افغانستان د نيابتي جګړې ډګر بدلېدو لپاره د امريکا او هند يارانه

په دې بايد ټول سره پوه شو چې افغانستان ته د امريکا او ناټو د اضافي پوځيانو رالېږل به د نيابتي جګړې اور ته د هېواد د غورځېدو دويم او اصلي پړاو وي، خو له بده مرغه زموږ د واکمنانو لاسوونه لکه د ژمي د مسافر داسې يخ دي چې په دومره اورونو لا تاوده شوي ندي او لا يې هم اور ته ور اوږده کړي دي.
نور به دې ته اړتيا نه وي چې سړى په سيمه کې د پراخېدونکو نيابتي جګړو په اړه رڼا واچوي او دا خبرې هم هرچاته تکراري دي چې ووايوو امريکا په سيمه کې خپلې ګټې تعقيبوي.
امريکا اوس د افغانستان لپاره د خپل شيطاني پلان د اصلي برخې عملي کول پيل کړي او غواړي چې افغانستان له څو لوريو څخه چخڼي کړي، يو دا چې دوى او متحدين يې دلته د نورو پوځيانو په را لېږلو سره د هېواد کورنۍ روانه جګړه لا ګرمول غواړي.
امريکا جمع ناټو او د ناټو متحدو هېوادونو دا پرېکړه کړې چې افغانستان ته شاوخوا درې تر پنځو زرو اضافي پوځيان واستوي.
که څه هم امريکايان په دې ښه پوهېږي، هغه وخت چې دوى او متحدينو يې په افغانستان کې کابو يونيم لک پوځيانو په جګړو او افغان وژنو کې ونډه درلوده، او اوس خپله امريکايي جنرالان اعتراف کوي چې دوى د افغانستان په جګړه کې ناکام دي، نو څرګنده ده چې  په دې هم پوهېږي چې دا څو زره اضافي پوځيان به چندان اغيزمن تمام نشي.
خو ددوى يوه موخه داده چې په افغانستان کې د سولې ګوډمات بهير په ټپه ودروي، ځکه د جګړې يو مهم لورى چې طالبان دي، د امريکا د شتون په تېرو کابو شپاړس کالو کې له افغان دولت سره د سولې د خبرو په اړه په دې شرط ټينګ ولاړ پاتې شوي او ويلي يې دي ((تر څو چې په هېواد کې آن يو بهرنى پوځي هم شتون ولري، دوى د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي)) امريکايان پوهېږي چې په دې کار سره د سولې د خبرو دروازه بندولاى شي.
سربېره پردې، په سيمه کې د سعودي او ايران، چين او هند، پاکستان او هند، روسيې امريکا جمع اروپايي ټولنې ترمنځ سياليو او د سيمې په مرکز کې د افغانستان موقعيت ته په پام سره، امريکا غواړي چې په افغانستان کې خپل پوځي شتون په ثابتولو سره، ځان د خپلو سيالانو پولو ته را نږدې کړي.
بل غواړي چې افغانستان د سيمې د هېوادونو د سياليو ډګر جوړ کړي، چې ښه بېلګه يې په دې وروستيو کې امريکا ته د هند د لومړي وزير، نارندرا مودي د سفر پرمهال له نوموړي څخه د امريکا د ولسمشر، ډونالډ ټرامپ هغه غوښتنه چې ويلي يې دي هند دې افغانستان ته پوځيان واستوي، چې دغه موضوع د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي او امنيتي کمېټې له خوا منظور هم شوه.
په دې لايحه کې راغلي چې پنټاګون( د امريکا ددفاع وزارت) دې په افغانستان کې د هند پياوړي شتون او فعاليت لپاره لاره هواره کړي.
په افغانستان کې د هند پوځي شتون پيدا کولو لپاره د امريکا هوډ ټينګ دى، د مشرانو جرګې تر تاييد مخکې د امريکا د کانګريس پوځي کمېټې هم په افغانستان کې د هند د پوځي شتون په اړه ورته طرحه تصويب کړې او اوس به ددواړو جرګو پوځي کمېټې په ګډه غونډه کې دغه طرحه چې (ان ډي، اې اې-٢٠١٨) نومېږي تصويبوي او ټرامپ ته به يې د وروستي لاسليک لپاره سپاري.
