نصیراحمد نګار

کوچیان هغه وګړی دی;چې په دښته،بیدا او دغرو په لمنو کې اوسیږی له یوې
سیمې څخه بلې سیمې ته کډه کوی  کوچیان کور نه بلكې کیږدۍ لری;چې خپل
دخوښې وړ سامانونه پکې ږدی ورځنی خواړه یې د روزلو حیواناتو څخه وی
سربیره پر دې ورڅخه کوچ،شیدې،مستې...هم ترلاسه کوی جامې یې اصیلی او
اوږدې وی ماشومان یې ښوونځی ته نه ځی ځکه هغوئ دکور څخه بیرون دحیواناتو
په څرولو کې ونډه لری چې(شپون)نومیږی مور دکور دننه کارونه ترسره کوی او
پلارهم دکور څخه بیرون کار کوی کوچیان میلیمه پاله وګړی دی ګډ ژوند او یو
هدف لری  کډه کیدل یې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د
حیواناتو(اوښ،مرکب)په وسیله سرته رسیږی زیاتره په سمسورو سیمو کې ځاې
نیونه کوی کوچیان هم دغم او ښادۍ په مهال دودونه لری  د دولت په برخه کې
هم لوړ پوړی چارواکی لری;چې د ستونزو او اړتیا پر وخت ورسره همغږی او
مرسته کوی هیره دې نه وی! چې د ټولو د ژوند لومړی پړاو کوچیتوب دی.