
که څه هم چې له پخوا ښکاره او معلومه وه چې امريکا په افغانستان کې خپل پوځي شتون دايمي کوي او په آسانۍ سره به دغه پخه مړۍ (افغانستان)له لاسه ورنکړي، خو د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره ٢٠١٤ کال له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره مهال ويش اعلان کړ، چې بيا وروسته دغه نېټه تر ٢٠١٦ کال پورې اوږده او د درېيم ځل لپاره ٢٠١٧ کال پورې وغځول شوه، چې د يادې نېټې په رارسېدو سره په امريکا کې جمهوري غواړى سوداګر ډونالډټرمپ په واکمنېدو سره، امريکايي جنرالانو په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شمېر د زياتېدو غوښتنې مطرح کړې چې بالاخره د غبرګولي په ٢٣مه د امريکا ولسمشر ددغه هېواد ددفاع وزير جيمز مټيس چې په ليونې سپي مشهور دى ته واک ورکړ چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شمېر د زياتېدو په اړه پرېکړه وکړي.
د امريکا ددفاع وزير جيمزمټيس د غبرګولي په ٢٤مه د پنټاګون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کړې ويلي، ((زموږ د قواوو د عملياتو توان به نور هم زيات شي او هلته په افغانستان کې د امريکا د عسکرو موجوديت ته اهميت ورکول د سيمې په هکله زموږ ژمنتيا څرګندوي.))
ورسره د ناټو سازمان چې اصلا د امريکا په هره غوښتنه د تاييد ټاپه وهي په افغانستان کې د خپلو عسکرو د زياتېدو لپاره چمتوالى اعلان کړ.
د ناټو عمومي منشي، جينز سټولټنبرګ د چنګاښ په اتمه په بلجيم کې ددفاع وزيرانو له غونډې وروسته اعلان وکړ چې د ناټو سازمان ٣٩ متحدو هېوادونو ژمنه کړې چې افغانستان ته نور پوځيان واستوي او د افغان ځواکونو د روزنې ماموريت ته دوام ورکړي.
ناټو او امريکا په داسې حال کې په افغانستا کې د خپلو ځواکونو د زياتېدو اعلان کړى، چې د افغانستان دولت په دې اړه پوښتل شوى ندى نو ځکه دا د امريکا د خپلسريو يوه بله بېلګه ګڼل کېږي، خو دې اصل ته په پام سره چې هر دولت د خپل هېواد د خپلواکۍ ساتلو، ځمکنۍ بشپړتيا او ولس د خونديتوب مسوول دى، افغان دولت هم له دې څخه ځان نشي مستثنا کولاى؛ خو له بده مرغه چې د امريکايانو د خپلسريو پروړاندې يې نه يوازې خپل مسووليت ندى ادا کړى، بلکې د ولس سترګو ته د خاورو په شېندلو سره د امريکا دغه خپلسرى او د ټولو نړيوالو اصولو خلاف اقدام تاييدوي هم.
د دوه سري حکومت اجراييه مشر، عبدالله عبدالله مخکې له مخکې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شمېر له زياتېدو څخه هرکلى وکړ.
ډاکټر عبدالله افغانستان ته پوځيانو د زياتولو په اړه د ناټو له اعلان وروسته دغه اقدام تاييد کړى او دده په ګمان، له ترهګرۍ سره د نړيوالې مبارزې په برخه کې د افغانستان له حکومت او خلکو څخه د ملاتړ ددوام په اړه د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع وزيرانو وروستۍ پرېکړې، يوځل بيا د افغانستان د نړيوالو متحدينو جدي اراده نندارې ته وړاندې کړه.
د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان ددفاع وزارت مرستيال وياند، جنرال محمد رادمنش هم د ناټو له ملاتړ څخه هرکلى وکړ او ويې ويل:"د ناټو ملاتړ له موږ سره په ټولو برخو کې مرسته کوي، تر څو وکولاى شوو، چې په افغانستان کې سراسري سوله رامنځ ته کړوو."
