د اعتماد مراندې په حقیقت او ريښتینولۍ سره پیاوړې کیږي، دغه چاره اعتماد غښتلی کوي او د باور فضا یو بل ته د همکاریو لپاره لار هواروي او که چېرې د اعتماد او باور دغه توکي له منځه ولاړ شي، ځای یې دروغ او غولونه ونیسي، د اعتماد او باور ځای بیا په بې اعتمادي او بې باورۍ باندې بدلیږي، چې په دې وخت کې بیا نږدې اړیکي هم د بې باورۍ په تېره توره تس نس شي .
که څه هم زموږ په ټولنه کې له تېرو ۱۶ کلونو را په دېخوا دولتي چارواکو ولس ته حقیقت نه دی ویلی او تل یې د دوی په سترګو کې د خاورې اچولو هڅه کړې، د هر ډول حقیقت پر مخ یې دروغجنې پردې خورې کړي او د خپلې خوښې سره برابر یې د ولس د غولونې لپاره دلایل او تحلیلونه ټولنې ته وړاندې کړي، چې له دولت سره د ولس د نه همکارۍ او لریوالي یو ستر عامل د دولتي چارواکو په همدغې کړنې پورې تړاو لري .
ولسونه له خپلو دولتي چارواکو او دولتي ادارو نه د ښه کار او حقیقت ویلو تمه لري، د ولس غوښتنه او تر څنګ یې حقیقت هم دا دی چې دوی ته باید موضوعات او لاسته راوړنې په ريښتینې بڼه ورسول شي، ولس ته باید د موضوعاتو رسونه داسې ريښتینې او په شفافه توګه تر سره شي، چې دوی په کې خپل ځان شریک وویني، داسې فکر وکړي، چې یوه کښتۍ ده او سفر هم د ګډو موخو لپاره یو دی، نو له دې ځایه څخه دی چې ولسونه د حکومت لاسته راوړنې خپلې لاسته راوړنې ګڼي او د پرمختګ لپاره په ګډه سره کار کوي، خو دا چاره هله شونې ده چې دولتي چارواکي خپلو ولسونو ته ريښتیني وي .
د دې پر خلاف چې کله په یوې ټولنې کې د دولتي چارواکو کړنې او وینا د ولس غولونې لپاره تر سره شي، ولس هر څه په رڼو سترګو وویني او بیا هم دولتي چارواکي د دوی د غولونې هڅې وکړي او غواړي چې له ولسه هر هغه څه هم پټ کړي، چې دوی یې په خلاصو سترګو ویني او هر څه ورته ښکاره معلوم وي، نو دولتي چارواکي دې په دې پو شي، چې څه نا څه کمزوری او سوست اعتماد او باور چې ولس یې پرې لري له هغې نه دې هم لاسونه ومینځي .
خبره رانه اوږده شوه، راځم خپل اصلي مطلب ته چې هغه د هېواد په خاوره د افغان دولت حاکمیت اړوند د امریکا د متحدو ایلاتو د پنټاګون تازه څرګندونو په اړه د افغانستان دفاع وزارت څرګندونې دي، چې ته به وایې دا ولس هېڅ هم نه ویني، نه له خپلو سیمو خبر دي او نه هم هره ورځ په خپلو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالیفینو فرمانونه اوري او نه هم د دوی په سیمو کې د جګړې او ډزو غږونه اوریدل کیږي .
نه پوهیږم چې دا به د افغان دولت پالیسي وي او که تېروتنه چې ولس ته د ړندو او کڼو فکر کوي، دوی ورته په خیالي دنیا کې په هواکې ماڼۍ جوړې کړي، که داسې نه وي نو همدغه ولس په سیمو کې پروت دی، چې د وسله والو مخالیفینو تر حاکمیت لاندې ژوند کوي، ان تر دې چې ځنې سیمې د اوږدې مودې را په دېخوا د وسله والو په ولکه کې دي او وګړو یې د افغان دولت حاکمیت لا تر اوسه نه دی لیدلی .
پنټاګون د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغان حکومت د ۲۰۱۷ میلادي کال تر لومړیو دوو میاشتو د افغانستان پر ۶۵ سلنه خاورې حاکمیت درلود.
