
تاوده راپورونه ګرځي چې د امریکا دفاع وزیر نن کانګریس ته په خپله وینا کې په هغه څه اعتراف کړی په څه چې موږ څوارلس کاله وړاندې لا پوهیدلي وو خو اوس په دې نه پوهیږو چې دوی ولې څوارلس کاله مخکې په دې خبر نه پوهیدل چې اوس پوه شول؟
د امریکا دفاع وزیر کانګریس ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا د افغانستان په روانه جګړه کې پاته راغلې ده
دفاع وزیر وویل موږ نشو کولای د افغانستان روانه جګړه په دې توګه سره وګټو موږ د روانې جګړې ګټونګي نه یو.
د جیم مټیس او په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ویاند هغه خبرې چې ویلي یې وو ، د افغانستان جګړه او قضیه پرته د خبرو له لارې بله لار نلري باید د خبرو له لارې حل کړل شي
ده د خپلو خبرو پر مهال دا هم ویلي وو چې امریکا کوښښ وکړ تر څو په افغانستان کې د جګړې له لارې سوله راولې خو هغه ونشوه
د دوی دواړو غاښلیو یادې څرګندونې افغانانو ته په ډاګه کوي چې نور امریکا څوارلس کاله وروسته په دې وپوهیده چې د افغانستان په جګړه کې پاته راغلي دي او نشي کولای چې خپلو اهدافو ته د جګړې او د زور په مټ نور ځان ورسوي
امریکا ته که څه هم د افغانانو ډیره پخوا همدا مشوره وه چې نور باید دوی د افغانانو له خاورې څخه خپلې پښې سپکې کړي او افغانستان پریږدي چې خپل مالکان یې د ولس په خوښه آباد او سوکاله کړي خو دوی ونه منله خیر ښه شو چې اوس خو وپوهیدل
امریکا باید په دې اړه فکر وکړي چې ولې له دومره ستر ځواک سره سره موږ په خپله ماته اعتراف کوو؟
امریکا باید پوه شي چې د افغانستان په جګړه کې موږ له یو قوي دښمن سره مخ یو او د هغه دښمن قوي ځواک او ولسي قوت دی چې موږ یې خپلې ماتې منلو ته اړ ایستلي یو
د امریکا حکومت اوس که په ریښتیا خپل ولس ته ژمن وي نو دوی باید د دې په ځای چې جګړه نوره اوږده کړي نور د طالبانو سره د خبرو له لارې روان تاوتریخوالی حل کړي او افغانستان خپلو اصلي واکمنانو ته وسپاري