
"ملامحمدعمر، طالبان او افغانستان" کتاب، ښاغلي عبدالحي مطمئن لیکلی او افغان خپرندويې ټولنې تازه خپور کړی دی، دا چې د دې ادارې له خپرنیزې تگلارې سره د کتاب د منځپانگې او ځینو معلوماتو ټکر لیدل کېږي، نو د نوموړي کتاب د خپراوي د وضاحت په اړه خپل دریځ له درنو هېوادوالو سره په لاندې ډول شریکوي:
څه موده وړاندې د کتاب لیکوال د برېښنالیک له لارې د "ملامحمدعمر، طالبان او افغانستان" د کتاب لپاره له افغان خپرندويې د نوم کارونې او خپراوي غوښتنه وکړه، چې له معمول سره سم ترې د کتاب د لومړیو منځنیو او وروستیو برخو او څپرکو د نمونو او محتوا د وړاندې کولو غوښتنه وشوه.
لیکوال هم د بېلگې په توگه څو پاڼې د برېښنالیک له لارې له ادارې سره شریکې کړلې: (د طالبانو او پاکستان اړیکې، د مشرف راتلل او کودتا، د اسلامي نظام د پلي کولو په برخه کې له مشرف څخه د ملامحمدعمر مجاهد غوښتنلیک، د طالبانو په حکومت د امریکایانو لخوا بندیزونه، یوولسم سپتمبر بریدونه او طالبانو د نظام سقوط، امریکايي یرغل او د بې مهاره مقاومت...) تر سرلیک لاندې يې دا موضوعات او بېلگې له خپرندويې سره شریکې شوې.
په پاکستان کې چمتو، تالیف او سکښتل شوی دا کتاب له چاپ وروسته ولیدل شو، چې د یو شمېر افغاني شخصیتونو تورنول، افغاني سوله اییزو هڅو او د افغاني کړکیچ په برخه کې شوي کوښښونو ته د شک په سترگه کتل او یوازې د اورېدلو او نورو د ویناوو په استناد يې وړاندې کول، نه دا چې د افغان شناندانو له لوري هم نقد او د سلیقوي برداشت زېږنده بلل شوي دي، بلکې افغان خپرندویه یې د خپلو خپرنیزو تگلارو سره ټکر بولي.
افغان خپرندويه ټولنه د علمي، ښوونیز او سیاسي کتابونو د خپراوي په برخه کې د ناپیلتوب، کره والي او مستندو څېړنو په بنسټ ولاړه اداره ده، په هېواد کې د امن او سولې په برخه کې یوطرفه څرگندونې د خپلو خپرنیزو ارونو خلاف کړنه بولي، نو له همدې امله د نوموړي کتاب د هر ډول مسؤولیت او د نور خپراوي چارې د لیکوال شخصي کړنې گڼي او په اړه يې ورسره ځان شریک نه بولي.
افغان خپرندويه ټولنه