په هر حال کې شونډې مسکې ساتئ!

په هر حال کې شونډې مسکې ساتئ!
دنړۍ په ټولو ادبیاتو کې د(مسکا)دلفظ ډیره ستاینه شوې ده او لوړ ځای ورکړل شوی دی دمسکا په اهمیت او ارزښت هر لیکوال،شاعراو هر پوه ډیرې خبرې کړي،چې بلاخره ارواپوهانو هم پرې څیړنې پیل کړې،ارواپوهان وایې چې دهرې ستونزې،هر کړاو او هر مصیبت پر مهال مسکا مه هیروئ که تاسو خپله مسکا برقراره وساتله نو ډیر زر به له درپیښو ستونزو او مصیبتونو خلاصون بیا ومومئ.
تاسو به دهغې ښځې کیسه خامخا اوریدلې وي چې ډیرو ستونزو راګیره کړې وه اوتل به په غوسه وه هر وخت به یې مزاج خراب وو اوپه نه خبره به یې دنیا ورانوله،آخر هغې دخپلې سینګار خونې په آینه(هینداره) کې د «مسکۍ شه»جمله ولیکله، خو بیا هم دهغې په خویونو کې بدلون رانغی دهغې خپګان او اندیښنې دپخوا په شان موجودې وې هغه له دې حالته نوره ستړې شوې وه او دخپلې لیکلې جملې «مسکۍ شه»مخې ته یې «په هر حال کې »لفظ هم ور اضافه کړه یانې «په هر حال کې مسکۍ شه»
هغه به چې کله د آینې خوا ته تلله نو مسکۍ کیدله به،تر دې چې دا یې خوی وګرځیده اوپه هرحال کې به یې شونډې له خوږې مسکا ډکې وې،دهغې ټولې ستونزې یوه په بله پسې هوارې او حل شوې او ورو ورو یې عصبانیت سوړ شو تر دې چې دماغ یې په پوره ډول آرام او دژوند په خوږو پوه شوه،موږ باید دسینګارخونې دآینې سربیره دخپلې خونې په څلورو دیوالونو هم دا جمله ولیکو چې «په هرحال کې مسکی شه»دهرې ستونزې په راتګ سره مسکا شئ چې په دې سره موپرځان باور ډیریږي،یوارواپوه هم په همدې عقیده دی:دستونزومخې ته د دیوال په څیر ودریږئ تېښته ترې مه کوئ چې په دې سره به مو په ځان باور او ارادې ځواک ډیریږي،لکه څه ډول چې عامه ده چې ژوند دستونزو کور دی،خو له هغو سره مقابله دژوند او ژوندي اوسیدو نښه ده،شتمنۍ غریبي اوبې وزلې دا هرڅه د ژوند برخې دي موږ ټول له دې شیانو سره مخ کیږو او هیڅکله ترې خلاصیدای نه شو خو د دې ټولوستونزو یوازې دا حل لاره لرو چې مقابله یې په مسکا سره وکړو،بیا هم «په هر حال کې مسکا کوئ مسکې شونډې دنیکمرغۍ زیری دی اما په یو شرط چې له خپل حده به تېری نه کوئ او هر کار به داسلام دمقدس دین په رڼا کې کوئ
په هر حال کې شونډې مسکې ساتئ
دنړۍ په ټولو ادبیاتو کې د(مسکا)دلفظ ډیره ستاینه شوې ده او لوړ ځای ورکړل شوی دی دمسکا په اهمیت او ارزښت هر لیکوال،شاعراو هر پوه ډیرې خبرې کړي،چې بلاخره ارواپوهانو هم پرې څیړنې پیل کړې،ارواپوهان وایې چې دهرې ستونزې،هر کړاو او هر مصیبت پر مهال مسکا مه هیروئ که تاسو خپله مسکا برقراره وساتله نو ډیر زر به له درپیښو ستونزو او مصیبتونو خلاصون بیا ومومئ.
تاسو به دهغې ښځې کیسه خامخا اوریدلې وي چې ډیرو ستونزو راګیره کړې وه اوتل به په غوسه وه هر وخت به یې مزاج خراب وو اوپه نه خبره یې دنیا ورانوله،آخر هغې دخپلې سینګار خونې په آینه(هینداره) کې د «مسکۍ شه»جمله ولیکله، خو بیا هم دهغې به خویونو کې بدلون رانغی دهغې خپګان او اندیښنې دپخوا په شان موجودې وې هغه له دې حالته نوره ستړې شوې وه او دخپلې لیکلې جملې «مسکۍ شه»مخې ته یې «په هر حال کې »لفظ هم ور اضافه کړه یانې «په هر حال کې مسکۍ شه»
هغه به چې کله د آینې خوا ته تلله نو مسکۍ کیدله به،تر دې چې دا یې خوی وګرځیده اوپه هرحال کې به یې شونډې له خوږې مسکا ډکې وې،دهغې ټولې ستونزې یوه په بله پسې هوارې او حل شوې او ورو ورویې عصبانیت سوړ شو تر دې چې دماغ یې په پوره ډول آرام او دژوند په خوږو پوه شوه،موږ باید دسینګارخونې دآینې سربیره دخپلې خونې په څلورو دیوالونو هم دا جمله ولیکوچې «په هرحال کې مسکی شه»دهرې ستونزې په راتګ سره مسک شئ چې په دې سره موپرځان باور ډیریږي،یوارواپوه هم په همدې عقیده دی:دستونزومخې ته د دیوال په څیر ودریږئ تیښته ترې مه کوئ چې په دې سره موپه ځان باور اوارادي ځواک ډیریږي،لکه څه ډول چې عامه ده چې ژوند دستونزو کور دی،خوله هغوسره مقابله دژوند او ژوندي اوسیدو نښه ده،شتمنۍ غریبي اوبې وزلې دا هرڅه د ژوند برخې دي موږ ټول له دې شیانو سره مخ کیږو او هیڅکله ترې خلاصیدای نه شو خو د دې ټولوستونزو یوازې دا حل لاره لرو چې مقابله یې په مسکا سره وکړو،بیا هم «په هر حال کې مسکا کوئ مسکې شونډې دنیکمرغۍ زیری دی اما په یو شرط چې له خپل حده به تېری نه کوئ او هر کار به داسلام دمقدس دین په رڼا کې کوئ.
Samiullah Sami
Samiullah