روغتیايي_پاملرنه: د کدو دانې (زړ‎ي) Pumpkin Seeds

#روغتیايي_پاملرنه
د کدو دانې (زړ‎ي) Pumpkin Seeds
د کدو زړ‎ي یو بشپړ‎اواغېزمن خواړ‎ہ شمیرل کیږ‎ي چې ماسپښین او یا دشپې د بیدہ کیدو په مھال باید ؤژوول شي. نه یوازې په خوله خوندور بلکې د وجود لپارہ ګټوراثرات لري.
د کدو زړ‎یو ته غذايي طاقتور توکي ھم وايي چې د بدن د حجرولپاره ډېرمھم عناصرلري. دالاندې يې ځینې حیرانوونکي بېلګې دي:-
۲) مګنیزیم Magnesium د روغ زړ‎ہ لپارہ:
دېرش ګرامه د کدو سپین شوي زړ‎ي چې تخمینا د یوې پیالې څلورمه برخه کېږ‎ي وجود ته د ورځني ټاکل شوي مګنیزیم اړ‎تیا پوره کوي، ترڅو له مھموحیاتي فیزیولوژیکې کړ‎نو سرہ مرسته وکړ‎ي.
ھمدا مګنیزیم د عضوي مادو کارګړ‎ندی کوي، د زړ‎ہ په حرکت او پم کې توازن راوړ‎ي، دغاښو او ھډوکو د جوړ‎ښت ملاتړ‎کوي، د ویني د جریان لپاره شریانونه او وریدونه فعال ساتي.
دا ھم ویل کېږ‎ي چې د کدو دزړ‎یو پرلپسې خوړ‎ل د وینې فشارترکنترول لاندي راوړ‎ي، د زړ‎ه او مغزسکته بې وخته نه رامنځته کېږ‎ي.
۲) زینک Zinc (جست) دفاعي خاصیت لري:
دا ھغه معدني منرال دی چې د کدو په زړ‎یو کې ډېرشتون لري۔
دیرش ګرامه د کدو زړ‎ي دوہ میلېګرامه زینک وجود ته بخښي. زینک د حجرو په جوړ‎ښت کې د وجود د دفاعي قوې لپاره، خوشاله طبیعت، ښه خوب، سترګو او پوستوکي ته اړ‎ین عنصردی. زینک په وینه کې دانسولین چې شکره کموي ھم مرستندوی شي او دا پخپله د نارینه او ښځېنه #شھواني قوه چسته ساتې. ترڅنګ يې د زکام، کھالي، د پوستوکي د دانو او د وسواس مخه نیسي.
۳) د کولیسټرول کنټرولول :
یوډول غوړ‎ چې د Omega 3 Fatty Acid په نوم یاديږ‎ي‎ کوم چې نباتي یا د ماھي غوړ‎دي، ھمدا غوړ‎مضرکولیسټرول کموي او مفید (ګټور) کولیسټرول جګوي ترڅو د زړ‎ہ او مغز شریانونه تنګ نشي. دکدو زړ‎ي لکه د نورومغزبابو (بادام / پیسته / چارمغز/ چلغوزې....) په څیر دا تیزابي غوړ‎ زیات لري۔ دیرش ګرامه د کدو زړ‎ي د ورځې خوړ‎ل بھترینه زیرمه د ګټور کولیسټرول کیدای شي.
۴) ښه خوب راوړ‎ل :
ټریفټوفین یوډول پروتین دی چې اماینو اسید ورته وايي، کوم چې د اسودہ او ارام خوب لپاره ډېرګټوردی. په بدن کې دا پروتین (ټریفټوفین) یوې کیمیاوي مادې سیریټونین ته واړ‎وي چې د مغز پروریش راوړ‎ي. د سیریټونین په مرسته میلیټونین ھورمون رامنځ ته شي چې د خوب لپارہ اړ‎ین ده. دا ھم د کدو په زړ‎یو کې زیات شتون لري چې د شپي خوړ‎ل يې د ښه خوب سبب کیږ‎ي.
#ډاکټرنجیب_خټې