یاده غونډه چی دهلمندمدنی ټولني دمشرسردارمحمد همدرد په مشري جوړه سوي وه پکی لسګونو دینی عالمانو ،قومی مشرانو ،ځوانانو او مدنی فعالانو پکی ګډون درلود
دوی ټولو په یوه خوله د اولسمشر ملاتړوکړ او زیاته یی کړه هغه کسان چی په هیوادکی سوله خوښونکي نه دی او دنورو په خولو دلته د حکومت پرضد ګنګوسي خپروی دوی ته د منلو وړ نه دی
دغه کسانو له حکومت ،اجرایه ریس او اولسمشرنه غوښتنه وه کړه هغه چاچی دمدنیت په نوم یی دتحسن خیمی درولی او دحکومت ضدکړني کوی دغه کسان دی محاکمه کړاي سي
قومی مشرانو هوکړه وه کړه که چیری دسرپه قیمت هم وی نو دخپل سرپه قیمت به ددی هیواد او خاوری ساتنه په هروخت کی چی وی ترسره کړی
دهلمند مدنی ټولنی مشرسردارمحمد همدرد دخپلو خبرو پرمهال پرحکومتی چارواکو ږغ وکړچی دحکومت ضدکړیو مخه دی ونیول سی
هغه له اولسمشره غوښتنه وه کړه چی دمدنی فعالانو په نوم دملی ګټو ضدعناصرو مخه ونیسی او دهغوی هغه خیمی چی په کابل ښارکی یی غوړولي اودخلګو پروړاندی یی خنډونه جوړکړي ټولی او کسان دی یی محاکمه کړی
هغه دهلمندداوسنیو حالاتو یادونه وکړه او زیاته یی کړه چی هلمندکی تربل هروخت امنیتی حالت سخت او خلګ په خوراسختو کړاونوکی ژوندکوي خو همداحالت د ورته معامله ګرو کسانو کار او دتنظیم او قوم په نامه سیاسیونو دنده وباله
هلمندکی سلګونو اولسی خلګو داسی مهال د اولسمشرملاتړاعلان کړ چی کابل کی له هغه وورسته چی په یوه بریدکی ترسلو زیات کسان ووژل سول او سلګونه نور ژوبل سول یوشمیر کسانو دمدنی فعالانو په نوم ددولت دملی ګټو ضدشعارونه ورکړه او خیمی یی وه غوړولی.
وروستي