په افغانستا کې د بهرنيوځواکونو د شمېر زياتېدو پايلې:
شک نشته چې په هېواد کې د بهرنيو پوځيانو په زياتېدو سره به د ولس او نړيوالې ټولنې په منځ کې د افغان دولت اوسنۍ په نشت حساب باور لا پسې وبايلل شي.
د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره له هېواد څخه په بشپړه توګه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو شرط ته په پام سره چې د افغان دولت تر ټولو مهمه او ستره وسله واله مخالفه ډله ګڼل کېږي، د نورو بهرنيو پوځيانو په راوستلو سره به سولې په اړه هيلې له منځه لاړې او جګړه به لا ګرمه شي.
دغه راز کلک باور دى چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي به هم په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو له زياتېدو سره مخالفت وښيي، ځکه دوى هم په وار وار له هېواد څخه په پشپړه توګه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه مطرح کړې او په زيات ګمان سره چې ددوى او افغان دولت ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ هماغه وخت پيل شو چې بهرنيانو د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره مهال ويش اعلان کړ او د وتلو دغه لړۍ عملا پيل شوه.
دا هم بايد ومنل شي چې بهرنيان په ځانګړې توګه امريکايي پوځيان به په افغانستان کې خپلو شپنيو عملياتو او ړندو بمباريو کې هم زياتوالى راولي او د افغانانانو د مرګ ژوبلې، بې عزتۍ او سپکاوي کچه به زياته او بالاخره ولس به لا سخت غبرګون ته اړ شي.
د سيمې او ګاونډيو هېوادونو غبرګون:
د روسيې، امريکا او ناټو ترمنځ، رامنځ ته شوو تاوتريخوالو او د روسيې، ايران، چين له خوا د امريکا پر وړاندې ايتلاف ته په کتو سره، داسې ښکاري چې دوى به په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د زياتېدو په اړه غلي پاتې نشي، چې په دې کار سره به په افغانستان کې روان ناورين لا پسې ګرم شي او يوه عملي نيابتي جګړه رامنځ ته شي او ددې ټولو بيه به افغان دولت او ولس پرې کوي.
ښايي د بې وسۍ له امله وي چې افغان دولت د هېواد د برخليک په اړه د امريکا او ناټو پرېکړو ته چک چکې وهي، خو بايد ددې کار پايلو ته هم جدي پام وکړي، افغان دولت چې تر اوسه د کورنيو جګړو او ستونزو له ډنډه نشي وتلاى، که هېواد د روسيې او امريکا د لوبو او زور ازموينې ډګر جوړ شي، نو آيا په هغه صورت کې به بيا دولت د روسيې او امريکا د سياليو په نتيجه کې د رامنځ ته شوي ناورين د کابوکولو وړتيا ولري؟
آيا افغان دولت په سوريه او اکراين کې د امريکا او روسيې د سياليو له امله د رامنځ ته شوي ناورين په اړه معلومات لري؟
په يوه هېواد کې د بل هېواد يا هېوادونو د پوځيانو د ميشتېدو موضوع دومره ساده نده لکه افغان دولت يې چې په اړه بې تفاوته دى، بلکې دغه موضوع د تاييد يا رد لپاره بايد ولس ته وړاندې شي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ډېرى استازي په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو له زياتېدو سره مخالف دي.
نو دولت څنګه دومره مهمه موضوع چې د هېواد برخليک وسره تړلى، د ولس ژوند، عزت او بې عيزتي ورسره تړلې د سولې او جګړې برخليک ورسره تړلى دا هرڅه له پامه غورځول کېږي او د امريکا او ناټو هره پرېکړه په پټو سترګو منل کېږي؟
ښکاره خبره ده چې دولت به په دې کار سره خپل مشروعيت او په ولس کې د خپل باور ټيټه کچه لاپسې ټيټه کړي.
که افغان دولت په رښتيا هم په هېواد کې د جګړې د مخنيوي او د سراسري سولې رامنځته کېدو غوښتونکى وي، نو پکار ده چې د يادې موضوع په اړه د ولس مشوره واخلي د قضيې منفي او مثبت اړخونه دې وسنجوي، په منطقي ډول او د هېواد روان وضعيت ته په پام سره معقوله پرېکړه دې وکړي.
د آزاد او خپلواک افغانستان په هيله