چې نه دې وي سړي ...

د ایران، پاکستان ،روس او امریکا ازاد لاس د افغانستان په کورنیو چارو کی د افغانانو د خپل منځی اختلافونو،  شخړو او بدبینو نتجه ده، نو ځکه ویلای شو چی افغانان خپله ملامت دی نه به ایران پدې ملامت کوو چی  زموږ پر خپلو اوبو باندې داعوا  کوی او نه به هم پر پاکستان پدې خاطر نیوکه کوو چی افغانستان د افغانانو پر لاسونو ورانوي او نه به هم له امریکا ګیله کوو چی هغه وسله چی څوارلس کاله یی ښه ډیر افغانان ورباندې په شهادت ورسول کله چی یو اندازه عسکر له افغانستان څخه وتل پاتې وسله یی افغانانو ته ور نه کړه بلکی هغه یی هم د افغانانو قسم خوړلي او اډماتي دښمن پاکستان ته ورکړه تر څو هغه هم پر افغانانو زړه یخ کړی.
د پاکستان، ایران، روس او امریکا د لاس وهنو  او د افغانستان په کورنیو چارو کی په ډیره سپین سترګۍ مداخله زموږ د تش په نوم مشرانو او سیاستوالو د لاس مسؤل دی چی  په خپلو کی د شخصی ګټو له وجی جوړ نه دی، د یو او بل نه منل او د دوی  دخود خواهي نتجه  ده.
کله چی  تقریباً دوه نیم کاله وړاندې په افغانستان کی د ولسمشرۍ چوکۍ لپاره ټاکنې وشوی ورپسې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې همدارنګه په دوهم پړاو کی د اشرف غنی رایی تر عبدالله ډیرې وی خو  عبدالله او ټیم یی دواړه پښی په یوه پیڅه کړی نتجه  یی ونه منله ورپسی د امریکا  د هم هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جانکری راغی د خپلی خوښی او د افغانان د ارادې بر خلاف  دوه سری حکومت یی پر افغانانو وتپه چی نتجه  یی موږ د سر په سترګو وینو. موږ یی ځکه له لومړۍ ورځی مخالفت کړی او کوو یی چی دا حکومت امریکا قصداً همداسی جوړه تر څو زموږ سیاستوال په خپل منځ کی د یو او بل مخالف وی امریکا په ازاد لاس خپل راج وچلولای شی.
موږ باید د روحاني څخه ګیله ونه کړو چی زموږ پر اوبو داعوا  کوی  دا ځکه چی موږ خو هسی هم د ابو مصرف کولو ته د خپل منځنی شخړو، چټیاتو او یو بل ته له کنځلو اوزګار نه یو تاجک په ازبک، ازبک په پښتون،  پښتون په هزاره پسې پسې دی، د اوبو پوښتنه د هغه څوک کوی چی خړوبولو ته یی اوزګار وی او ګته ترینه اخيستلای شی، موږ خو دا وړتیا هسی هم نه لرو.
همدارنګه موږ باید د نواز شریف، روحانی، پوتین او ټرامب څخه ګیله ونه کړو چی د افغانانو  په بدبختيو کی خپلو هیوادوالو ته خوشبختي لټوی ځکه دا د هغوی دنده ده موږ باید د اشرف غنی، عبدالله، دوستم محقق څخه ګیله وکړو چی د خپل منځي اختلافاتو او بدبینو له امله زموږ ګټی پردي وړی.
کله که افغانان یو موټی او یو قوت وی بیا نه پاکستان پر موږ څه کولای شی نه ایران او نه هم امریکا.
کله که افغانان یو اتحاد او یو موټی اوسی بیا امریکا ستا سره د یو انډول په شان مامله  کوی افسوس چی دا توازون هغه ورځ له منځه لاړ په کومه ورځ چی جانکری موږ افغانانو ته دوه سری حکومت د همدغې بدې ورځی چی نن افغانان ورسره مخامخ دی جوړ کړی دی تر څو موږ بی اطفاقه اوسو دوی یعنی امریکایان پر موږ پاچاهي وکړی. د افغان وینه پداسی حال کی تویږی  چی سرتیری مو په خیټه  لا نه دی ماړهمجهزه وسله خو پر ځای پریږده پداسی حال کی چی ګټی ټولی امریکا وړی.
بیا هم تکرار وم چی مه د پاکستان څخه ګیله کوی چی وژنی مو او مه هم د ایران امریکا او روس څخه د خپل ځان څخه ګیله وکړی لکه د ګور چینجی چی د یو او بل خوراک ته ناست یو او پدې هم نه پوهيږو چی په څه شی مو په خپل منځ کی جګړه ده؟ که چیرته زموږ تعداد هزارهګان وروڼه په  بامیانو کی  په سوړو  یا سمڅو کی ژوند کوی پکتیا ته هم حکومت هیڅ هم نه دي جوړ کړی، په کومو د خټو کورونو کیچی  ژوند کوی هغه یی هم پر خپلو لاسونو ځانته اباد کړی، همدارنګه په بدخشان کی که لرې پرتې سیمو ته خام سړک نه دی جوړ شوی په کندهار کی هم لری پرتو سیمو ته حکومت هیڅ کار نه دی کړی، هغوی هم د خدای په قهر اخته تر نورو بد ژوند لری.
اصله خبره د ابادۍ او بربادۍ هم نه ده خبره په یو څو د ګوتو په شمار خرڅ شویو او د پردیو په غلامانو کی ده چی ځانته د یو قوم نماینده وایی خو نه یی خپل قوم ته  کوم خیر رسیدلی او نه یی هم نورو افغانانو ته بس یوازی د خپلو شخصی ګټو لپاره کله د دین ډوول وهي او کله هم د سمت، ژبی او قوم  چی په خطر کی دي او په همدغه نومونو د افغانانو په منځ کی شخړې پیدا کوی او د وروڼو قومونو تر منځ کرکی  او نفرتونه زيږوي.
 موږ افغانانو ته پکاره ده چی همدغه پردي پالو دین، ژبې، سمت او قوم ټیکداران همدارنګه د هیواد او ولس دښمنانان چی ځان ته سیاستوال وایی له سیاسی ډګر څخه وباسو او پر ځای یی زړسوانده په هیواد او ولس مین افراد او اشخاص راوړاندې کړو يوازينۍ لاره ده چی د بهرنیو له لاس وهنو  مو خلاصولای شی، بیا د دې اړتیا نه پیدا کیږی چی د ګاونډیو او یا له نورو هیوادو ګیله وکړو.
خپله لیکنه په پیل شوی مطل باندې پای ته رسوم:
چی نه د وي سړي مه کورت خوره مه غوړي!
مننه
۷/۰۷/۲۰۱۷