
له ټولو ستونزو سره سره، چې حکومت یې د خپلو وعدو په پوره کولو کې لري، ځینو کړنو او غبرګونونو ته په کتو لا هیلې مړې نه دي.
ښایي ستاسو تجربه هم دا وي، چې د ځینو کړیو شور او وارخطایي د قانونیت په خوا د تګ په مانا وي، یا یې که لږ نوره هم لوڅه ووایو ځینې اقدامات او کړنې د دې لامل شوي، چې له قانون څخه تښتیدونکې قواوې د خپل ځان د بقا لپاره په نویو هلو ځلو په رسوا توګه لاس په کار شي.
د دوستم، عطا او محقق ائیتلاف د رباني په کلینرۍ د دې ښکارندویه ده، چې له مرکزه تښتیدونکي د کومې ژورې اندیښنې په پایله کې مجبور شول د اختر ورځې له خپلو خلکو او کورنیو لرې د دوستم په دسترخوان د سبا په هیله تیرې کړي.
کوم انځورونو او تبصرې، چې له انقرې لیک شوي د یوه نیم بنده ائیتلاف نښې څرګندوي او رسمي اعلامیې ته باید انتظار وکړل شي.
خو هغه څه، چې تل مالوم وه او دي هغه د ګټو د شریکوالي ملګرتیاوې دي. کله هم، چې سرتمبه مشران له مالي پلوه له خپلسریو راګرځول شوي او یا د دوی د عدلي تعقیب خطره احساس شوې نو بیا د سیاسي ائیتلافونو د جوړیدو او د خطرناکو مدني حرکتونو د پیل دړکې ورکړل شوي.
که دا تايید شي، چې دا اعتلاف شوی دغو ټکو ته پاملرنه په کار ده:
ـ د جمعیت د کوند رسمي دریځ به څه وي؟
ـ آیا یو ځای شوې ډلې به د دې اخلاقي جرأت ولري، چې دولتي پوستونه او امتیازات له لاسه ورکړي؟
ـ حکومت به د داسې یاغي مشرانو ، چارواکو او په قدرت کې د شریکو تنظیمونو په هکله څه کوي؟
ـ د عبدالله عبدالله دریځ به څه وي؟
ـ د بهرنیو چارو وزیر به بیا هم وزیر وي؟
ـ ولسمشر به د دې جرآت او توانمندي ولري، چې د ائیتلاف مهمې مهرې له دندو ګوښه کړي؟
ـ په هیواد کې د شته ګوندونو، ټولنو او بنسټونو غبرګون به څه وي؟
ـ آیا زمونږ حکومت به د دې جوګه وي، چې د دغو افرادو خلاف نړیواله لابي وکړي تر څو د دوی بهرني ملاتړي له دوی لاس په سر یا لا اقل د دوی له دغو کړنو حمایه ونه کړي؟
ـ سیاسي او مدني فشارونه به دومره کارنده وي، چې په حکومت د ننه د حکومت د طرحو مخالفین په یوه اپوزیسیون واړوي او آیا دغه مخالفین به دومره سیاسي وجدان ولري؟
فکر کوم د د دغه نوي ائیتلاف په جوړیدو به هغه قواوې، ګوندونه، ټولنې او مستقل اشخاص، چې د نظام ړنګول یې له کارې برنامو څخه نه وه د حکومت پلوې ته نور هم زړه ښه کړي او پر حکومت ده، چې د دوی غوښتنې د نظام د اصلاح لپاره په پام کې ونیسي.
هغه ګوندونه، تنظیمونه او مستقل اشخاص، چې د تحول او تداوم له کړنلارې سره په ټکر او مخالفت کې دي هیله ده یوازې د دوه کلو لپاره دې د حقیقي اپوزیسیون مزه وڅکي او خپله سیاسي وړتیا دې دې ملت ته ثبوت کړي.
دلته ځینې غواړي، چې هم (کوزه، هم کوزه گر او هم گل کوزه) و اوسي.