انجنیراسمعیل صمیم په امریکا کې ممتاز زده کوونکئ وپېژندل شو

انجنیر محمد اسمعیل صمیم د امبرټن پوهنتون لخوا چې د امریکا یو له معتبرو او پېژندل شویو پوهنتونو څخه دۍ په ۲۰۱۷ کال کې د لوړو نمرو له کبله ممتاز زده کوونکۍ وپېژندل شو. کله مې چې ددغه افغان زده کوونکي په اړه واورېدل نو اړینه مې وګڼله ترڅو یې په اړوند یو څو کرښې ولیکم ترڅو خپله دۍ هم وستایل شی او د نورو افغان زده کوونکو لپاره هم یوه بېلګه شي او پدې پوه شي چې افغانان د لوړ استعداد نه برخمن دي.  لکه څنګه چې ددغه ورور په اړوند ما مخکې معلومات نلرل نو زیار مې وایست ترڅو ورسره اړیکه ټینګه کړم او دده په اړه نور مالومات راغونډ کړم.  پس له دوه اونیو نه مې د افغانانو له ټولنې څخه چې د تکزاس ایالات د ډالاس په ښار کې موقعیت لری اړیکه ونیوه او هغه وتوانېدل ترڅو یې ماته د ټلیفون شمېره راکړه او وروسته مې خپله د انجنیر اسماعیل سره اړیکه ټینګه کړه او ځان مې ورته معرفي کړ، ډېر خوښ شو او د ځان په اړه یې مالومات راکړل.
انجنیر اسمعیل صمیم د حاجې عبد الظاهر زوی په ۱۳۶۲ هجري لمریز کال کې د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د پاینده خېلو کلې په یوه دینداره او علم دوسته کورنۍ کې زېږېدلۍ او خپلې لمړنۍ او ثانوي زده کړې یې د سیداباد په عالي لېسه کې ترسره کړيدی، وروسته د همدې لېسې نه په ۱۳۷۹ هجری لمریز کال کې په دریمه درجه فارغ شویدۍ.  ده د کانکورد ازموینې له لارې د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ ته لاره موندلې او په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال یې ددغه پوهنځۍ د ساختماني بخش (Civil Department) نه په لوړو درجو د لېسانس سند ترلاسه کړۍ.  د پوهنتون نه له فارغېدو سره سم نوموړي د هبیټاټ د موسسې سره د انجنیر په توګه د بامیانو په ولایت کې دنده اخيستې او ددغه موسسې سره دوه کاله پاته شویدۍ، وروسته یې د یوې امریکايي کمپنۍ (IRD) سره په ۱۳۸۷ هجري لمریزکال کې دې ساحوي انجنیر په توګه دنده اخیستې خو د ښو لاسته راوړنو او لوړ استعداد له کبله یې په ډېرلږ وخت کې د پروژې مدېر(Project Manager) پوست ته ارتقاءکړېده او په همدغه پوست کې دری نیم کاله پاته شوۍ چې په کنړ ولایت کې دسوکۍ نه ترخاص کنړ پورې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۱ مترو په سور کانکریټي پل دې ده له لویو لاسته راوړنو څخه دئ چې په ډېر لوړ کیفیت جوړ شوی اود کنړونو ولس یې منندوی دئ.  ددغه پروژې له بشپړېدو وروسته نوموړي په ۱۳۹۰هجري لمریز کال کې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا متحده ایالاتو ادارې (USAID) ته لاره موندلې او تردوه کلونو پورې په وردګو ولایت کې ددغه ادارې ځانګړئ استازۍ پاته شوۍ دۍ. په وردګو ولایت کې د USAID ددفتر له تړل کېدو وروسته نوموړي د همدې ادارې سره په کابل کې د یوکال لپاره د ساختماني انجنیر (Civil Engineer) په توګه د کندهار- هلمند د برېښنا او کجکي بند په پروژو کې کار کړیدۍ. انجنیر اسمعیل د لوړو زده کړو سره د زیاتې مینې او علاقې له کبله د امریکا د مهاجرینو د وېزې نه ګټه پورته کړې او د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د سنبلې په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ته تللۍ او وروسته له پنځو میاشتو یې خپله ماسټري د امبرټن په پوهنتون کې پیل او د ۱۳۹۵ هجري لمريز کال د دلوې په میاشت کې یې د ماسټرۍ سند د پروژې د مدېریت (Project Management) په برخه کې ترلاسه کړیدۍ.  د دغه سند دې ترلاسه کولو لپاره یو زده کوونکۍ باید ټولټال ۱۶ کورسونه واخلي او انجنیر صمیم د ماسټرئ اړونده ټولو کورسونو کې د ۹۲ نه جګې نمرې ترلاسه کړې چې د نمرو اوسط (GPA) یې 4.00  ساتلې او له همدې کبله د پوهنتون ادارې په ۲۰۱۷ میلادي کال  د ممتاز زده کوونکي  په توګه وپېژاند او د پوهنتون ښوونکي او زده کوونکي یې د افغانستان له نامه سره اشنا کړل او پدغه پوهنتون کې یې د ګران هېواد بیرغ اوچت کړ. پاته د نوي چې دغه افغان ځوان په انګلیسي، پښتو، او دري ژبو باندې روانې خبرې کوي او د عربې ژبې سره هم اشنايي لري. 
باید یادونه وکړم چې ما ورڅخه د ده د راتلونکي پلان په اړه وپوښتل او راته یې وویل چې پلان لرم په خپل ګران هېواد افغانستان کې دنده واخلم ترڅو د خپل ولس لپاره یو څه وکړم ځکه د لمړنیو زده کړو نه نېولې تر لوړو زده کړو پورې د افغانستان دولت او ولس پر ما باندې پانګونه کړې چې هېڅ وخت به یې هېره نکړم او په همدې وجه افغانستان ته د بېرته تګ هوډ لرم. ددې ترسنګ د نورو زده کړو لېوال هم دۍ او غواړي پس له یوڅه وخت نه د ډاکټرۍ (Ph.D.) د ترلاسه کولو په لټه کې شي. په پای کې غواړم د لوی رب نه ښاغلي انجنیر اسمعیل صمیم ته د نور توفیق غوښتنه وکړم ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د خپل لوړ استعداد نه په ګټې اخیستو سره خپل ګران هېواد افغانستان ته خدمت وکړي.
په درنښت
واشنګټن، امریکا