
لیکونکی :دافغانستان دازادی سازمان
داخبره دافغانستان ټولو وګړوته معلومه ده چې په افغانستان کې روانه جګړه دلوړو قدرتونو زورازموینه دي اوپه دې خاوره کې نیابتی جګړه کیږی اوموږ بې وزله ،غریب اوبیچاره خلک په نا اګاه توګه قربانی ورکو اوچې څوک دلوبی اصلی لوبغاړی دی هغه دپردی ترشاه لارښونکی دی طالب داعش حقانی اوحکمتیار او........ټول په حقیقت کې یو دی شکل یې بدلون کوی دوی دامپریالیزم هغه تلی څټي دی چې ددوی په ډوول هررنګي اتڼ کوی اودامپریالیزم اخرنی کړنی همداوی چې دمذهب اوقوم په نوم یو بل سره وجنګوی اوخپل ماهیان ونیسی .
په دغو اخرنیو مسلسل پیښو کې ټولو قربانی شویو ته تسلیت غواړو دتاسف ځای دلته دی چې دهرې پیښي اوغمیزي ترشاه پټ استحباراتی کرغیړن لاسونه پراته وی اوموږ دلنځکو په څیر ناڅاوی اوجعلی جوړشوی ،مصنوعی رهبران یې راته وړاندی اوموږ ورپسی روان و دشاه شهید پیښه په خپله حزب اسلامی پرغاړه واخسته بې وزله انسانان په کې ژوبل اوشهیدان شول نن یې راته راوسته دیو پښتون په نوم خلک ډلی ډلی پردې خاطر ورځي چې سبا به کومه لویه چوکی ورکړی چې موږ بې برخی نشو تملق اوچاپلوسی.....
ای ویده ملت !ترهغه وخت پوری چې ټولنیز شعور بیدارنشی خاین په دار نشی اوپردی استحباراتی لاسونه کټ نکړی نو دغه تصادفی مرګونو ته سمه تابیاونیسی داحقیقت دی چې لوبه زموږ له کچي لوړه ده حتاداشرف غنی له سطحی هم لوړه ده خو موږ خو هم کوم مسولیت لرو خپل مسولیت باید په خپله ترسره کړو که دغه مسولیت مو ترسره نکړ بیدارنشو خپلو ملی منافعو ته ژمن نشو نو پرون دغه اور دافغانستان په جنوب اوپښتنی سیمو کې بل وه پښتنی میندی بوری اوکونډی شوی خو یوتعداد انسانان په خپلو مزو اوبلډنکونو جوړولو رشوتونو اوقاچاق کې بوخت و خو دغه سلسله اوندریده دافغانستان له شمال نه وزیرستان جوړشو اوجوړیږی به دغه غم به دافغانستان ګوټ ګوټ ته رسیږی هیڅوک به تري په امن کې پاتی نشی حتا یو کورهم نو چې موضوع دومره پیچیده کیږی نوراځی له جنوب اوشمال شرق اوغرب پښټون اوتاجک ازبک اوهزاره نه تیرشو یو موټی دیو ملی هدف له پاره لاس په کار ،مصنوعی او جوړشوی شخصیتونه پریږدو د یوه ملی رهبری دملت په کچه رامنځه ته کړو اوددې له پاره پوره هلی ځلي وکړو اوکه همداسی لاس په زنه کینو نو تابه هم مری زه به هم مرم اواخرکی به لوی قدرتونه چې دمنافعو پرسره پایلی ته رسیږی هغوی به باداری کوی لکه څرنګه چې همدا اوس روان حالات دی اوموږ به غلامی یوه اوبل ته به وایې چې ګوره زما غلام دتا له غلام څخه ډیر بهادر دی شجاع دی ویاند دی نو راځی چې دیو موټی هیواد له پاره هلی ځلی وکړو اودهمدې ورځي دامید په هیله
دافغانستان دازادی سازمان