د افغانستان لپاره د امريکا د وروستيو پلانونو پايلې:
افغانستان چې په سيمه کې يو بې وسه او بې واکه حکومت لري، کابو څلويښت کاله د جګړو په ګرمو لمبو کې سوځي، که امريکا يې د نيابتي جګړې د ډګر په توګه کاروي، دا به د افغانستان لپاره ډېرې خطرناکه پايلې ولري او آن ويره ده چې افغانستان په څو وړو برخو وويشل شي.
افغانستان پر خپل کمزوري حکومت او اوږدې کورنۍ جګړې سربېره، دداسې هېوادونو په ګاونډ کې پروت دى چې اټومي قدرتونه لري، او په هېڅ وجه له هغوى سره د سيالۍ او تقابل توان نلري.
له دې ور هاخوا افغانستان د هغو هېوادونو په ګاونډ او يا نفوذي سيمه کې پروت دى چې د نړۍ ستر قدرتونه ګڼل کېږي او له امريکا سره سيالي کوي، لکه چين او روسيه.
چين جمع روسيه د امريکا ځواکمن سيالان دي، چين بيا له هند سره هم سيالي لري چې امريکا غواړي د چين د ډارولو لپاره هند د ځان ملګرى کړي، بل پلو هند او پاکستان سره سيال او په خپلو کې سره دښمن هېوادونه دي او چين د هند د ډارولو لپاره له پاکستان سره اقتصادي او پوځي يارانه پالي.
او که هند په افغانستان کې پوځي شتون پيدا کوي، دا به په هيڅ ډول د پاکستان او چين لپاره د منلو وړ نه وي او هغوى به د امريکا ددې کار د مخنيوي لپاره په خپل ټول توان سره هڅې وکړي.
روسيه او ايران به هم چې په افغانستان کې د امريکا له شتون سره مخالف دي، امريکا ته د سرخوږي جوړولو لپاره له چين او پاکستان سره مرسته وکړي او ددې ټولو سياليو ډګر به افغانستان وي.
امريکا به په دې کار سره څو ګټې ترلاسه کړي، د شانګهاى سازمان چې روسيه، چين او هند يې مهم غړي دي، د راتلونکې لپاره د امريکا او ناټو سازمان لپاره خطر ګڼي او غواړي چې افغانستان ته د هند د پښې په را کشولو سره د شانګهاى سازمان دغړو په منځ کې ستونزې را پيدا کړي.
له نوي اور څخه د هېواد ژغورنې په اړه د افغان واکمنانو مسووليت:
افغانانو په ځانګړې توګه واکمنانو ته پکار ده چې د هېواد ژغورنې لپاره کار وکړي، ولس ته دې مراجعه وکړي او امريکا ته دې اجازه نه ورکوي چې د خپلو موخو لپاره له افغانستان څخه د يوه اوزار په توګه استفاده وکړي.
په تېرو کابو ١٧ کالو کې په افغانستان کې د امريکا او ناټو شتون افغانانو ته هېڅ ګټه نده درلودلې، بلکې دوى له هماغه اوله د ځان لپاره اوږد او څو پړاويز پلان درلود چې هر يو يې په خپل وخت تطبيق کړئ او اوس داسې ښکاري چې د خپل شيطاني پلان خطرناک پړاو يې پيلوي او افغانستان د سکروټو بل تنور ته ور ټيل وهي، خو له بده مرغه افغان دولت د هېواد د خير پرځاى د امريکايانو هره خبره په پټو سترګو منلې او مني يې.
د سياسي ګوندونو مشران او د جګړې اړخونه دې په پوره اخلاص او پوره غور او د هېواد د خطرناکې راتلونکې په پام کې نيولو سره، د واقعي سولې لپاره هڅې وکړي، او واقعي هڅې هغه وخت نتيجه ورکولاى شي چې دواړه لوري د سولې جرئت وکړي او هېڅ لورى د بل لوري د تسليمېدو خيال ونکړي، يوازې د خپل ولس خير په پام کې ونيسي او نور افغانان د پرديو له استعمال څخه وژغوري، که داسې ونشي، د هېواد او خلکو راتلونکې مو ډېره پيکه او له خطرناکه ده.
سيدرحمن سالار