د لنډغرو پر وړاندې چوپتيا ګناه ده!

زموږ ګیله د همدغه پردي پاله جاسوساو لنډغرو او د هغوی تر شاه یو څو اوباشانو نه کیږی او نه یی کوو دا ځکه چور، غصب، قتل او پرديو ته جاسوسي خو د دوی روزنه ژوند دی، زموږ ګیله د تاجکو، هزاره وو او هغه ازبکو کیږی چی زموږ د ټولنې روشان فکره کشر دی.
که چیرته دوی ( فدرام،عطا نور، صلاح الدین رباني ضیا مسعود، دوستم محقق) په رښتیا هم د یادو شویو قومونو مشران او حق په جانب وی نو د همدغه قومونو روښانفکره طبقې ته پکاره ده چی د نر په شانته د دوی تر شا ودريږي او کنه پدې ښه پوهیږی چی دا قومي ټیکدران د دوی مشران نه بلکی د خپلو شخصي ګټو لپاره د پردیو په چوپړ کی دي خپلې ګټی او خپلې چوکۍ ساتي نه د قوم له غمه مړه دی او نه هم د هیواد بیا خو نو د دغه لنډغرو پر وړاندې د افغانستان د شریفو قومونو د روښان فکره طبقې چپ پاتې کیدل لویه ګناه ده چی د هیواد او ولس پر وړاندې یی تر سره کوی.
موجوده شرایطو ته په کتو افغانستان د تاریخ په ډیر حساس وخت کی موقیت لری ډیر واړه واړه حرکتونه کولای شی چی لویي پيلې او عواقب رامنځ ته کړ، ځکه خو موږ ټولو افغانانو ته په کار ده چی د هر ډول هرج او مرج په ګډه مخه ونیسو.
که چیری موږ ټول افغانان دوه دقيقي د همدغه لوپرو او لڼډغرو لکه دوستم، محقق، عطا نور، ضیا مسعود یا په ټوله کی د وحدت، جنبش همدارنګه د جمعیت اسلامی په ځانګړی توګه د شورا نظار تاریخ او هغه اعمال او کړنی چی دوی پدې لنډ تاریخ کی د هیواد او ولس پر وړاندې تر سره کړی دی نظر واچوو نو بیا دوی ته د لنډغر او او لوپر جنګسلار، مذدور غاصب، غله قاتل او د پردیو جاسوس ټولې کلمی ښه صدق کولای شی او کوی یی.
دا همغه افراد او اشخاص دی چی د ببرک د ډلی سره یی لاس یو کړ د نجیب حکومت یی د یوې کودتا له لاری له منځه یوړ کابل یی د هغه پلان برخلاف چی مجاهدینو په پښاور کی پریکړه کړی وه چی یو ګروپ به هم کابل ته نه داخلیږی، داخل شول دولتي شتمني یی چور او تالان کړه ، ملی اردو یی تکه تکه کړه همدارنګه یی ټول کابل لوټې لوټې کړ په لسهاوو زره بی ګناه او بی دفاع کابلیان یی په شهادت ورسول، د خلکو په ناموس یی تیري وکړل، د تور سریو یی سینې پری کړی د انسانانو په سرنو کی یی میخونه ټک وهل او پاتې کابلیان یی فرار ته پداسی حال کی مجبور کړل چی ټولې شتمنۍ یی همدغه لنډغرو لا له وړاندې لوټلی وی .
موږ نه پوهيږو چی همدغه کابلیان په کومو سترګو بیا راولاړيږي همدغه غلو او شکونکوو ته رایی ورکوی او تر شا یی ودريږي او دوی خپل مښرانګو بولی؟ پکار وه چی دا هر یو غل یی محکمی ته راکش کړی وای نه دا چی تر شا یی ولاړ وای.
افغانستان د پښتنو، تاجکو، هزارهګانو، ازبکو پشیانو، اعماقو،قزلبشانو اعربو او نورو، نورو قومونو ګډ کور دی، هیواد مو یو دی دښمن مو ګډ دی د هر يرغلګر پر وړاندې ټول وروڼه قومونه هر وخت په ګډه دریدلی دی او هر يرغلګر ته مو نه هيريدونکي سبقونه ورکړی دی او هر يرغلګر مو په ګډه له خپلې خاورې څخه شړلی دی.
موږ بیا هم د هیواد پر ټولو روښانفکره افغانانو په ځانګړی ډول پر تاجکو، ازبکو او هزراه ګانو غږ کوو چی بد ته بد ووایو او ښه ته ښه دا یو څو د ګوتو په شمار خرڅ شویو او لاس پوڅو ته وخت ورنه کړو تر څو د افغان ولس او هیواد پر سرنویشت نورې لوبې وکړی.
تل د وي د افغانانو تر منځ ملي يوالي!
ورک او شرمیدلي د وی قومي ،سمتي ، مذهبی ټیکدران او د پردیو جاسوسان!
مننه
30/06/2017