چې کمزوري شي؛ هله به سوله وکړي!

د جان مېکن په مشرۍ کابل  ته د امريکايي سناتورانو راتګ په افغانستان کې د امريکا د حضور او نورو سرتېرو په اړه د ايران بياځلې کلکې نيوکې ، په مسکو کې د افغانستان د حالاتو په اړه د روسي او چينايي چارو اکو ناسته اودپاکستاني رسنېو په حواله د سولې خبرو اترو څخه د طالب مشرانو  بيا شا تګ، د يوې ورځې مرتبطې پېښې دي.
که څه هم د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټاکنيزو سياليو کې د نورو هېوادونو جګړې پردی بللې وې او ټېنګار يې درلود چې د نورو هيوادونو د ساتنې او عسکرۍ مسٶليت د امريکې نه دى، همدارنګه یې ژمنه کړې وه چې په نورو هېوادونو به لګښتونه نه کوي او خپل سرتيري  به ترې وباسي خو ليدل کيږي چې ټرمپ به افغانستان ته د نورو سرتېرو په لېږلو سره۴ په دې جګړه کې دريېم ښکېل امريکايي ولسمشر شي.
د امريکا پلانونه او موخې معلومې دي؛ ځکه خو د ټرمپ په لومړنيو ويناوو باور نه کېده خو بيا هم څه نا څه هېلې وې.
اميدونه په دې دليل موجود وو چې ټرمپ سياسي سابقه نه درلوده اوليوالتيا يې له سوداګرۍ سره ده نو له همدې امله تر ډېره له نورو سياستوالو بدل دى. 
ناڅاپي په افغانستان د بمونو د مور له توغولو وروسته ليدونه او شکونه ډېر شول.
په وروستېو کې دولسي جرګې غړي ظاهرقدير ادعاکړې چې ګواکې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ ځينو برخو ته امريکايي چورلکو مخالفينو ته د وسلو کانتينرونهښکته کړي.
اخوا د روسي رسنېو د راپورونو له مخې امريکا په افغانستان کې د جګړې نوې باب پرانيزي څو په منځني ختيځ کې د پاتې کېدو پلمه دوام پېدا کړي، ايران، روسيه او چين وګواښي ویې څاري.
زه فکر کوم جان مېکن په کابل کې د وروستۍ خبري غونډې په ترڅ کې د دې ادعاوو تصديق کړی؛ هغه وايي: د نړۍ ځواکمن هېواد د دې جګړې د ختمولو توان لري، افغانستان لپاره بايد ستراتيژي مشخصه شي د جګړې لورې بايد معلوم شي دا معلومه شي چې مونږ دلته څه کوو او حضور مو د څه لپاره دى؟
جان مېکن واضحه کړې که چېرته دا ځواکمن هېواد په رښتيا د جګړې ختمولو لپاره راغلى وي؛ نو دا  جګړه ختمولاى شي.
پوهيږو چې امريکا او ملګري يې د نورو موخو لپاره په افغانستان کې میشت دي، که نه تګلاره خو بايد مشخصه واى دوى د اسامه بن لادن د وژلو په هيواد کې د امنيت د ټېنګښت، حکومت جوړولو او ودانۍ په نوم راغلي وو.
خو داجګړه به څنګه ختمه شي او طالبان به څنګه سوله وکړي؟
کله چې طالبان د کمزورتيا پر ځاى پياوړي کيږي، د هيواد څلوېښت سلنه خاوره يې نيولې، د کندز ښار او د ځينو نورو مهمو برخو د نيولو هوډ ولري؟
طالبان چې ماتې ونخوري څنګه به سوله وکړي؟
نو ځكه ښکاره ده چې؛ دافغانستان لپاره د امريکا نوې تګلاره اونوي سرتيري په امنيتي حالت کې هيڅ بدلون نه راولي ځکه ټګي او برګي لا هم روانه ده.
يو یې طالب روزي، په وسلو يې سمبالوي او بل یې داعش روزي پياوړى کوي يې؛ په نتيجه کې افغانان مري او افغانستان نړيږي او زمونږ مړينه د جګړو لاسته راوړنه شي.
خو زمونږ ځوانان په فېسبوکونو کې د ښځو په څادر او کمېس لګيا وي، د متعصبو او مغرضو   چارواکو او مشرانو په لارښوونو يو ته طالب بل ته د لنډغر لقبونه ورکوي، بهرني لوستي، محصلين او تحصيل کړي ځوانان هم پر ځاى د دې چې سره متحد شي او شوم پلانونه شنډ کړي د نورو د لاسونو وسيله شي. 
له يوبل څخه دنفرت شدت که موله وطن او وطن والو سره دمينې په حسرت بدله کړی واى کېداى شي داسې بدمرغه به نه وو.

چارواکي،مرستيالان، واليان او سياستوالخو به هيڅ نه يادوم؛ دوى خپلمنځي ګټو لپاره په ايتلافونو او ملاقاتونو بوخت دي اوهېواد ته وخت نلري.