د افغانستان د نجات لپاره د ایتلاف کاغذي ډرامه

کله چې سیاست په بزنس بدل شي د هیڅ شي وړاندوینه کره نه وي، ځکه په کاروبار کې ګټه، تاوان، ریسکونه او دیوالیه کیدل هم وي او کله، چې بیا  د سیاسي بزنس افغاني مارکیټ ته سر ور ښکاره کړئ نو خولې به مو وازې پاته شي. دلته هر څه شوني دي او هیڅ شی هم له انتظاره لرې نه دی، خو هغه څه، چې په تواتر واقع شوي هغه د ‌ذاتي ګټو پر سر د سیاست د لومړنيو اصولو تر پښو لاندې کول دي .
لومړی اړینه ده، چې د ایتلاف د خواوو په هکله لږ رڼا واچوو. له کاغذه ښکاري، چې دا هوکړه لیک د هزاره ورونو د وحدت ګوند د محقق د شاخې، د تاجکو ورونود جمعیت ګوند د استاد عطا د څانګې( د رباني په کلینرۍ) او د ازبکانو د ملي اسلامي جنبش له خوا له هیواده بهر لاسلیک شوی. په زغرده د ویلو ده، چې دغه ګوندونه یوازې د توکم په محوریت رامنځته شوي، چې له همدې ځایه د هیواد قانون ماتونه پیلیږي، زمونږ هیڅ قانون هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د ژبې، سیمې او توکم په اساس دې ګوندونه جوړ شي. خو دغو هر یوه د نړیوالو اړیکو په مرسته، چې له بهره د دوی د ګټو د خوندي کولو په پار شوي ځانونه په شته قوانینو کې د ګوندونو په نامه ثبت کړي.
اوس راځو د دغه کاغذ منځپانګې ته.
د ویلو ده، چې کله متن ته ښه توجه وشي ښکاري، چې له کومې بلې بهرنۍ ژبې ژباړل شوي ده، په هر ترتیب لومړۍ ماده داسې ارشاد کوي:
۱ـ براى مديريت بحران فعلى كشور وارائه راهكار هاى بعدى شورايى متشكل از رهبران طراز اول جريان هاى ياد شده تحت نام ( شوراى عالى ايتلاف براى نجات افغانستان ) تشكيل ميگردد.
دوی د هغه بحران د مدیریت خبره کوي، چې له درې لسیزو یې خپله جوړوي. په رښتیا هر څوک، چې بحران جوړولای شي د مدیریت چاره یې هم همغو ته ښه مالومه وي. او بل دا چې آیا استاد عطآ د جمعیت ګوند په طراز اول کې باید ومنل شي او که نه؟
جمعیت په دې لوبه کې هم لکه پخوا په هر ځای کې د کورګي د جوړولو په هڅه کې دی، عبدالله دلته په سینګار اخته دی، ضیا مسعود بل ځای، یونس قانوني بل ځای او... .
د ویلو ده، چې دا ایتلاف به له هر چا مخکې د جمعیت د ننه کړیو کې سمه بلوا جوړه کړي او دوی ښایي ونشي کړای، چې د جمعیت د نننی بحران مدیریت کړای شي.
دوهمه، دریمه او څلورمه ماده د ایتلاف په دننني سټرکچر خبرې کوي، چې هره یوه یې په خپل ذات کې له وهم، بې اعتمادۍ او بې یقینۍ څخه سرچینه اخلي. دوی اته ګونې کمیټې ټاکي او بیا هرې کمیټې ته دندې په نښه کوي.
دوی خپل لومړیتوبونه په دولسو مادو کې ځایوي، چې مهم یې دا دي:
۱ ـ باز گرداندن اعتماد ملى بين اطراف وجهت هاى سياسى داخل حكومت و جهت هاى ملتزم به نظام و قانون اساسى.
۲- تلاش براى تقويه نيروهاى دفاعى كشور جهت مقابله مؤثر در برابر جريانهاى تروريستى وجنگ طلب.
۳- حمايت مؤثر از پروسه صلح وثبات در كشور.
۴- با توجه به عدم تناسب طرح امنيتى و وضع الجيش اردو و نيروهاى امنيتى كشور وسرايت جنگ ها در طى يكسال اخير به مناطق شمال ، ارائه طرح جامع امنيتى وادارى براى مناطق مركزى و مناطق شمال ، شرق ، جنوب و غرب كشور.
