د شوال د مياشتي اوله ورځ د کوچني اختر ورځ وي داد ټوله عالم اسلام لپاره يوه ګډه د خوشحالي لمانځلوورځ ده ، مسلمانان د روزي د مياشتي په تيريدلو سره عبادات تقواي عجز او د نعمتونو د شکراني لپاره داختر د لمونځ په ادا کولو سره لمانځي ، او دغه رنګه د نفس په پاکوالي سره او د خوشحالي جوړولو لپاره دکوچني اختر ورځ په ډير احترام او لهسلامي مراسمو سره سم تيروي .
زمونږ خوږ نبي حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه و آله و سلم د اختر د ورځي فضیلت په اړهفرمايلي.
اذا کان اول یوم من شوال نادی مناد : ایھا المؤمنون اغدو الی جوائزکم، ثم قال : یا جابر ! جوائز اللہ لیستکجوائز ھؤلاء الملوک ، ثم قال ھو یوم الجوائز
يعني چه کله د کوچني اختر اوله ورځ وي ، د اسمان والا غږ کوي : اي مومنانو! د خپلو تحفواخيستلو پهطرف ولاړ سي ، او بيا يي و فرمايل اي جابره ! د اللهﷻ تحفي يا ورکړه د دنيا د بادشاهانو او اميرانو پهڅير نه ده بلکه د کوچني اختر اوله ورځ د الهي نعمتونو يا تحفو د ويشلو ورځ ده.
او بيا يي وفرمايل د اسمانونو والا به دا غږ وکړي اي بندہ داللهﷻ تا ته دي مبارک سي ستا د تير کال ټولګناهونه معاف شول اوس ته ده راتلونکي ورځي په هکله فکر وکړه چه ګناه در څخه ونه سي.
امام انس بن مالک مومن ته د اختر مبارکي زيري په ډير ښکلي توګه فرمايي چه د مومن لپاره ځانګړيپنځه اختره دي .
۱ اول چه په کمه ورځ له ګناهونو ځان وژغوري.
۲ دوهم چه په کمه ورځ له نړي څخه سالم ايمان يوسي.
۳ دريم د پل صراط په لاره په سلامتي او کاميابي سره تير سي.
۴ څلورم له دوزخ څخه د خلاصون او ده جنت زيري ور کړ سي.
۵ پنځم د باري تعاليﷻ رضا ور په برخه سي او د اللهﷻ په ليدلو سره يي سترګي مړي سي.
د کوچني اختر ورځ اللهﷻ د نعمتونو لپاره د شکر کولو ورځ ده، ده کوچني اختر ورځ د روزي د قبوليت ددوزخ څخه د خلاصون او د مبارکي ورځ ده.
خو رښتيا دا ده چه د هغه غافل يا بدبخته کس لپاره د اختر په خوشحاليو کښي کومه برخه ده چه د اللهﷻنعمتونه پر ده اوريږي د عذاب څخه د خلاصون او د بخښني لپاره له دده سخه غوښتنه کيږي، مګر دي بياهم هيڅ توجه نه کوي دي ده دنيا په فکرونو او نفساني خواهشاتو کښي ډوب دي د توبه او استغفار او تراويحکولو فرصت يي نه درلود، دي د ددنيا محبوبيت له دين څخه غافله کړي وه د روزه مبارکه مياشته له ده څخهپه غفلت او سستي کښي تيره سوه.
يقيناً اختر دغسي خلکو ته مبارکي د پيغام په ځاي دي ده دوي ته د هدايت دعا کولو طلبګاره دي نور نوددغسي کس د ہلاکت اور غفلت په اړه کوم شک کيداي سي د کوم چا لپاره چه حضرت جبريل امين ښيراکړي او زمونږ خوږ نبي دده په ښيرا باندي امين ويلي دي.
وروستي