دباچاخـــوب

دسيدبديع الزمان (هاشمي ) ولسي کېسوڅخه
ؤ،نه ؤ،يوباچاؤ،دې باچايوه شپه خوب وليده،سحر يې خپل وزيرته وويل:وزيره خوب مې ليدلى،وزيرورته وويل:باچاصيب ښه دې ليدلى،باچاوويل:وزيره خوب مې ليدلى خومانا يې غواړم،وزيروويل:ښه باچاصيب په خوب کې دې څه ليدلي؟ باچاوويل:وزيره! خوب مې وليده چې دبادرنګوډېرۍ مې په مخکې پرته ده،په يوه غوري کې يې ټوټې کوم،نه بادرنګ خلاصيږي اونه غوري ډکيږي ،وزيره تاله درې ورځې مهلت دى په درې ورځوکې چې له هرځايه وي ددې خوب جواب اوماناراوړې اوکه رادې نه وړه،نودجوندخيردې نه شته .
وزير وارخطاشوى،له ځان سره يې ويلي چې داپه څه غم واوښتم اخوادې خوايې له خلکوپوښتنه کړې خوهيچاداسې مانااوجواب ورنه کړچې دوزيرزړه منلى وى،وزيرله ښاره ووته،دخوب دماناپسې ورک ورک ګرځي،په يوه دښته برابرشو روان دى دخوب ماناپسې ځي ډېرتږى شوى دى،وړاندې يوه کيږدۍ يې ليدلې،ور روان شوى چې اوبه وسکي،ګوري چې کيږدۍ کې يوه ښايسته پيغله ناسته ده،وزير ورنه اوبه غوښتي،جنۍ اوبه ورکړي وزيرچې جنۍ ليدلې پې مين شوى دى،وزير تې پوښتنه کړې چې پلاردې شته ؟ جنۍ ويلي اوو،ويلي چيرته دى ؟ جنۍ ويلي هغه تلى دى خاورې له خاوروسره ګډيي، وزيرحيران شوى چې خاورې څنګه له خاوروسره ګډيي،خوخيرغږيې نه دى کړى بيايې تې پوښتنه کړې چې موردې شته ؟ جنۍ ويلي اوو،ويلي چيرته ده ؟ جنۍ ويلي هغه تلې خاورې له خاوروبيلوي،وزيربياحيران شوى چې داڅه ماناچې خاورې له خاوروبيلوي ،خوخيربياغلى شوى،څه يې نه دي ويلي،بيايې پوښتنه تې کړې،چې وروردې شته ؟ جنۍ ويلي اوو،ويلي چيرته دى؟ جنۍ ويلي هغه تلى مساپراوبه کيي .
له وزيرنه دباچادخوب تعبيراوماناهيره شوې،دجنۍ خبرو اوښايست ته فکر وړى،چې ګوري دجنۍ پلارراغلى له وزيرسره يې ستړي مشي کړي،وزيرورنه پوښتنه کړې چې کاکاچيرته تلى وې؟ هغه ويلي هغه وړاندې کلي کې يومړى شوى ؤدهغى جنازى ته تلى وم،مړى موښخ کړ،ګوري چې دجنۍ مور راغلې،له وزيرسره يې ستړي مشي کړي وزيرورته ويلي ترورې چيرته تلې وې؟ ويلې بچيه هغه پورې کلي کې يوماشوم پيداشوى و دهغى دايي توب له پاره تلې وم، لږه شيبه وروسته ګوري چې دجنۍورورراغى وزيرسره يې ستړى مشي وکړل،وزير تې پوښتنه وکړله چې چيرته تلى وې؟ هغه وويل:تلى وم هغه پورې ډاګ کې يوڅونيالګي ووهغه مې اوبه کول،له وزيرنه باچااودخوب تعبيرهرڅه هيرشول، په دې فکروچې داجنۍ به څنګه ترګوتوکړي او واده ورسره وکړي،د وزيرشپه ام دلته راغله دشپې يې دجنۍ پلار مور او ورورته زاري منت وکړ چې خپله لوردې ته ورکړي څه سربه دې خوږومه داجنۍ وزيروکړه واده يې کړه له ځان سره يې خپل کور،خپلى باچايۍ ته راوستله، بله ورځ باچا چاله دې رازه خبرکړچې وزير راغلى اويوه ډېره ښايسته ښځه يې ام له ځان سره راوستې، سمدستي