپين بېرغ په تور رنګي بېرغ بدل شوى»: دا خبره مې دومره اورېدلې چې اوس مې بيخي په مغزو کې ثبت شوې ده.
ايله درې څلور کاله وروسته يې بالاخره ومنله چې دا وحشيان له طالبانو بېل دي؛ خو بيا يې هم هيڅ توره ونکړه.
د حکومت او نړېوالې ټولنې د همدې بې تفاوتۍ څخه په ګټې اخيستنې سره، دې ډلې خپلې ريښې وغزولې، د ختيځو برخو نه تر شمالي او سويلي برخو ورسېدل.
زمونږ له کمپوډرانو، مفکرينو، جنرالانو او استادانو دا څڼیور وحشيان هم تکړه دي.
سره له دې چې دا ډله له بهرنيو سرچېنو مالي او پوځي مرستې تر لاسه کوي، په افغانستان کې يې هم ځان ته پراخې مالي سرچېنې برابرې کړي دي د لسګونو ښوونکو تنخواوې، د بزګرو د حاصلاتو ګټې، د مخدره توکو د کښت او قاچاقو پيسې، د کانونو د استخراج او د لرغونو اثارو خرڅلاو يې په هيواد کې مهمې مالي سرچېنې يادولى شو.
دا ډله له يوې خوا په زيارتونو کې په خونړيو چاودنو، برمته نيونو او وژنو سره د افغانانو په منځ کې فرقه يي اختلافات پيدا کوي او وېرې خپروي، له بلې خوا زمونږ نن او سبا هم ګواښي او راتلونکى مو د جهل تورې کندې ته ورټېل وهي.
د دې وحشيانو لومړۍ نښه د ننګرهار پوهنتون و، د ځينو راپورونو له مخې په دې پوهنتون کې د دې ډلې په ګټه تبليغات کېدل همدارنګه د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې هم د دې ډلې د تعلیمي نصاب د پلي کېدو را پورونه خپاره شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې دې ډلې د جوزجان ولايت په درز آب ولسوالۍ کې يوولس ښوونځي تړلي او د انجونو يو ښوونځى يې سوځولى او په نورو ښوونځيو کې خپل نصاب پر مخ وړي.
د الجزيرې تلويزون د راپور له مخې دا ډله له درې کلنو ماشومانو نيولې تر ځوانانو زده کوونکي لري او دوى ته د جهاد په نوم د وژنو او وينې توېدنې سبقونه ورکول کيږي.
 
C:\Users\Rohi\Downloads\19814544_1974143772869849_1339254382_o.png

ښکاره ده چې د دې ډلې درسي ميتود ترهګري او درسي مواد ټوپک، بم او کلاشينکوف دى، زده کوونکي د وسلو کارول زده کوي او ازموېنې د ډزو په کولو او د بمونو په الوزولو سره ورکوي.
که څه هم د ښوونې او روزنې وزارت د تړل شويو ښوونځيېو او په دولتي ودانيو کې د مخالفينو د نصاب د پلي کېدونکو ښوونځيو شمېرکره نه شو بللى؛ خو تاسې پوهيږې چې په ټول هيواد کې په لسګونه ښوونځي تړل شوي دي.
د افغانستان په څېر هيواد ته: چېرته چې هره ورځ وژنې او چاودنې وي، هلته د ښووتځيو تړل او سوځول لويه خبره نه ده، خو زمونږ د کمزوري اقتصاد، نا امنيو او ټولو ګډوډيېو، د غولېدو او بې اتفاقيو بنيادي دليل نا پوهي ده؛ همدا تعليم د هرې نېکمرغۍ اوخپلواکۍ کونجي ده.
موږ چې څوک پوهه او لوستي ګڼو هغوى د پوهنتون او دانشګاه، دري او فارسي جْزيي مسّلو پر سر نښتي دي، نه څوک د وحشيانو له لومو د معصومو ماشومانو د خلاصون لارې چارې ګوري، نه بند ښوونځي پرانيزي، نه د تعليمي نصاب د پياوړتيا هڅې کيږي، نه هم څوک له زده کړو محرومو ماشومانو ته دسبق زمينې برابروي.
موږ خو دومره تکړه چارواکي او مشران لرو چې د افغان ترک ښوونځي د ستونزو د حل لپاره نه، بلکې د درې کنجه ايتلاف او پخلاېنې لپاره ترکيې ته سفرونه کوي.
اسلام د پوهې او علم دين دى، د شفقت، مهربانۍ او ورور ولۍ دين دى.
حضرت محمد(ص) د علم او پوهې په ترلاسه کولو ټېنګار کړى دى.
ښکاره ده چې داعش د اسلام لپاره نه؛ د اسلام د بدنامولو، داسلامي اثارو، اسلامي ارزښتونو اومسلمانانو د له منځه وړلو لپاره رامنځته شوې ده.
تعليم تر ټولو پياوړى وسله ده، له هغوى د امنيت اوثبات تمې، چا چې په لوى لاس زموږ هيواد کې اور بل کړې بې ګټې دي .نو په کار ده چې؛ هرې ستونزې ته افغانان په خپله د حل لارې پيدا کړي، همغږي او سره يو و اوسي، يو بل وزغمي له وطن او وطنوالو سره بې کچه مينه ولري، دقت او جرأت وکړي ترڅو د هېواد دښمنانوته ماتې ورکړي.
په يادولرئ! غر چې هر څومره لوړ وي؛ بيا هم په سر لار لري.
 
C:\Users\Rohi\Downloads\19840156_1974143752869851_587967477_o.png