د تعلیم په آر ارزښت پوه سپین ږیري محصلین!

دا یو منل شوی حقیقت دی چې د پوهې تر لاسه کولو لپاره هیڅکله هم ناوخت نه دی. خو بیا هم زموږ ستاسو په افغانانو کې دا یو منفي ذهنیت شته چې په لوړ عمر کې زده کړې نه کیږي او دا هڅه بې ځایه بولي، خو که زما د سترګو لیدلي حال دا کیسه څوک ولولي نو وبه وايي رښتیا چې د علم لپاره هیڅکله هم ناوخت نه دی.
یو ملګري مې د شپې په پوهنتون کې زده کړې کولې یوه ورځ مازدیګر په بیړه د خپل پوهنتون په لور روان ؤ چې زه په لار کې ورسره یو ځای شوم او چې مې خپل وخت ته وکتل نو ومې پتیله چې راځه یو ځل خو پوهنتون ته هم سر ورښکاره کړه چې څه حالات دي په همدې نیت مې له ملګري سره پوهنتون او د هغه ټولګي ته ورغلم. ټولګي ته په رسیدو سره د څو نجونو په ګډون له ګڼو زلمیو خو څلورو داسې کسانو سره مخ شوم چې ما د استادانو او یا هم زما په څير د میلمنو ګمان مې پرې وکړ او تود روغبړ مې ورسره وکړ. زه ددوي پیژندنې ته په تمه وم چې په دې وخت کې مې ملګري د هغو څلورو له ډلو یې دوو ته چې د سر او ږیرې ویښتانو کې یې تور ویښتان نه وو پاتې او ټول سپین وو وویل، چې مدیر صاحبانو څنګه یاستئ له درسونو سره مو څه حال دی؟.
زما حیرانتیا ددې حالت په لیدلو سره نوره هم زیاته شوه او چې له ملګري مې وپوښتل چې دوي استادان دي ، که د پوهنځي اداري کارکوونکي؟ نو په خوږه موسکا یې را غبرګه کړه : نه دا زما هغه ټولګیوال دي چې زه یې هر ځای په دې صفتونه کوم چې دوي په پنځوس او پنځه پنځوس کلنۍ کې لوړو زده کړو ته مخه کړې او دواړه دولتي کارکوونکي دي او له پوهنتون څخه د باندې دندې لري، خو له موږ ځوانانو څخه یې هم ښه درس زه کیږي او هم په وخت خپلو درسونو ته حاضريږي، خو ستا په څير ډیر محصلین او نوي استادان په دوي باندې د پوهنځي د استادانو شک کوي.
د ملګري په دې خبرو مې د نن ورځې تګ او ددې حالت لیدنه د ژوند یو لوی درس زده کړو، ځکه کله چې مې له یادو محصلینو وپوښتل چې دومره ناوخته مو ولې لوړې زده کړې پیل کړې، نو د لامل یادونې تر څنګ یې په ډیر ویاړ راته وویل چې غواړي راتلونکي نسل ته یو لوی لوست په ځای پریږدي او هغه دا چې راتلونکی نسل یې خپلې لوړې زده کړې حتمي او په هر ډول شرایطو کې بشپړې کړي او په لوړ عمر کې د لوړو زده کړو پیل او بشپړولو چاره چې نیکونو یې تر سره کړې وه خپل ځانته یوه الګو یا نمونه وګرځوي او د ټولنې نور غړي هم په هر حالت او هر وخت کې د پوهې حاصلولو لپاره وهڅوي او په کورنۍ او ټبر کې یې ښځینه او نارینه نالوستی پاتې نه شي. زه له دې محصلینو سره په خبرو لګیا وم چې مې ملګری راغلو او زموږ په خبرو کې راولوید او ما ته یې مخ راواړاوه ویې ویل؛ ددې مدیرصاحبانو دا هڅه که څه هم کیدای شي ډیرو ته د پام او ارزښت وړ ښکاره نه شي، ځکه په خپل لنډو فکرونو سره به وايي چې نو دا مدیر صاحبان به دیپلو سره یو ځای خپل تقاعدي هم واخلي، خو ددوي انګیزه او دا هڅه زموږ ستاسو په څیر د سلګونو ځوانو محصلینو له ماسټریانو او دوکتوراوو ارزښتمنه ده او هغه په دې چې که چیرې ددوي له کیسې هر څوک خبر شي او په دې پوه شي چې ددې سپین ږیرو محصلینو د نومرو سلنه تر ځوانانو لوړه ده، نو هغوی چې پوهتونونه یې د هر ډول ستونزو له امله په نیمايي کې پرایښي بیرته به یې پیل کړي او هغوي چې د ښوونځي زده کړې نیمايي او یا پایلنیو ټولګیو کې ترینه نیمګړې پاتې شوي له هماغه ځایه به یې بیا پیل کړي، ځکه مشهور متل دی چې وايي : کب چې هر وخت له اوبو راوباسې نو تازه وي.
