غزل

په دې غمجن غمجن فکرو جانان ته نه رسيږم
جانان خو لارې لکه اسمان اسمان ته نه رسيږم
سر په زنګون کيږدم ژړيږم دخپل ځانه سره
ږيره مې سپينه شوه ارمان ارمان ته نه رسيږم
د مور شرينې لو نګيې او خــــوږې خـــــــــبرې
په ناز به يې ويل چې قربان قر بان ته نه رسيږم
هره لحظه مــــې دژوندون لکه اوبه تېر يږی
اخير به ومـــــرم بيا به دې جهان ته نه رسيږم
لکه قيدي عمر تيريږی می په ګرانه ګرانـــــه
زه سيدکريم چيرې ژوندون اسان ته نه رسيږم
سيدکريم
العين ۲۰۱۰\\۲\\۲۸