د پښتو د ۵ یېګانو سمه او پراخه کارونه:

نرمه ی - ay 
۱) ځینو یوګړیز (واحد) نرينه نومونو لپاره لکه: سړی، سپرلی، منګی، زمری، اوړی، لرګی
۲) هغه ستاينومونو( صفتونو) لپاره چې یوګړیز (واحد) نرینه نومونو لپاره کارول کیږي لکه:
بریالی (احمد بریالی دی) ، ننګیالی (خوشال بابا ننګیالی و)، ښکلی (یو ښکلی منګی)، نری (دا سړی نری دی) ....
۳) هغه یوګړیز (واحد) نرینه نومونو لپاره چې له کړونو (فعلونو) څخه منځ ته راشي لکه:
زده کوونکی (له زده کولو څخه)، کارکوونکی (له کار کولو څخه)، څېړونکی (له څېړلو څخه)، خرڅوونکی (له خرڅولو څخه)
اوږده ې e
۱) دغه ې د ځینو ښځینه نومونو ډېر ګړی (جمع) لپاره چې په ه پای ته رسېدلي وي لکه: ښځه - ښځې، مڼه - مڼې، کیله - کیلې،
غوښه - غوښې، بېلګه - بېلګې، شېبه - شېبې ..
۲) د ښځینه نومونو دويم اکر (حالت) لپاره چې له *د* او *...ته* سربلونو سره وکارول شي لکه: د بـېـلګې په توګه، د دغې ونــې شاخونه، د مڼې اوبه ګټورې دي --- هـغې ښځـې تـه مې څه وویل، دې ونـې ته اوبه ورکړه، ..
۳) هغه ستاينومونو (صفتونو) لپاره چې د ښځینه نومونو ډېر ګړی (جمع) لپاره کارول کیږي لکه: ښکلې ښځې، خوږې مڼې، ژېړې کيلې، سرې غوښې، ښې بېلګې، خوندورې شېبې ...
۴) هغه ښځینه نومونو لپاره چې د کړنې کړونو (فعلونو) نه مینځ ته راشي لکه: یوه زده کونوکې، یوه څېړونکې، یوه شینونکې، يوه خرڅوونکې، یوه ګاډی چلوونکې ....
۵) هغو کړونو(فعلونو) لپاره چې له *ته* نومځري (ضمیر) سره وکارول شي لــکه: (ته) څنګه یـې؟، ته څه کـوې؟، ته ډوډۍ خــورې، ته ما ګـورې، ته... اوسې (ژوندی/ښاد.. اوسې)
۶) یې (د *دریم تن* په اړوند) ، دې (د *ته* تن په اړوند) او مې (د *زه* په اړوند) لــکه: دا کار یې وکړ، نه یې اوري ، نه شي یې کولی، نه یې کوم
دا دې ولې وکړ، زه دې خوږ کړم، دا مې خوښ دی، ومې کړ، خبر مې کړ، دا مې نه دي ویلي
او په نورو ځایونو کې چېرته چې *دې* راځي لکه: ژوندی دې وي، دې ته په پښتو کې څه وايي، د دې په پار (پار=خاطر)
۷) د ځینو سربولونو په پای کې د غږ له مخې لکه: په.. کې، تر..لاندې، پر..باندې،
۸) په ځینو نومونو کې د غږ له مخې : هېواد، ډېر، داسې، ولې، پکې، کېناستل، پرېښودل، لېږل، کېدل، کېدای شي
ي : څرګنده ي i
دغه یې په بېلابېلو اکرونو (حالتونو) کې کارول کېږي:
۱) د کړونو (فعلونو) په اوړون کې، چې په اوسمهال کې وي او کړند (فاعل) یې درېیم کس یو/ډېر ګړی (هغه او هغوی) وي، لکه: هغه کار کوي؛ هغوی کار کوي؛ احمد دلته نه راځي؛ د هغه پلار چای څښي
۲) د ځینو نرينه نومونو ډېرګړی (جمع) په پای کې راځي، چې یوګړی (واحد) یې په نرمه ی پای ته رسېدلی وي:
یو ګړی ................. ډېرګړی
ملګری ..................... ملګري
سپرلی ................... سپرلي
۳) د نرینه ستاینومنو (صفتونو) ډېرګړی په پای کې:
زموږ ملګري تل بريالي راځي (بريالی دلته ستاینوم دی او دا چې ملګري ډېر او نرينه دي، نو بريالي لیکلی کېږي)؛
زموږ هېوادوال مېړني خلک دي (مېړنی دلته ستاینوم دی او دا چې هېوادوال ډېر او نرينه دي، نو مېړني لیکلی کېږي)
۴) د نرینه یوګړیز نومونو اوښتي اکر (مفهوم حالت) کې یا تېرمهال کې راځي، لکه:
اصلي اکر: .................. اوښتی اکر
ننګیالی ........................ ننګیالي ته / د ننګيالي
د مفهوم حالت نښې "د" او "ته " دي
اوسمهال ......................... تېرمهال
توریالی هغه وژني ............. توريالي هغه وواژه
زمری غرڅنۍ خوري ............ زمري غرڅنۍ وخوړه
۵) د ستیانومونو څخه منځته راوړل شویو نومونو په پای کې:
ستاینوم .................. نوم
خوشال ................... خوشالي
خوښ ..................... خوښي
ناروغ ...................... ناروغي
ۍ : لکۍ واله یې əy
۱) د ځینو ښځينه نومونو یوګړي په پای کې: ډوډۍ / خولګۍ / نړۍ / لړۍ (سلسله)
۲) د هغو نومونو ډېرګړي په پای کې، چې یوګړی یې یا په ي یا په ۍ پای ته رسېدلی وي:
یوګړی ..................... ډېرګړی
خوشالي .................. خوشالۍ
ناروغي .................... ناروغۍ
زاري ......................... زارۍ
نړۍ .......................... نړۍ
لړۍ ............................ لړۍ
همدارنګه د پورتنیو نومونو په اوږښتي اکر (مفهوم حالت) کې، چې «د» ورسره ملګری وي
اصلي حالت ............... اوښتی حالت
خوشالي .................... د خوشالۍ شېبې
ناروغي ...................... د دغې ناروغۍ لامل څه دی
ئ: دې ته همزواله یې əy
دا په کړونو (فعلونو) کې راځي، چې کړند (فاعل) یې دویم کس ډېرګړی (تاسو) وي او د پوښتنې په بڼه وي، لکه: تاسو څه کوئ؛ هلکانو تاسو کله راغلئ؟
همدارنګه همزواله یې په بولیو (امرونو) کې راځي، چې ډېرو تنو ته وي، لکه: ماشومانو راځئ ډوډۍ وخورئ؛ ملګرو دلته راشئ او کېنئ
لیکوال: کامران منګل