د ماشومانو ذهني فشار یا سترس څنګه کابو کړو!؟

څو بېلابېلې لارې شتون لري، چې د هغو له مخې په ماشومانو کې ذهني فشار یا سترس کابو کولای شو؛
٭ـ اوښکې یې پاکې کړئ. کله، چې ماشومان ژاړي، نو باید په غېږ کې یې واخلئ، په دې صورت کې ماشومان پوهېږي، چې تاسې ورسره یاست، هوساینه او د دوی د خوښې فضأ ورته چمتو کولای شئ.
٭ـ ماشومان مو د بدلون لپاره چمتو کړئ. که کوم بدلون د پلي کېدو په حال کې وي، نو مخکې له مخکې مو ماشومان ورته چمتو کړئ. که یې ښوونځي ته بیایی، نو په لومړي سر کې ټولګي ورته وښایی او دا مرسته ورسره وکړ، چې د هغه ځای له چاپېریال سره عادت شي. که د څه وخت لپاره کاري سفر ته ځی، نو دا ورته روښانه کړئ، چې چېرته او ولې ځی. ماشوم مو که هر څومره ډېر وپوهېږي هغومره به تشویش او ذهني فشار څخه لرې وي.
٭ـ ورځني قوانین او کړنلاره مو ماشومانو ته جوړه کړئ. ماشومان په ژوند کې یو ځانګړې جوړښت ته اړتیا لري، دغه قوانین او جوړښتونه کولای شي د ویده کېدو وخت وي یا هم د ستونزمنو حالاتو لپاره کړنلاره جوړول، چې د ماشومانو ذهني فشار تر ډېره کابو کوي.
٭ـ ماشومانو ته مو ښه خواړه ورکړئ. هغه ماشومان، چې په منظم ډول نه تغذیه کېږي کېدای شي له نورو څخه ډېر په ذهني فشار یا سترس اخته شي. ډاډ تر لاسه کړئ، چې ماشومان مو په ښو خواړو تغذیه کېږي. د قندي او خواږه خواړو د خوړلو کچه یې کمه کړئ.
٭٭ــ خپل ذهني فشار یا سترس مو کابو کړئ. کله، چې پلار او مور خپل ذهني فشار کابو کړي، نو خپله دنده په ښه ډول تر سره کوي. د ځان لپاره مو لږ وخت وټاکئ او ذهني فشار مو له منځه یوسئ، ځکه د دغه کړنې یا کار پایلې ستاسو ماشومانو ته هم رسېږي او اغېزه پرې کوي. کله، چې یو ماشوم ذهني فشار یا سترس ازمایي، نو د دې اټکل کېږي، چې په ټول ژوند، ټولنیزو اړیکو او په هره بله برخه کې به ذهني فشار ولري. اوس د دې وخت را رسېدلی، چې خپلو ماشومانو ته د ذهني فشار د کابو کولو لارې چارې زده کړئ او له دغو ستونزو څخه یې خلاص کړئ.