د خاورو نه په ډک مخ یې له تندي نه خولې لارې جوړې کړې وې، په وړو ، وړو لاسونو یې د لویې لارې نه تیږې او خاورې را ټولولې، سپین رنګه کرولا ډوله موټر د لویې لارۍ نه رامخکې شو، ماشوم ته په رارسیدو یو تن له مخکې سیټ نه یو زوړ لسګون وغورځولو، ستړي ماشوم ناببره په پیسو سترګې ولږیدې، او لویه لارۍ یې په سترګو پټه کړه، په سوي منډه یې د پیسو د راخیستلو هڅه وکړه، د لارۍ ډرایور د درانده بریک په وهلو یوازې د سترګو د پټولو کوښښ وکړ، په ماغزو کې یې ور وګرځیدل، په لومړي ځل دې لکه چې د یو انسان روح واخیست،د زړه درزا یې له ټول بدن نه درنه ښکاریده، د مخ شیشې په لورې یې په ډیرې وارخطایی سره سترګې پورته کړې، له خولې لوی اسویلۍ وویست او د څښتن شکر یې ادا کړ د ماشوم ویریدلي او دردیدلي مظلومه څیره یې له نظره تېره کړه، ماشوم له سختې ویرې د بت په شان هک پک ولاړ و، له موټره په ښکته کیدو یې لومړی په خړکي مخ ښکل کړ، او بیا یې په زړه پورې ښخ کړ، له دلاسه کولو وروسته یې په نرمه لهجه ورته وویل:
بچیه!
پیسې ستا له دې تنکۍ ځوانۍ نه دی زیاتې.
اې ته پوهېږې!
ته دې د مور د زړه ټوټه یې!
وروستي