
د مور په خېټه کې یې پوره نهه میاشتې تېرې شوې وې. څو شېبې ورسته یې دې نړۍ ته سترګې غړولې. د خپل خدای پاک حضور ته ورغئ، ويې ویل:
- زما خدایه! خبر شوم، څو شېبې وروسته مې هغې نړۍ ته استوې، چې له ستونزو او کړاونو ډکه ده. په دې کمزوري وجود، وړو پښو او لاسونو په څنګه د بل چا له مرستې پرته هلته ژوند وکړای شم؟
- د ګڼ شمېر پرښتو له ډلې یوه درکوم چې ستا ساتنه وکړي.
- دلته په جنت کې خو زما یوازینۍ دنده خندا او غاړې کول دي. ستا پرښته به زما د خوښۍ لپاره څه وکړای شي؟
- ستا پرښته به تا ته خاندي او آوازونه به درته وایي. تا به هېڅکله هم خپګان نه ته پرېږدي. وبه ګورې چې ته به هلته څومره خوشاله وې.
- زه څه پوه شم، چې خلک څه وایي؟ ځکه زه خو د هغوی په خبرو نه پوهېږم.
- پرښته به دې تا ته د نړۍ تر ټولو خوږې کلمې، چې ته به یې د اورېدو لېواله وي در اوروي. په ډېره مینه او پوره صبر به تا ته د هغه چاپېریال ژبه در زده کړي، چې ته پکې ژوند کوې.
- کله، چې له دې ځایه ځم، له خپل خدای (ج) سره مې خبرې وکړم، د دې زمینه به څوک راته برابره کړي؟
- ستا پرښته به ستا دواړه لاسونه څنګ په څنګ ونیسي او تاته به وښیي، چې څه ډول دعا وکړې.
- اورېدلي مې دي، چې په هغې نړۍ کې ډېر بد خلک هم ژوند کوي. زه خو ډېر وېرېږم، هلته به څوک زما ساتنه کوي؟
- پرښته به دې په هر ډول شرایطو کې ساتي، ان که د خپل سر په بدله هم وي.
- پرښته به دې تل تا سره د خپل خدای پاک ا په اړه خبرې کوي او له هغه سره د راز ونیاز لار به درته ښیي؛ په داسې حال کې چې هغه به تل ستا په څنګ کې وي.
ماشوم پوه شو، چې نور باید ډېر ژر ځمکې ته خپل سفر پیل کړي، خو په ډېره ورو لهجه یې یوه بله پوښتنه هم وکړه:
- یا خدایه پاکه! که ټولې خبرې همداسې وي، نو غواړم د خپلې پرښتې نوم مې هم زده کړم، چې غږ ورته وکړم.
- غږ پرې وشو:
- نوم یې اړین نه دی، خو د اسانۍ لپاره کولای شې، چې (مور) ورته و وایې.