دوزيرکورته راغلى،باچا چې دوزيرښځه ليدلې چې رښتياام ډېره ښايسته ده باچا پې مين شوى دى دخپل خوب تعبيريې ام له ياده وتلى،باچااوس دوزيردښځې سوچونه کوي،او وزيراوس خداى خداى کوي چې باچادخوپ تعبيرونه غواړي،ماخوورته هيڅ تعبيراومانانه ده راوړې،زړه يې بې واره درزيږي،باچا چې بيرته خپل دربارته لاړه وزيرشکروويسته چې باچا تې دخوب تعبيرونه غوښته که،نه څه جواب به مې ورکوه،مه کوه چې يوبل درباري باچاته خپل خوب ورپه يادکه ورته وې ويل:باچاصيب وزيرستاد خوب څه تعبير راوړى؟ باچاخوهسې ام دخداى نه داغوښتل چې په څه بانه بيادوزيرکورته ورشي او وزيرته يوداسې بانه جوړه کړي چې ښځه يې ده ته پاتې شي، سمدستي يې دوزيرپسې جواب وروليږه چې زه به نن شپه ستاميلمه يم،اوهغه زمادخوب تعبيربه ضرور راکوې اوکه نه خيردې نه شته،وزيرچې خبرشو وراخطاشوې چې اوس به څه کيي باچا ته به څه جواب وايي،ښځې يې تې پوښتنه وکړ ه چې ولې دونه خپه يې خيرخوبه يې؟ وزيرورته وويل:خيرچيرته دى اى ښځې! دباچا دخوب کيسه يې ورته وکړه وې ويل زه باچادخوب دتعبيرپسې درليږلى وم،اوماچې ته وليدلې هرڅه رانه هيرشو،اوس به باچاته څه جواب ورکوم،باچاجواب راليږلى چې نن شپه ستاميلمه يم اودخوب تعبيربه ام راته وايې، دوزيرښځه چې مخکې ترمخکې دباچاپه بدنيت پوه شوې وه،وزيرته يې وويل:ته مه خپه کيږه دباچادخوب تعبيربه ورته زه ووايم،خوته داسې وکه چې کله دې دباچادميلمستيا له پاره سودا راوړله لس دانې هګۍ اودهګيوڅوډوله رنګونه ام له ځان سره راوړه نورته بې غمه اوسه،رښتياام وزيردکوردسودا سره هګۍ اوڅوډوله رنګ ام له ځان سره راوړى،دوزير ښځې څوقيسمه خواړه پاخه کړي بيايې هغه هګۍ ټولې جوش کړي هريوې هګۍ ته يې بيل بيل رنګ ورکړى، ماښام باچا ددربار دوه درې کسومشرانوسره دوزيرکورته راغى د ډوډۍ وخت شوډوډۍ تياره شوه،دوزيرښځې ډوډۍدباچامخې ته پخپله کېښوده،باچاخپلې دواړه سترګې په هغې ميخ کړې وې، بسترخوان وغوړيده ډول ډول خواړه پې کېښودل شو،ښځې دجوش هګيوقاب چې څوډوله رنګ شوې هګۍ پکې وې دباچامخې ته کېښوده،ټولوډوډۍ وخوړه دوزيرښځې باچاته وويل:باچاصيب داهګۍ وخوره!باچاوويل:دوه درې دانى مې وخوړې ښځې ورته وويل:دغه شين رنګ چې لري دا هګۍ ام وخوره باچاخوشاله شوهغه هګۍ يې ام وخوړه،ښځې تې پوښتنه وکړه باچاصيب پدې هګيوکې دکومې هګۍ خوندښۀ ؤ ؟ باچاوويل:خونددټولويوډول ؤ،خويواځې رنګونه يې بدل وو،ښځې ورته ويلي باچاصيب! ښځې ام يوډول دي خورنګونه يې بدل دي،باچاددې خبرې په اوريدوډېرخجالت شو،بياښځې ورته وويل:باچاصيب ستادخوب ماناداده چې هغه غوري ځمکه ده اوبادرنګ ددې ځمکې اوسيدونکي خلک دي،چې نه داخلک په مرګ خلاصيږي اونه داځمکه ددوي په مړوډکيږي،وزيردخپلې ښځې په خبروډېر خوشاله شوچې دباچاله غمه يې خلاص که .