په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د حکومت د حاکمیت په کچه کې کموالی راغلی او طالبان د افغانستان د خاورې پر شااوخوا ۱۱ سلنې خاورې کنټرول لري او پاتې نوره یې په منازعه کې ده.
له دې یوه نیمه میاشت وړاندې د افغانستان لپاره د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې حکومتي حاکمیت له اووه پنځوسو څخه شپېتو سلنو ته پورته شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت د دغه راپور په غبرګون کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، چې د دفاع وزارت څرګندونې بلل کیږي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې افغان دولت د هېواد په ۹۵ سلنه خاوره حاکمیت لري .
نږدې دوه میاشتې وړاندې طالبانو په هېواد کې د خپل حاکمیت لاندې سیمو په اړه یو راپور خپور کړی و، چې له ۴۰ ډېرې ولسوالۍ یې په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې ښودلې وې او دغه راز یې د یو شمېر ولسوالیو نومونه اخستي و، چې د وسله والو طالبانو په وینا یواځې مرکزو نه یې له افغان دولت سره دي او نورې سیمې یې ټولې د دوی په ولکه کې دي، په یاد راپور کې طالبانو د یو شمېر ولایتونو د مرکز اړوندو سیمو نه هم یادونه کړې وه چې د دوی په خبره د طالبانو تر حاکمیت لاندې دي .
په ورته وخت کې د هېواد بهر او دننه یو شمېر بنسټونو ارزونه کړې او د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت یې د اندېښنې وړ بللی، امریکایانو هم اوسني وضعیت ته د جګړې ولاړ حالت نوم ورکړی، د دې تر څنګ یو شمېر امریکایي سناتورانو هم په افغانستان کې د امریکایانو تېره پالیسي ناکامه بللې او ان ځېنو خو یې لا ویلي و چې امریکا په تېرو کلونو کې د افغانستان لپاره کومه ځانګړې پالیسې نه ده درلودلې ځکه وضعیت تر دې حالته را رسېدلی دی .
د دې تر څنګ په خپله هېواد وال یې ویني، چې د دوی په سیمو کې څه روان دي، د دوی سیمې د چا تر ولکې لاندې دي او څوک پرې حاکمیت کوي ؟ بیا نو په دغسې حالاتو کې د هېواد امنیتي ارګانونه ولې ولس ته داسې څه وړاندې کوي، چې لا نور هم د دوی باور د ولس پر وړاندې کمزوری کوي .
وړاندې یو شمېر دولتي چارواکو او پخپله ولسمشر غني هم ویلي و، چې طالبانو غوښتل په تېر کال کې یو شمېر ولایتونه سقوط کړي خو دې موخې ته ونه رسېدل، وسله والو طالبانو دوه وارې د کندوز ولایت سقوط کړ، که څه هم دولتي چارواکي خو دویم وار سقوط نه مني خو عام خلک ورته د سقوط په سترګو ګوري .
اوس نو پوښتنه له دې ځایه راولاړیږي، که چېرې وسله وال طالبان د هېواد په ۵ سلنه خاورې حاکمیت ولري، نو بیا د دولتي چارواکو په خبره، چې طالبانو د یو شمېر ولایتونود سقوط پلان درلوده، نو د ولایتونو د سقوط فکر ، پلان او ځواک له دوی سره له کومه شو ؟
خبره ډېره نه اوږدوم، په لنډو او کلیوالي ټکو سره راځم اصلي مطلب ته چې که دولتي چارواکي غواړي چې د ولس غولونې لپاره د جامو سره د ولس په سترګو کې را ننه وځي او وار وار د دوی د غولونې او تېر باستنې هڅې وکړي او داسې وښيي چې هر څه د دوی په کنترول کې دي، نو ولس دې په دې پو شي، چې همدغه دولتي چارواکي به یې په ډک سیند لاهو کړي .
د دې تر څنګ دې دولتي چارواکي هم په دې پو شي، چې نور دې نه د ولس غولونې هڅې کوي او نه دې هم ځانونه تېر باسې، که دوی غواړي چې د لاسه تللی حیثیت یې په ټولنه کې څه نا څه اعاده شي او د ولس ملاتړ تر لاسه کړي، نو د ولس مخې ته دې په حقیقي څېرو سره را څرګند شي، چې د ولس د اعتماد او باور وړ وګرځي .
لیکنه : نظیف الله نظیف
وروستي