د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د کرېکټ نړۍ د ۸ مخکښو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ اتم پړاو چمپینزټرافي سیالۍ په انګلستان کې روانې دي دا سیالۍ ۱۸ ورځې دوام کوي.
اسیایي لوبډلې هندوستان، پاکستان، سریلنکا، او بنګلادېش هم په دغه ټراپي کې لوبیږي.
ډېر وخت چې انګلستان ، اسټرالیا ، یا هم ویسټينډيز او افریقا اسیا ته راځي دلته يې ښه ورځ نه وي خو که د اسیا لوبډلې بیا په پورته هېوادونو کې لوبیږي نو يې همدا حال وي ، دلته خبره د هوا او ویشتن ځایونو سره نه بلدیت او اغېزه وي .
خو په روان ای سي سي چمپین ټراپي کې د اسیایي هېوادونو حالت پرته له هندوستان څخه ښه نه دی علت يې دا دی چې بنګلادېش له یو لوري لومړي ځل لپاره په دغه ټورنمېنټ کې لوبیږي او هم دومره غښتلې لوبډله نه ده چې سړی پرې حساب وکړي ، بل لور ته سریلنکا هم له سخت بد حالت څخه تیریږي له یو لوري کمزوری ډومېسټېک ( کورنۍ ) کریکټ چې په نیشت حساب دی سریلنکا يې په ژور ډنډ کې پریښې .
له بل لوري له دغې لوبډلې سره د مهیلا جووردانا ، کمارسنګاکارا ، متاهیا مرلیدرن، او رنګنا هرات په څېر لوبغاړو نه شتون سریلنکا له ژوبل او ځورونکي حالت سره مخ کړې ده ، له بل لوري د زیاتې تجربې خاوند او د کمارسنګا کارا د وخت پاتې شوی لوبغاړی او اوسنی کپټان انجیلو مېتیوز هم زیاتره وخت زخمي او له لوبډلې پاتې کیږي چې اوس هم په ای سي سي چمپین ټراپي کې له دغې ستونزې سره مخ دی دغه لوبډله کمزورې په ډاګه کوي او دا حقیقت هم دی .
د سریلنکا دغه حالت ته په کتو په روان سفر کې د مخکې تګ چانس نه لري .
پاکستان چې په اسیا کې یو وخت داسې لوبډله وه چې له اسیا ورهاخوا يې هم نورو لوبډلو ته ماتې ورکړې او ترې ویره کیده، اوس له یو شمېر چیلنجونو سره لاس او ګروان ده ، د دغه هیواد د کریکټ بورډ په فساد کې ښکېل ، له سیاسي حالاتو اغېزناک ، او لوبډلې ته د لوبغاړو راتګ د اړیکې او غیرې قانوني لارو تر سره کیدل او هم د یو شمېر تجربه کاره او پخوانیو لوبغاړو استعفاګانې د دې سبب شوې چې پاکستان په نړیوال کریکټ کې له ماتو سره مخ شي بل لور ته د پاکستاني لوبغاړو له لوري په وروستي تجارتي کریکټ لیګ پي اېس اېل کې د پیسو او رشوت اخیستل او پر دغو لوبغاړو د کمو زیاتو بندیزونو لږیدل دا ټول د پاکستانۍ لوبډلې لپاره راولاړې ستونزې په ډاګه کوي .
خو د ویسټينډيز سره ورستۍ لوبې او ګټل يې ځکه په مثال کې نه شو راوړلی چې که ویسټينډيز په ټاپ لوبډلو کې پیاوړې لوبډله وی نو اوس به دوی هم د ای سي سي په چمپین ټارپي کې لوبیدلي وئ.
د انګلستان په چمپین ټراپي کې پاکستان له خپل اسیایي سرسخته سیال هندوستان څخه هم ماتې وخوړه چې له دې وړاندې يې د دریو لوبو له منځه په دوه لوبو کې هندوستان ته ماتې ورکړې وه چې په لوی توپیر سره د ماتې خوړل يې دا میسیج رسوي چې دغه لوبډله هم په دې ټورنمېنټ کې له اسیا څخه ښه استازیتوب نه شي کولی .