د ملګري او د هغه دواړو ډولګیوالو له خبرو ډیر متاثر شوم او تر اوسه چې هر چاته د علم او پوهې د ارزښت او په سیمو کې د ښوونځیو د فعالولو او د نجونو او هلکانو پر زده کړو ټینګار کوم نو ددې کیسې یادونه پکې ډیره د ارزښت وړ او حتمي بولم او چې وس مې ورسیږي نو یاد محصلین چې اوس فارغ شوي دي مطبوعاتو سره د مرکو لپاره حاضروم تر څو یې له دې سترو نوښتونو ټول افغان ولس او نړیوال ډیر څه زده کړي او د علم او پوهې په ارزښت او قدر پوه شي.
هو! دا کیسه مې ځکه په دې لیکنه کې اړینه وبلله چې زما پیغام ژوندی او هر لوستونکی یې د خپل ځان لپاره الګو یا نمونه وګرځوي. په لوړ عمر کې نیمه زده کړې او لوړې زده کړې دواړه ددې لپاره مهمې نه دي چې د دندې په بهیر کې به یې معاش لوړ شي ، دوهمه دنده به ورسره پیل کړي او داسې نور هدفونه، چې یو کس یې کیدای شي په پام کې ولري، خو داسې نه ده او د علم حاصلول له لومړي ټولګي د ښه ژوند لپاره دی ، د ژوند په اصلي معنا د پوهیدلو لپاره ، د ژوند لارو چارو د تنظیم ، له بې لاریو او کړنګونو ته د لویدو څخه د مخنیوي لپاره ، په علمي ډول د ګډ ټولنیز کورني ژوند سمون او تنظیمولو لپاره ، په ټولنه کې د خپل ارزښت لوړولو او نورو ارزښت پیژندلو لپاره ، د خپل راتلونکي نسل د سمې روزنې ، پالنې او ورنه د ټولنې ریښتیني خادم کدرونو جوړولو لپاره او د خپلو شخصي سوداګریو چارو علمي ډول پر مخ بیولو او د یو میکانیزم رامنځته کولو لپاره او ... هغه څه دي چې باید په ټولنه کې د پوهې حاصلولو دود ته پراختیا ورکړل شي او د نجونو او هلکانو ښوونځيو جوړولو چاره په خپله یو بل ته د همغږۍ لاسونو په ورکولو سره پیل کړو او د دولتي امکاناتو شتون سربیره د پوهنې بهیر سره د ولسي ملاتړ د مرستو ځانګړی صندوق جوړ کړو او د ښوونځيو لپاره داسې ودانۍ او نور مواد پرې برابر او هره اړتیا پوره کړو، چې له دې امکاناتو څخه په څلورویشتو ساعتونو کې هم دیني زده کړو زده کوونکي ترینه ګټه واخلي او هم د عصري زده کړو، ځکه دیني او عصري زده کړو بهیر د اسلام له پیله سره یو ځای ؤ او هیڅکله په خپله ټولنه کې داسې کړیو ته چانس ورنه کړو چې دیني او عصري زده کړې سره بیلې وبولي او یا یې د بیلولو کومه هڅه وکړي.
په پای کې یو ځل بیا په ټولو افغانانو غږ کوم چې د پوهنې ولسي ملاتړ لپاره خپلې مرستې له خپله ځانه را پیل کړي او زموږ له دې لیکنیز خپرنیز پړاو سره خپلې نظريې ، د سترګو لیدلی حال او د بریالیو خلکو بریالي کارونو بیلګې شریکې کړي. موږ د پوهنې له وزارت څخه نه مخکې او نه اوس ددې تمه لرو، چې په هیواد کې به د زده کړو او ښوونځیو څخه محرومو سیمو ته د پام وړ کارونه وکړي، ځکه دا وزارت او ډیری سیمییزې ادارې یې په ناغیړۍ او اداري فساد کې غرقې دي او اوس ددې وخت را رسیدلی چې ولس په خپله پاڅوو او د خپلو سیمییزو همغږیو له لارې د ښوونځیو ودانیو جوړولو لپاره د مرستې صندقونه جوړ کړي او د باور وړ خلک ددې چارو سمبالښت په غاړه واخلي او د ټولنې خلک یې وروسپاري او پر حکومتي چارواکو باندې هم په جوماتونو او قومي جرګو او ناستو کې په همغږۍ سره فشار راوړي او د خپلو سیمو د ښوونځیو حق جدي غوښتنه ترینه وکړي او هغوي چې تر دې مخکې یې د ښوونځیو د ودانیو پیسې غلا کړي ټولو ته یې د رسواینې لپاره مطبوعاتو ته په خبري غونډو کې نومونه ورکړي او د مطبوعاتو له لارې هم د خپل حق غوښتلو غږ اوچت وساتي.