د افغانستان د وضعيت په اړه د چين او روسيې د اندېښنو لرليد

د سيمې وضعيت او د روسيې چين او امريکا ناټو ترمنځ د سياليو ډېرېدو ته په پام سره داسې ښکاري چې چين او روسيه نور په افغانستان کې د امريکا پلانونه په ذره بين ګوري او دوى نور په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځي شتون نشي زغملاى او په نتيجه کې به افغانستان د شرق او غرب د سترو قدرتونو د زور آزموينې ډګر شي.
د امريکا او ناټو سازمان د پوځي مشرانو له هغې پرېکړې وروسته چې په افغانستان کې به د خپلو پوځيانو شمېر زياتوي، د چين ولسمشر شي جين پينګ د چنګاښ په ١٣مه مسکو ته سفر وکړ او د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
د روسي خبري رسنيو د خبر له مخې، دواړو ولسمشرانو د افغانستان د روان امنيتي وضعيت او هلته د داعش د فعاليتونو په اړه اندېښنې په ډاګه کړې دي.
داسې اټکل کېږي چې د سيمې ددې سترو قدرتونو د مشرانو د خبرو نور جزئيات چې په افغانستان کې د امريکا د پټو پلانونو د عملي کېدو په اړه به ددواړو قدرتونو متقابلې تابياوې وي، نه دي په ډاګه شوي.
روسيې او چين له دې مخکې هم په افغانستان کې د امريکا او ناټو پر پوځي شتون نيوکه کړې وه او ويلي يې و چې دوى د افغانستان د ټيکاو په لټه کې نه دي، بلکې هلته خپلې پټې موخې تعقيبوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت رسما اعلان کړى چې امريکا د امنيت شورا په اجازه پر افغانستان يرغل کړى، خو تر اوسه يې هم په دې اړه يادې شورا ته خپل رپوټ نه دى ورکړى او خپله سټراټژي يې پټه ساتلې ده.
څه وخت مخکې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په رسمي ډول له امريکا څخه د هغه رپوټونو په اړه توضيحات وغوښتل چې ويل شوي وو امريکا په ننګرهار ولايت کې وسلې او مهمات کښته کړل دي.
په افغانستان کې د امريکايانو پر پټو او ګونګو پلانونو د سيمې د هېوادونو اندېښنې د پام وړدي.
روسيه، چين او ايران له هغو هېوادونو څخه دي چې په افغانستان کې د امريکا کړنو ته د شک په سترګه ګوري او دلته د هغوى پلانونه ګونګ او خطرناک ګڼي.
د هېواد او ولس ژغورنې پر وړاندې د افغان دولت مسووليت:
اوس دې ټولو حساسيتونو ته په پام سره افغان دولت بايد يو معقول سياست خپل کړي تر څو د سترو قدرتونو د غوبل ډګر نشي چې خداى مه کړه بيا به مو هم هېواد لا ويجاړ شوى وي او هم به مو د ولس عزت او برم له خاورو سره خاورې شي.
زما هدف دا نه دى، چې افغان دولت دې د روسيې او چين غوښتنې ومني ، بلکې موخه بايد دا و اوسي چې افغان دولت مسووليت لري چې خپله خاوره د روسيې جمع چين او امريکا جمع ناټو له هر ډول تقابل څخه وساتي.
دولت بايد دا درک کړي چې که دلته د امريکا جمع ناټو له چين، روسيې او ايران او آن پاکستان سره ستونزه پيدا کوي، د افغانستان لپاره به داسې غميزه په ځان پسې ولري چې اصلا يې اټکل نشي کېداى.
افغان دولت بايد په  دې پوه وي چې وضعيت د ١٦ کاله پخوا په پرتله ډېربدل شوى، هغه وخت روسيې او امريکا د افغانستان د نيواک په اړه ظاهري ملګرتيا يا لږ تر لږه په دې اړه يې مخالفت نه درلود؛ خو اوس په سيمه کې په حقيقت کې د روسيې او امريکا نا اعلان شوې جګړه پيل شوې ده، چې د سوريې جګړه يې ښه بېلګه کېداى شي.
د روان کړکيچ څخه د هېواد وتلو لار او د افغان چارواکو دوه ګونه دريځونه:
افغانان له روان کړکېچ څخه د وتلو لپاره يوه لار لري او هغه بين الافغاني رښتينې سوله ده، چې افغان دولت په دې اړه هم د ملت پروړاندې او هم د خداى پر وړاندې مسوول دى او بايد د سولې دداسې خبرو لپاره زمينه برابره کړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي او د ټولو عزت پکې خوندي وي، چې له بده مرغه تر اوسه پورې افغان دولت د سولې لپاره ثابت او روښانه دريځ نه دى ساتلى.
که افغانان د يوې باعزته سولې په راوستلو کې بريالي شي، په دې صورت کې بيا د امريکا، ناټو او روسيې، چين او يا نورو هېوادونو پلمو ته ځاى نه پاتې کېږي، خو دا کار ټينګ عزم او اراده غواړي.
طبيعي ده چې ناټو، امريکا او يا د سيمې او ګاونډي هېوادونه به په افغانستان کې رښتينې سوله ونه مني، ځکه دوى هر يو په افغانستان کې ګټې ويني او هر يو يې غواړي چې د افغانستان وضعيت د ځان په ګټه واړوي، خو دا د افغان دولت مسووليت دى چې خپلې ګټې بايد د نورو د ګټو قرباني نه کړي.
له بده مرغه چې افغان ولسمشر تر اوسه پورې د سولې په اړه ثابت دريځ نه دى ساتلى.
تر پرون پورې يې نارې وهي او ويل يې: " موږ سوله غواړوو، پايداره سوله" خو نن چې امريکا دلته د خپلو پلانونو په بدلولو سره د سولې خبرې له خنډ سره مخ کوي، دوى هغه شعار يوې خوا ته پرېښود او د امريکا ډول ته يې ګډا پيل کړه.
دا هېڅ با ضميره او هوښيار نفس نشي منلاى چې د باعزته سولې سره به څوک مخالفت ولري، او که د ټولو عزت پکې خوندي نه وي، دا نو بيا حتما سوله نه ده او دا د امريکايي جنرالانو هغه شعار دى چې غواړي ټول دې يوازې د ژوندي پاتې کېدو په بدل کې د امريکايانو غوښتنو ته تسليم شي، دې ته بيا د سولې نوم ورکول د سولې په نوم ملنډې وهل دي.
په دې اړه څو ټکي بايد په پام کې ونيول شي، يو دا چې سوله د جګړې د يوه لوري له خوښې سره سم نا شونې ده.
د جګړې د يوه لوري تسليمېدو ته سوله نه ويل کېږي.
د سولې لپاره د باور فضا رامنځ ته کېدل اړين دي او له دې پرته ناشونې ده.
بيا بيا وايوو چې د سولې راوستلو لپاره په لومړي قدم کې دا مهمه ده چې افغان دولت دا ثابته کړي چې د سولې په اړه د خپلواکې پرېکړې واک لري.
دلته د سولې د خبرو نتيجه د بهرنيانو له کړنو او حرکتونو سره تړلې ده، که هغوى دلته شپني عمليات پيلوي، که هغوى په افغانستان کې ړندې بمبارۍ له سره پيلوي، که هغوى د طالب او داعش په نوم دلته خپل پوځي حضور پراخوي او افغان دولت يې هم په پټو سترګو ورسره مني، په دې صورت کې بيا د سولې شعارونه هېڅ ګټه نلري، بلکې د سولې لپاره هڅې هسې بېځايه وخت ضايع کېدل دي.
سيدرحمن سالار