خو د پاکستان په لوبډله کېد یو شمېر پیاوړو لوبغاړو لکه ، بابر اعظم ، اظهر علي ، احمد شهزاد، یا هم محمد حفیظ شتون یوه هیله ده مګر پاکستاني بالېنګ لاین ته په کتو باید چې دغه لوبډلې ښې لوبې کړې وی اما له دواړو اړخونو پوره نه ښکاري چې په یوه ورځينو لوبو کې انډولیز ټيم او تر څلورمې وېکټې پورې د اعتمادي توپ وهونکو شتون مهمه خبره وي .
هندوستان چې تر شا يې غښتل کریکټ بورډ ، اداره ، قوي او باتجربه روزونکې ډلګۍ شتون لري باید داسې لوبې وکړي لکه تېره لوبه يې چې هم د بېټېنګ او هم د بالېنګ له اړخه پوره وه .
هندوستانی ټيم په خپل جوړښت کې پیاوړی بېټ لاین لري له پیلونکو روهیت شرما او شکهر دهوان نیولې پر شپږمه وېکټ چې الرونډر جډېجا او هم ځوان لوبغاړی هارډک پنډیا يې مهم غړی دی او ټاپ ارډر ، مېډل ارډر، او لاوو ارډر کې ښه جوړښت يې یوه قوي او له اسیا څخه یوه ښه استازې لوبډله په ګوته کولی شي .
دغه لوبډله پوره اعتمادي توپ وهونکي او د ځوان کپټان په شتون کې د تجربه کاره ویکټ کيپر اېم اېس دوني د وېکټو تر شا په میدان کې ودریدل يې مقابل ټيم ته یو ډار او وېره ده .
سره له دې چې کریکټ لوبه په انګلستان کې رامنځ ته شوې ده خو په اسیا کې د دغې لوبې پرمختګ او ورځ تر بلې د مینوالو زیاتیدل هغه څه دي چې اسیايي شورا او اسیايي هېوادونه باید دغې لوبې ته زیاته توجه وکړي .
په خاص ډول د اسیايي هېودونو کریکټ بورډونه باید په کور د ننه د دغې لوبې په پرمختګ کې زیات کار وکړي چې کورنۍ لوبې د نو، ځوانو، او پیاوړو لوبغاړو او کریکټ هستیو په روزنه او پیدا کیدنه کې مهم رول لوبوي .
اضافي مالومات:
د اتلانو جام (چمپینزټرافي) کرېکټ سیالۍ په ۱۹۹۸ کال کې د لومړي ځل لهپاره پیل شوې، چې په لومړيو کې "ای، سي، سي، ناک، اوټ" ټورنامنټ په نوم یادېدلې.
د دې سیالیو لومړۍ ټورنمېنټ سویلي افریقا و.
په بېلابېلو کلونو کې دغو سیالیو کې مختلفو لوبډلو ان د کرېکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې دویمه درجه لوبډلو کینیا، امریکې او هالینډ هم سیالۍ ترسره کړي دي.
اوس په دې سیالیو کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یوازې له کرېکټ نړیوالې شورا سره د ۵۰ اوریزه لوبو ۸ مخکښې کرېکټ لوبډلې د لوبېدو چانس لري، چی د لومړي ځل لهپاره بنګله دېش د ویسټ انډيز ځای نیولی دې.
د سږ کال ټورنامنټ له ۲۰۱۳ کال وروسته ترسره کېږي، چې اسټرالیا، نیوزیلینډ، انګلستان او بنګله دېش په لومړي او پاکستان، هندوستان، سویلي افریقه او سریلانکا بیا په دویم ګروپ کې لوبې کوي.
تراوسه په دې سیالیو کې دفاعي اتله هندوستان او اسټرالیا دوه ـ دوه ځلې په اتلولۍ ګټلو بریالي دي خو نیوزیلینډ، سریلانکا او ویسټ انډیز هم دغه سیالۍ یوـ یو ځل ګټلي دي.
د کرېکټ کارپوهان په دې اند دي، چې د نورو لوبډلو په پرتله اسټرالیا، هندوستان، سویلي افریقه او کوربه انګلستان د سږ کال جام د اتلولۍ ګټلو ډېر چانس لري.
وروستي