۵- حمايت از تطبيق كامل مندرجات توافق نامه حكومت وحدت ملى ، بين تيم تحول وتداوم وتيم اصلاحات وهمگرايى
۶- تلاش براى اعاده صلاحيت هاى معاون اول رياست جمهورى و وزراء مطابق قانون اساسى و تشكيلات اساسى مصوبه پارلمان كشور واجراء صلاحيت هاى رئيس ومعاونين رياست اجرائيه مطابق چار چوب توافقنامه حكومت وحدت ملى
۷- تلاش براى غير متمركز سازى اجراءات بودجوى نظام در سطح وزارت خانه ها مطابق وعده هاى انتخاباتى و اعطاى بودجه انكشافى ، صلاحيت هاى اجرائيوى به ولايات در روشنايى ماده ١٣٧ قانون اساسى كشور
۸- تلاش براى تطبيق انكشاف متوازن وتامين مشاركت ملى در امر گزينش كادرهاى امنيتى ودفاعى وامور ملكى
۹- يكى ازنقايص جدّى نظام سلب شدن اعتماد مردم از پروسه انتخابات است كه در حكومت وحدت ملى نيز اين نقيصه رفع نگرديد و در گزينش كميشنران ودار الانشاء انتخابات و نيز كميسيون اصلاحات ادارى با جهت هاى داخل حكومت ، بطور خاص وداخل نظام بطور عام مشورت هاى كافى صورت نگرفته وابهامات جدٌى وجود دارد ، شوراى ايتلاف ضمن تأكيد بر بر گذارى به موقع انتخابات رياست جمهورى ، ولسى جرگه شوراهاى ولايتى و ولسوالى و شهرداريها ، در جهت اصلاح تعيينات نهاد هاى فوق الذكر طرحهاى خويش را ارائه مينمايد
۱۰- حمايت از اعلاميه رهبرى جمعيت اسلامى در ماه رمضان ١٣٩٦
۱۱- با توجه به ناكامى ارگانهاى امنيتى ودفاعى در امر تأمين امنيت سراسرى ومهار گروه هاى تروريستى ، كوشش بعمل ميايد كه تغييرات اساسى در اين ارگانها رونما گردد
۱۲- تامين حقوق سياسى و شهروندى وآزاديهاى مدنى مردم و آزادى بيان ، وانديشه و آزادى اجتماعات مدنى در روشنى قانون اساسى كشور.
اوس به راشو وګورو، چې د دغو لومړیتوبونو د وړاندې کولو په ډرامه کې کوم رازونه پراته دي
ملي اعتماد چا مات کړ؟ دا هغه سوال ده، چې افغان ټولنه یې باید تر هر چا دمخه له همدې ښاغلیو وکړي. ملي اعتماد او باور هغه وخت ماتیدونکی وي، چې یوه امتیاز غوښتونکې خوا تل د ملت پر ارادو حاکمیت وکړي. له دوه زره لومړي کاله را په دیخوا او د بن له کنفرانس وروسته همدا جمعیت او جمعیتیان دي، چې د ملت د ارادو په وړاندې له سولې او ټیکاو سره په مخالفت کې له نظامه قلنګ اخلي. اوس که یواځې د یوې ادارې د لوړپوړو چارواکو لیست وړاندې شي نو بیا د دوی چیغې آسمان لړزوي. جمعیت، وحدت او جنبش  هغه یواځیني تنظیمونه دي، چې د خپل حاکمیت په جغرافیا کې بل چا ته د ځان خوځولو اجازه لا هم نه ورکوي. افغانان اوس په دې مانورو او اوتو بوتو د غولیدو نه دي.
ښاغلو! تاسو خو به لا اقل په لومړیتوبونو کې داسې څه په نظر کې نیولي وای، چې کوم ساده افغان خو باور پرې کولای. اوس ټول پوهیږي، چې غوا توره خو شیدې سپینې دي.
د سولې له پروسې ملاتړ دوی په لومړیتوبونو کې نیولی، ماته خو خندا راشي، چې د سولې په خوا لومړني ګامونه هر ځل چا او څنګه سبوتاژ کړل؟ یوازې د ښاغلي حکمتیار راتګ د دغو درې ګونو تنظیمونو د مشرانو خوب ور حرام کړی نو څوک به څنګه ستاسو په دې پوچ تبلیغاتي کمپاین باور وکړي؟
که زه د دوی پر ځای وای نو په ډاګه مې داسې لیکل:
((آمد آمد مخالفین دولت به پروسه صلح از یکسو و از دست دادن امتیازات خدا داد از سوی دیگر ما را وا داشت تا بر ضد قانون سالاری و شایسته سالاري ایتلاف جدیدي را به وجود بیاوریم تا اگر باشد از مرگ تدریجي خود جلوگیري نماییم.))
د دوی د لومړیتوبونو پنځمه ماده آساسي ماتوي او په شپږمه ماده کې بیا د اساسي قانون د پوره اجرا غوښتنه کوي. هلته، چې قانون د دوی په ګټه دی قانون ته لومړیتوب ورکوي خو بل ځای ، چې قانون د دوی په ګټه نه دي د دوه ټیمونو تر مینځ د توافقنامې یادونه کوي.
د لومړیتوبونو په یولسمه ماده کې دا ایتلاف د ایتلاف له حالته وتلی او په یوه اجرایوي ادارې اوښتي، تاسو توجه وکړۍ!
زه خو، چې هر ځل دا تفاهم لیک لولم د دغه ایتلاف راتلونکې راته یوازې یوه معما ښکاري. داسې فکر کیږي، چې دوی یوازې د هغو تهدیدونو په وړاندې یو عکس العمل یا غبرګون وښود کوم ، چې دوی ته په مالي او سیاسي لحاظ په نږدې راتلونکي کې متوجه دي. له بلې خوا د دوی په دې خام کار ترکیې هم وغوښتل خپل رول په افغان مسئله کې نړیوالو یا لا اقل اوسنیو حریفانو ته ور په یاد کړي.